لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چين: شنګهايي کې د کرونا د پېښو کمېدو باوجود بندېزونه سخت کړی شوي


د چين په شنګهايي ښار کې د کرونا وايرس له امله يو ځل بيا بندېزونه سخت کړی شوي، په داسې حال کې چې د تیرې مياشتې راهسې دغلته سخت بندېزونه وو.

په ګڼو ضلعو کې په خپره شوې اعلاميه کې خلکو ته ويل شوي چې په کورونو کې پاتې شي، او زیاته کړی شوې ده چې بندېزونه د کرونا معاينو/ ټېسټونو په اساس غزېدلی شي.

ويل شوي دا نه ده مالومه چې بندېزونه ولې سخت کړی شوي ځکه چې په ښار کې د کرونا پېښې راکميږي.

د اې پي د خبر ترمخه د ګل/ دوشنبې په ورځ په شنګهايي کې په 24 ساعتونو کې 3947 نوې پېښې مخې ته راغلي او 11 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي. ويل شوي د 25 ملينه ابادۍ په ښار کې چارواکي په تدریجي ډول قرنطين ختموي.

راپورونه وايي، د کرونا له امله د شنګهايي په ګډون د څو صنعتي ښارونو د بندېدو او نړيوال طلب د کمېدو له امله د اپرېل په مياشت کې د نړۍ د دوېم غټ معيشيت صادرات/ برامدارات اغېزمن شوي دي.

ويل شوي د ګل په ورځ په چين کې د ګمرک/ کسټم د شمېرو ترمخه د ملک صادرات/ برامدات د 3.7فيصد اضافې سره 273.6اربه ډالرو ته رسېدلي دي، دا د مارچ په میاشت کې د 15.7 فيصده د اضافې نه ډېر کم دي.

په چين کې غټې کمپنۍ او پانګوه وال اندېښنه لري چې په چين کې د واکمنه کميونسټ ګوند د (زيرو کوېډ) پاليسۍ له امله په شنګهايي کې اکثره کاروبارونه او نور صنعتي ښارونه په عارضي توګه تړل شوي چې له امله يې د ګاډو او برقي سامانونو او نورو صنعتونو په نړيوال تجارت اغېزې کېدی شي.

XS
SM
MD
LG