لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان طالبان وایي د دوی په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي خبرې کامیابه شوې


واشنګټن ـــ په افغانستان کې واکمنو طالبانو منلې چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ یې د مذاکراتو منځګړتوب کړی او وایي دغه مذاکرات کامیابه شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې د پاکستان د حکومت استازیتوب چا کاوه.

د اعلی درجې سرچینو وي او اې ته وویل چې د پاکستان د پوځ د یو اعلی کمانډر او د استخباراتي ادارې ای ایس ای د مخکیني مشر لیفټینینټ جنرل فیض حمید په مشرۍ ډلې روانه اوونۍ د ټي ټي پي له استازو سره ناستې کړې دي.

د وي او اې د رپوټ له مخې په کابل کې دغه ورځنۍ خبرې اترې پټې ساتل شوې دي. د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ټي ټي پي د خبرو تایید کړی دی.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي حکومت یې د دغو خبرو کوربه او منځګړی وو. مجاهد د شورو- چارشنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي:

"د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو".

تحریک طالبان پاکستان هم د شورو- چارشنبې په ورځ یو بیان خپور کړی چې پکې وایي د کابل د واکمنو طالبانو په منځګړتوب یې "مذاکرات روان دي". ټي ټي وایي په کوچني اختر کې اعلان کړې لس ورځنۍ ډزبندي یې د مې میاشتې تر 30مې غزولې ده.

له دغو مذاکراتو څخه له نیژدې خبرې د ټي ټي پي او د پاکستان د امنیتي ادارو سرچینې وایي د دغو خبرو په نتیجه کې د پاکستان له زندانونو د ټي ټي پي په درځنونو بندیان خوشي کړل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان په دغو بندیانو کې د دوی دوه مهم قومندانان مسلم خان محمود خان هم شامل دي.

رپوټونه وایي دغه بندیان خپلو کورنیو ته ور پرېښوول شوي دي چې وایي یا خو یې خپلې سزاوې پوره کړې دي او یا د پاکستان حکومت له خوا د توندروۍ د مخنیوي په مرکزونو کې ساتل شوي وو.

په دغو مذاکراتو کې د ټي ټي پي د استازو نومونه تر اوسه په رسمي توګه مخې ته نه دي راغلي خو د وي او اې اردو د خبر له مخې ځینو افغانو خبریالانو ویلي چې د ټي ټي پي د پلاوي مشري خپلې د دې ډلې مشر مفتي نور ولي مسید کوله.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نه دي ویلي چې ایا خپله د تحریک طالبان پاکستان مشرانو په دغو مذاکراتو کې ګډون کړی که یې په استازیتوب بل څوک ورغلي وو. مجاهد لیکلي:

"د افغانستان اسلامي امارت د خیرغوښتنې په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه د یو بل د زغملو او انعطاف هیله کوي".

د پاکستان امنیتي سرچینې په ټینګار سره وایي که د سولې د بهیر په نتیجه کې دوی وهڅول شي چې خپلې کورونو ته را ستانه شي او عادي ژوند پیل کړی، د ټي ټي پي د زیاتو "توندروه" وسلوالو لپاره به "قانوني بخښنه" بیا هم نه وي او دوی به له قانون سره مخ کېږي.

د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان تر منځ‌ دا مذاکرات په داسې وخت کې کامیابه شوي چې د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پر پاکستاني ځواکونو د ټي ټي پي بریدونه زیات شوي وو او له کبله یې د طالبانو او اسلام اباد اړیکې خرابې کړې وې.

پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې تور پورې کوي چې پاکستاني وسلوال طالبان د افغانستان په خاوره کې پټ دي او وخت په وخت له هغه ځایه په پاکستان کې د ترهګرۍ حملې پلانوي خو تېر افغان حکومت دا تورونه رد کړي او د طالبانو اوسني حکومت هم ویلي چې خاوره به یې د هیڅ ګاونډي خلاف نه استعمالېږي.

افغان طالبانو د تېر 2021م کال په وروستیو کې هم د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ د خبرو کوربتوب وکړ، چې په نتیجه کې یې یوه میاشتنۍ ډزبندي وشوه، خو ټي ټي پي د ډزبندۍ له غزولو ځکه انکار وکړ چې وایي پاکستاني چارواکو له دوی سره د کړي تړون سرغړونه کړې او د دوی بندیان یې نه دي خوشي کړي.

XS
SM
MD
LG