لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر د 195 روپو نه سېوا شوی


د امریکايي ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ پرله پسې غورځيږي او د پرون راهسې نزدې يوه نيمه روپۍ ډالر نور ګران شوی او روپۍ راغورځېدلې ده.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو اتحاديه وايي، نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (17 مې) په پرانستي مارکيټ کې يو ډالر په 195روپۍ او 50 پېسې دی، تيره ورځ يو ډالر په 194 روپۍ او 60 پېسې ريکارډ شوی وو.

د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ په داسې حال کې پرله پسې بې قدره کيږي، چې په پاکستان کې اقتصادي کار پوهان وايي، په ملک کې اقتصادي او غېر يقيني صورتحال روان دی.

د پاکستان د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د پاکستان درامدي بل سېوا دی، تجارتي خساره سېوا کيږي حکومت ته يې سپارښتنه کړې هغه څيزونه چې ضروري نه دي د بهر نه راغوښتل دې ودرول شي.

وي او اې ډيو سره په خبرو کې هغه وويل، وزيراعظم ته يې ويلي چې د لګژري څيزونو راغوښتل دې منع کړی شي، د هغه په وېنا هغه څيزونه لکه ګاډي او ورسره نور څيزونه چې ضروري نه دي، او د هغې په سر شپږ اربه ډالره ورکول وي نو که دغه څيزونه ودرول شي نو دا شپږ اربه ډالره به بچ شي.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، څو پورې چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره خبرې نه وي شوي په ملک کې به غېر يقيني صورتحال روان وي.

د اقتصادي چارو کار پوهه سلمان شاه وايي، په روان وخت کې د ايي اېم اېف سره د پاکستان خبرې ضروري دي، پکار ده چې پاکستان خپلې مسلې د نړيوالې ادارې سره شريکې کړي او اداره چې کومې خبرې تجويز کړي نو په هغې عمل هم پکار دی.

هغه وویل که د ايي اېم اېف سره خبرې نه کيږي نو دغه غېريقيني صورتحال به روان وي.

د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ويلي، سبا په 18 مې د ايي اېم اېف سره خبرو ته کښېني.

په وروستيو کې د پاکستان مرکزي بېنک ويلي وو چې د بېنک غېر ملکي زر مبادله ذخیره 190 ملينه ډالره راکمه شوې او دا لس اعشاريه 31 بلينه ډالره ته راکوزه شوې ده.

د پاکستان د خزانې وزارت وايي، د روان مالي کال په لسو مياشتو کې (د جولايي نه تر اپرېل پورې) تجارتي خساره 39 اعشاريه دوه اربه ډالرو ته رسېدلې ده، په تېر مالي کال 2020 او 21 کې هم په دې موده کې تجارتي خساره 23اعشاريه اته اربه ډالره وه، او په دې کې 65 فيصده اضافه شوې ده.

بل لور ته د حکومت د وېنا ترمخه د روان مالي کال په لسو مياشتو کې د پاکستان برامدات 26 اعشاريه دوه اربه ډالره ته رسېدلي او په تېر مالي کال کې 20 اعشاريه نهه اربه ډالره وو، او په دې کې 25 اعشاريه پينځه فيصده اضافه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG