لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: حکومت وايي تېل نه ګرانوو


PAKISTAN-PETROL/
PAKISTAN-PETROL/

د پاکستان د خزانې وزير ویلي، وزيراعظم ته يې د تيلو، پټرولو او ډيزلو د بيعو سېوا کولو سپارښتنه کړې خو وزيراعظم ویلي چې خلک د وړاندې نه د ګرانۍ سره مخ دی، په ولس نور بوج نه شي اچولی.

مفتاح اسماعيل دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په پاکستانۍ ميډيا داسې اوازې وې چې حکومت د 85 روپو پورې يو ليټر پټرول ګرانوي.

پاکستان کې دا وخت يو ليټر پټرول په 149 روپۍ 86 پسې او ډيزل په 144 روپۍ 15 پسې دي.

د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (15 مې) خبري غونډې ته په خبرو کې ويلي، ګراني جوړه شوې او که پټرول او ډيزل نور ګرانوو نو ګراني به ورسره نوره سېوا کيږي.

د نوموړي په وېنا هغه د تيلو د بيعو سېوا کولو سپارښتنه کړې وه خو وزیراعظم شهباز شريف ويلي چې دا وخت ګراني نه شي جوړولی او په اولس نور بوج نه شي اچولی. او زياته يې کړه خلک دې نه پرېشانه کيږي دا وخت تېل نه ګرانول کيږي.

هغه وويل په 18 مې د نړيوالې مالياتي ادارې سره په راتلونکي پروګرام خبره کوو، او د مينځ يوه لاره به را اوباسو.

د مفتاح اسماعيل په خبره نن حکومت په پټرول او ډيزلو د 120 ارب روپو سبسډي/ مراعات ورکوي، هغه تور ولګوو، چې د تحریک انصاف د حکومت له امله ډالر په بره خيژي او د روپۍ قدر کميږي.

نوموړي دا تور هم ولګوو، عمران خان د خپل حکومت بچ کولو دپاره په اخره کې پټرول لس روپۍ ارزان کړه، د 160 روپو نه يې 150 روپو ته پټرول راوستل، هغه وخت تېل په 90 ډالره وو او نن په 110 ډالره دي، که پټرول ګرانوو نو هم ګناهګار او نه يې ګرانوو نو هم ګناهګار، عمران خان بارودي سورنګ خور کړی او تللی دی، د ملک معيشيت تباه کړی دی.

د خزانې وزیر وويل، د مسلم ليګ ن په حکومت کې یو ډالر په 115 روپۍ وو او د تحریک انصاف حکومت 189 روپۍ ته ورسولو.

نوموړي زياته کړه د تحریک انصاف د حکومت د خزانې وزير شوکت ترين ويلي چې پېسې يې پرېښودي دي، خو پېسې نشته، د عمران خان حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې سره ژمنه کړې وه، چې يوه روپۍ سبسډي به نه ورکوو، 30 روپۍ به ليوي او 17 فيصده ټيکس لګوو نو د دغه وعدې ترمخه خو نن پټرول او ډيزل 150 روپۍ ګرانېدل پکار وو.

د خزانې وزیر د پاکستان تحريک انصاف په حکومت نيوکې وکړې او وې يې ويل، پاکستان د اته اربه ډالرو څيزونه د بهر نه راغواړي.

هغه وويل پاکستان زرعي ملک دی خو د څلور اربه ډالره خوراکي تېل به راغواړو، غنم او نور څيزونه راغواړو، دا وخت پاکستان د بهر نه د 75 اربه ډالرو څيزونه راغواړي او پاکستان د ملک نه بهر د 30 اربه ډالرو څيزونه ليږي، رېمټنس يا د بهر نه به 15 اربه ډالره راشي خو بيا به هم تجارتي خساره 45 اربه ډالره وي او د کرنټ اکاونټ قرضه به د 15 اربه ډالرو نه سېوا وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG