لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وایي د ای ایس ای د مخکیني مشر جنرل فیض حمید په اړه د سیاستوالو بیانونه "بېخي نامناسب" دي


اسلام اباد ــــ د پاکستان پوځ د استخباراتي ادارې ای ایس ای د مخکیني مشر او د پېښور د اوسني کور کمانډر جرنل فيض حميد په اړه د لوړ پوړو سياستمدارانو له خوا بيانونه "ډېر نامناسبه" بللي دي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان د پوځ د مشر لپاره د يو غدار بنګالي سپه سالار يا جرنيل مير جعفر ټکی کارولی وو او ویلي یې وو چې د "نيوټرل" یعنې بې طرفه خو ځناور وي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې له خوا مېډيا ته په لېږل شوي بيان کې ويل شوي، چې د پېښور کور د پاکستان د پوځ یو "روښانه جوړښت" دی او د دوو لسيزو راهيسې د ترهګرۍ ضد ملي جګړې مشرى کوي.

وروسته ډي جي ای ايس پي آر ميجر جرنل بابر افتخار له يو شخصي ټيلیویژن سره په خبرو کې وويل:

"دا بيان د يو ګوند په اړه نه دی، په تېرو ورځو کې د ټولو غټو سياستوالو له خوا داسې بيانونه ورکړی شول کوم چې د ادارې او مشرانو وقار او مورال ته زيان رسوي".

پرون پخواني ولسمشر آصف علي زرداري او د مسلم ليګ ن مرستيالې صدرې مريم نواز د جنرل فيض حميد په اړه سخت بيانونه ورکړي‌ وو، چې د سپیناوي لپاره یې د زيارت- پنجشنبې په ورځ د ای ايس پي آر غبر ګون مخې ته راغی.

څېړونکي وايي چې پوځ به کله په سياسي چارو کې "ګوتې وهلې" نو هغه وخت به پرې هم نيوکې کېدې او اوس یې چې ځان "بې پلوه" کړی دی نو اوس پرې هم نيوکې کيږي، کومه چې ډېره د حيرانتيا خبره ده.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د پوځ يو پخوانى جرنېل او د دفاعي چارو څېړونکی طلعت مسعود وويل "زما په خيال دې کې شک نه شته چې يو وخت وو چې پوځ به د عمران خان ملاتړ کاوه خو اوس هغوى ويلي چې د چا پلویتوب به نه کوي او دا زمونږ کار نه دی چې د يو حکومت ملاتړ وکړو".

د جنرل طلعت په وينا په دې باندې ټول خلک تبصرې کوي چې پوځ د سياست نه ځان بې پلوه کړی دی او زياته یې کړه چې په دې کې هيڅ شک نه شته چې وړاندې دوى د تحريک انصاف ملاتړ کاوه او اوس یې نه کوي او همدغه وجه وه چې د دوى حکومت ختم شو او اوس د ياد ګوند خلک په پوځ سختې نيوکې کوي.

نوموړي وويل چې د هيواد د آیین لاندې په سياست کې د پوځ هيڅ کردار نه شته او په نورو جمهوري هيوادونو کې په سياست کې د پوځونو څه کردار نه وي خو د دې دا مطلب نه دی چې دغه هيوادونه پرمختګ نه کوي.

د پي ټي ای مشرانو له خوا د سمدستي انتخابونو د يوې پوښتنې په ځواب کې مېجر جرنل بابر افتخار وويل چې سمدستي انتخابونه کول د سياستمدارانو کار دی او د پوځ په دې کې هيڅ کردار نه لري.

ډي جي ای ايس پي آر وويل چې غټ چېلنجونه ورته پراته دي او د پوځ د قيادت پام ددغو زمه واریو پلو او د هيواد خوندي ساتلو ته دی. نومږړى وويل:

"دا وخت چې کوم سياسي صورتحال دی د پوځ دې کې هيڅ عمل دخل نه شته، سياستوالو او مېډيا ته خواست کوو چې مونږ دې له دې هر څه نه لرې وساتي".

د پوځ د نوي سرلښکر د ټاکنې په را پورته شوي نوي بحث باندې بابر افتخار وويل چې دا يوه مهمه چوکۍ ده او د دې د ټاکنې طريقه په ایین کې واضحه ده او وخت راتلو سره به دا ټاکنه وشي، خو بغير د څه وجې په دې اړه بيا بيا بحث کول دا چوکۍ لانجمنه کول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG