څېړونکي او خبريالان وايي ځينې سياسې ډلې او نور تنظيمونه په ټولنيزه رسنيو او نورو مطبوعاتي ادارو باندې جعلي خبرونه او غلط مالومات د خپلو سياسي ګټو او مقصدونو د پاره خوروي او د داسې مالوماتو په ټولنه بد اغېز کېږي. دوی وايي د عامو خلکو سره سره خبريالانو د پاره هم دا يو غټ چيلنج جوړ شوی چې ناکره خبرونه وپېژني. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې: