لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خارجه وزير بلاول بټو زرداري د امريکا خارجه وزير انتوني بلنکن سره ليدلي


نيويارک ــ د پاکستان خارجه وزير بلاول بټو زرداري په لومړۍ سرکاري دوره امريکا ته رسېدلی او د چهارشنبې- شورو په ورځ يې د امريکا له خارجه وزير انتوني بلنکن سره په نيويارک کې ليده کاته کړي دي.

د دواړو خارجه وزيرانو ترمنځ دا ملاقات د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې شوی دی.

په دې ملاقات کې د امريکا خارجه وزير انتوني بلنکن وويل دا يې د پاکستان د نوي خارجه وزير بلاول بټو زرداري سره لومړی ملاقات دی او مقصد يې د خوړو د خونديتوب په غونډه کې ګډون کول دي.

د پاکستان خارجه وزير بلاول بټو زرداري وويل پاکستان د خوړو د خونديتوب، امنيت، اوبو، توانايي او نورو يو شمېر ستونځو نه خبر دی او دا غونډه به ښې نتيجې ولري.

نوموړي وويل دا يوه موقع ده چې د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو ښه کولو لپاره په ګډه کار وشي، تجارتي اړيکې ښې شي، امريکايي او پاکستاني سرمايه کار په ګډه کار وکړي او دواړه هېوادونه به د دا رنګه موقعو د زياتولو لپاره هم هڅې کوي.

ښاغلي بلینکن زياته کړه د خوړو خونديتوب يو نړيوال چېلنج دی او په خصوصي توګه د روس له خوا په اوکراين د حملې وروسته دا چېلنج لا زيات شوی دی ځکه چې وایي د دې له امله 40 مليونه نور خلک هم د خوړو د خونديتوب نه محرومه شوي دي. وایي دا يوه موقع ده چې په نورو معاملاتو هم خبرې وکړي.

د بلاول بټو زرداري او ښاغلي بلینکن ترمنځ دا ملاقات په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان لويې لويې جلسې کوي او په هره جلسه کې په امريکا تور لګوي چې د هغه وخت د مخالفه ګوندونو په مرسته يې د هغه حکومت ختم کړی دی.

خو امريکا او د شهبازشريف په مشرۍ د هغه وخت مخالفه ګوندونو بيا بيا دا تورونه رد کړي وو او ويلي يې وو چې عمران خان په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک په کاميابېدو له څوکۍ څخه لرې کړی شوی وو.

څېړونکي وايي د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان له خوا دې تورونو او تېر کال د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې شوې دي.

د پاکستان د خارجه وزير تر سوګند پورته کولو وروسته امریکې ته د بلاول بټو لومړۍ سرکاري دوره ښيي چې پاکستان د امريکا سره خپلې اړيکې ښې کول غواړي.

بل اړخ ته ځيني څېړونکي دا هم وايي چې د پاکستان موجوده حکومت او د دې وزيران د دغو اړیکو د ښه کولو هڅه وکړي خو کتل به دا وي چې دوی د پرېکړې کولو څومره توان لري ځکه چې وایي په پاکستان کې اوس هم د اسټېبلشمنټ کردار مضبوط دی او حکومت به د هرې پرېکړې په وړاندې ضرور د هغوی سره مشاورت کوي.

د پاکستان خارجه وزير بلاول بټو زرداري د چهارشنبې- شورو په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي سیکرټري انتونيو ګوتېریش سره هم ملاقات کړی دی. د پاکستان د خارجه وزارت تر مخه دا ملاقات د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې شوی دی.

په دې ملاقات کې ښاغلي بلاول بټو زرداري د پاکستان له خوا د بېلا بېلو هيوادونو سره د اړيکو ترڅنګ د هند انتظام لاندې کشمير په حواله خبرې شوې دي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG