لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په قدرتي ګېس ډکه سیمه ډېره بګټي کې هیضې څلور تنه مړه کړي، پینځلس سوه اغېزمن


کوټه ــــ د بلوچستان په ډېره بګټي سیمه کې- چې له قدرتي ګېس ډکه ده- د پاکو اوبو د نشتوالي په وجه خلک د خرابو اوبو څښلو ته مجبوره شوي چې له کبله یې په سیمه کې د کولرا یا هیضې ناروغي خپره شوې ده.

د ډېره بګټي ضلعې د صحت محکمې مشر يا ډي ايچ او محمد اعظم بګټي وایي د هیضې له ناروغۍ څلور تنه مړه شوي او شاوخوا 1500 تنه له دې ناروغۍ اغېزمن شوي دي:

"د روغتون د شمېرو تر مخه تر دا مهاله موږ 1500 ناروغان ژغورلي په کوم کې چې د يوه ماشوم او يوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شوي، دا ناروغي په سیمه کې د خرابو اوبو له وجې خپره شوې".

د محمد اعظم په خبره دغه ناروغي درې اوونۍ وړاندې د ډېره بګټي په پير کوه سیمه کې لګېدلې وه، وايي د څښلو د اوبو د خرابوالي يا وايرس لګېدو له کبله مخ پر زياتېدو روانه ده.

د ډېره بګټي د پيرکوه سیمې يوه قبايلي مشر قادر بګټي بيا وايي چې په ضلع کې د مړو او ناروغانو شمېر تر حکومتي شمېر زيات دی، د قادر بګټي په خبره د قدرتي وسايلو او ګېس لرونکې ضلع ډېره بګټي د ژوند له ټولو اسانتياوو حتی د څښلو له صفا اوبو ھم بې برخې ده.

قادر بګټي وي او اې ډیوه ته وویل چې په سیمه کې یې صفا اوبه نه شته او کومې چې شته هغه خرابې دي او د څښاک نه دي، وایي‌ د حکومت له لوري سم نظام نه شته چې خلکو ته دې د صفا اوبو انتظام وشي:

"دلته چې کوم حکومتي روغتون دی په هغه کې کارکوونکي نه شته، اوس چې کله دا وبا خوره شوې نو لږ عمله راغلې او درملنه يې شروع کړې ده، خو خلک له درملنې پس بیا هغه د خرابو اوبو څښاک ته مجبوره دي او بيرته هغوی په دغه ناروغۍ اخته شي".

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو پير کوه سيمې ته د ډاکټرانو د ټيمونو د لېږلو تر څنګ په ياده سيمه کې د صفا اوبو د بندوبست کولو امر کړی دی.

د صحت محکمې رپورټ دی چې په سيمه کې بيړنی حالت اعلان شوی او ډاکټران سيمې ته رسېدلي دي.

بل لوري ته بيا د ايالت په هرنايي ضلع کې هم يوه اوونۍ وړاندې د هیضې ناروغي لګېدلې وه، د هرنایي مرستيال کميشنر سردار رفيق ترين وايي 60 کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې ټول ژغورل شوي او له تېرو دوو ورځو راهيسې کوم مريض روغتون ته نه دی وروړل شوی:

"هر څه مو پر وخت قابو کړل، اوس خېر دی څه نه شته، پرون او نن کوم ناروغ نه دی راغلی، خو بيا هم زموږ ټيمونه هلته موجوده دي، اصل ستونځه د اوبو دہ، چارواکو ته مو امر کړی او صفایي روانه ده".

د ډاکټرانو په وينا هيضه یا کولرا د خرابو يا وايرس وهلیو اوبو د څښلو له امله لګېږي، د ناروغۍ پر مهال ناروغه تن د کی يا باکۍ او د دست شکایت لري، په دې ناروغۍ اخته تن کمزوری کېږي او د بدن اوبو یې کمېږي.

ډاکټران د هیضې مريض ته د صفا يا پخو اوبو د څښلو تر څنګ پر وخت ډاکټر ته تللو لارښوونه کوي.

د روغتیا د نړيوالې ادارې ډبليو ايچ او رپورټ دی چې د صحت، خوراک او څښاک په هکله د نړۍ په وروسته پاته هېوادونو لکه افریکايي هيوادونو، یمن، هندوستان، پاکستان، افغانستان او نورو ملکونو کې هیضه ناروغي زياته لیدل کېږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG