لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قادر پټېل: امنيت او د خلکو منفي عقيده د پوليو وايرس ختمېدو ته لوی خنډونه دي


قادر پټېل په بنو کې پریس کانفرنس ته د وینا په مهال.
قادر پټېل په بنو کې پریس کانفرنس ته د وینا په مهال.

پېښور ــــ د پاکستان د صحت وفاقي وزير قادر پټېل وايي امنيت او د خلکو منفي عقيده د پوليو وايرس د ختمېدو په لار کې تر ټولو لوی خنډونه دي۔ وايي پوليو قطرې يواځې د ماشومانو روغ صحت او د ټول عمري معذورتيا نه بچ کېدو ذريعه ده او که چېرې څوک شکمن دي نو ماهرين به يې ځواب ورکړي.

د صحت وفاقي وزير قادر پټېل د بنو ضلعې خصوصي دوره کړې. هغه دا دوره په داسې مهال کړې چې په اپرېل کې 21 مياشتې وروسته د شمالي وزيريستان څخه پرله پسې دوه پوليو کيسونه رپورټ شوي.

قادر پټېل له مېډيا سره په خبرو کې ويلي چې ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي د هر مور پلار "ديني او دنياوي" فريضه ده او بايد هر تن خپل ماشومان د دغه خطرناک وايرس په ضد وېکسين کړي.

قادر پټيل د خيبرپښتونخوا د پوليو ادارې مشرانو او پوليو اعلي چارواکو تر څنګ په بنو کې د پوليو وايرس څخه متاثره ماشومانو او د هغوی د کورنۍ له غړو سره ليده کاته کړي دي.

په دې موقع وفاقي وزير ويلي دي چې بايد د ټولنې هر تن د پوليو ضد څاڅکو په حقله دا پيغام عام کړي چې دغه دوه قطرې ماشومان د ټول عمر له معزورتيا څخه ژغوري.

خبريالانو ته د وينا پر مهال پټېل ويلي چې د خيبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې په دې مهال د پوليو پروګرام په اړه د امنيت خراب صورتحال او بيا د څاڅکو په حقله د خلکو منفي فکر تر ټولو لوی خنډونه دي.

نوموړي ويلي چې د صوبې د جنوبي ضلعو تر څنګ یې شمالي او جنوبي وزيريستان ته خصوصي توجه کړې ده او د دغو سیمو د پاره يې د پولیو د ختمولو خصوصي بندوبست کړی دی.

بل خوا د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې ډپټي کوارډينېټر زمين خان مومند په دې اړه وي او اې ډیوه ته ويلي چې د ټاسک فورس خصوصي غونډو لاندې به د روانې مياشتې په 23 مه نېټه پوليو ضد کمپاين چلوي.

زمين خان مهمند وايي "د وفاقي وزير د راتګ مقصد او مطلب همدغه دی چې مونږ د پوليو وايرس د خاتمې د پاره هر ممکن کوښښ کوو، مونږ غواړو چې دې وطن نه د پوليو وايرس ختم شي".

زمین خان مومند وایي هم په دې لړ کې یې د مې له 23مې نيټي نه تر 27مې نيټې پورې د کمپاين چلولو پرېکړه کړې ده چې وایي دا به د پاکستان په کچ وي. مومند وایي هر مور پلار ته پکار ده چې خپلو ماشومانو ته په دغه کمپاين کې خامخا پوليو ضد وېکسين ورکړي:

"خدای دې نه کړي که چرې پوليو ضد څاڅکي ورنه کړي نو د پوليو متاثره ماشومانو محمد صالح او فوزيه په شان به تل عمري معذوره شي. دغه والدين به نه يواځې په خپلو ماشومانو احسان کوي بلکې په مونږ او په ټول پاکستان به احسان کوي".

د يادونې ده چې پاکستان کې 21 مياشتې وروسته ړومبی پوليو کېس د اپريل په 22مه نېټه او دويم په 29مه نېټه د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيريستان له ميرعلي سيمې څخه رپورټ شوي وو.

د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز وينا ترمخه 15 مياشتنی ماشوم په دواړو پښو او لاسونو او دوه کلنه فوزيه په يو اندام معذوره شوې وه. ايمرجنسي اپريشن مرکز وايي دواړو اغېزمنو ماشومانو ته بنيادي ټيکې او پوليو ضد څاڅکي نه دي شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG