لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سبا د امریکا سفر کوي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ (17 مې) د امریکا سفر کوي، دغه خبر د پاکستان سرکاري ميډیا ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري په داسې حال کې د امریکا سفر کوي چې د پاکستان مخکني وزیراعظم عمران خان د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کېدو په تړاو تور لګوي چې امريکا د هغه د لرې کولو دپاره سازش کړی او په پاکستان کې مخالفه ګوندونود دغه سازش لاندې هغه د حکومت څخه لرې کړی دی.

خو امریکا څو ځله او په پاکستان کې د عمران خان د وزیراعظمۍ په وخت مخالفه ډلو او اوسني حکومت د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی چې امريکا د هغه د لرې کولو سازش کړی او دلته د هغه پرضد د بې باورۍ/ عدم اعتماد تحريک راوړل شوی دی.

عمران خان تېره مياشت په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی وو.

د پاکستان سرکاري ميډيا ویلي، بلاول بټو زرداري به د امریکا په سفر کې په نيویارک کې د شورو/ چهارشنبې په ورځ د خوراک د خونديتوب په اړوند په نړيواله غونډه کې ګډون کوي.

ويل شوي هغه به د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس، او صدر عبدالله شاهد او خپلو ځينو سيالانو سره هم ویني.

په لسمه مې د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د ویاند نېډ پرايس نه پوښتنه شوې وه چې د بلاول د سفر په مهال به هغه د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن سره ويني؟ هغه په ځواب کې ویلي وو، هغه دومره خبر دی چې په شپږمه مې انتوني بلینکن د پاکستان د نوي بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري سره خبرې کړې وې.

د نوموړي نه په دغه خبري غونډه کې د عمران خان په امريکا د تور لګولو پوښتنه هم شوې او هغه يې په ځواب کې ویلي وو،

"مونږ به پروپېګنډا، غلط مالومات، ناسم مالومات او دروغ د دوه اړخيزه اړيکو په لار کې خنډ جوړېدو ته پرې نه ږدو، مونږ د پاکستان سره اړیکو ته ارزښت ورکوو".

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو او د عمران خان د تورونه وروسته د امریکا او پاکستان سره اړيکې نورې ترينګلې شوي دي.

څيړونکي وايي، د پاکستان نوی حکومت هڅه کوي چې د امریکا سره خپلې اړیکې په ځای او پراخه کړي خو وايي دا به کتل وي چې امریکا د پاکستان سره تعلقاتو کې اوس هغه هومره دلچسپي لري او که نه، کومه چې یې پخوا درلوده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG