لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپايي اتحاد: طالبان په خپله تګلاره کې د افغان ولس غوښتنې په پام کې نه ساتي


واشنګټن- د افغانستان د پاره د اروپایي اتحاد استازي ټومس نکلېسن ویلی دي، طالبان خپله تګلاره کې د افغان ولس غوښتنې په پام کې نه ساتي او ملګرو ملتونو ویلی دي د افغانستان ښځې به په خپل ځان د تعليم، روزګار او نور پابندې ونه مني.

ده ویلي، له عادي ژوند څخه د ښځو په لېرې کولو سره به طالبان ښایي له ستونزو څخه د هېواد د رواېستلو توان و نه لري.

د افغانستان د پاره د اروپایي اتحاد استا‌زي ټومس نېکلېسن وېلی دي داسې ښکاري چې په هېواد کې واکمن طالبان د خپل ولس غوښتنو ته غوږ نه نیسي.

ټومس نېکلېسن دا خبرې په افغانستان کې د طالبانو، د هېواد د پخوانيو مشرانو او د ښځو د حقونو د پاره د کارکونو په ګډون د یو شمیر ډلو سره د یوې اونۍ لیدنو کتنو وروسته له ای اېف پي خبري‌ ادارې سره په یوې مرکه کې کړي.

نېکلېسن ویلي، ښځې بغاوت نه غواړي او نه د جامو خبره کوي بلکه دوي خپلې کورنۍ ته د خوراک غوښتنه کوي. دوي د تعليم، صحت او د کار روزګار د مواقعو خبره کوي.

د مارچ په میاشت کې طالبانو په ناڅاپي ډول د جونو په وړاندې تر شپږم پورته ټولګي بند کړل.

د تېر اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو ویلی وو چې جونو ته به د تعليم حق ورکول کیږي.‌

نېکلېسن ویلي چې څنګه طالبانو خپل ولس او نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړی وې، دوي پر هغسې عمل نه دی کړې.

په داسې حال کې نړيواله ټولنه په دې سوچ کې پرېوتې ده چې پر طالبانو څنګه باور وکړي او له دوي سره څنګه روزګار وکړي چې دوي خپله د خپلو ژمنو په شا کيږي.

ټومس نېکلېسن ویلي، چې طالبانو تر دې وخت پورې د جېنکو د ښونځیو یا سکولونو د بېرته خلاصولو نېټه نه ده ښودلې.

ټومس نېکلېسن زیاته کړه، که د جونو او هلکانو د پاره سکولونه په سمدستي‌ ډول خلاصيږي نو دا به یوه مثبت خبره وي.

داسې نه ده چې نړۍ به په دویمه ورځ د طالبانو واک په رسمیت وپیژني، خو دا به یو داسې ګام وي چې ښاېي هېواد بېرته شاتګ نه بچ کړي.

نېکلېسن ویلي، چې له تعليم سره سره د ښځو او د کم شمیره ډلو د حقونو، ‌د امنیت او نورې ستونزې هم وجود لري‌ چې دوي پرې لا خبرې کوي.‌

نېلکېسن زیاته کړه، اروپایي اتحاد ګڼي، چې افغانستان د محدودیتونو لوري روان دی او ښځو چې کومې لاس ته راوړنې وې،‌ هغه ترې بېرته اخېستل کیږي.‌

د ای اېف پي ترمخه طالبانو پر ښځو د محرم نه بغېر په بهر ګرځېدلو او په ځینو سرکاري نوکرو پابندي‌ لګولی ده.

تېره اونې د طالبانو د مشر هېبت الله اخندزاده په امر په ښځو د پردې پابندي‌ ولګوله چرته چې ښځې که بهر وځي نو دوي به خپل ټول ځان پټوي.

طالبانو دا هم ښکاره کړه چې ښځې به څنګه جامه اچوي او څنګه به خوي ساتي او بیا يې زیاته کړه که داسې څوک نه کوي نو دغه ښځې او ولي‌ ته به یې سزا هم ورکوي.‌

د اوو پرمختللو‌ اقتصادي ‌ملکونو تنظيم جي‌ سېون هم د طالبانو په ورستني ګام ژورې اندېښنې څرګندی کړې دي.

او ملګرو ملتونو ویلي دي چې پر ښځو پابندې لګولو سره ښایي طالبان د واک توان نه لري.

د ملګرو ملتونو د پاره د برتانيي استازې باربرا ووډ ورډ ویلي، که طالبان داسې افغانستان غواړي نو بېا به ډېره ګرانه وي چې نړۍ او په خاصه توګه افغان ولس طالبان په رسميت وپیژني او ددغه هېواد حاکمان يې وګڼي.

ښځې د افغانستان نیمه ابادي‌ ده او دوي به هېڅکله هم په خپلو ځانونو د تعليم او روزګار پابندې و نه مني او یا داسې دې ګواکې داسې کېني چې بېخي د هر څه نه دې بې برخې شي.

د افغانستان د پاره د اروپایي اتحاد استازی ټومس نېکلېسن دا وخت په اسلام اباد کې د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي.

نېکلېسن په خپل ټويټ کې ویلی دي چې دوي د افغانستان پر حالاتو باندې خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG