لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د وزيراعلی عبدالقدوس بزنجو پرضد د بې باورۍ قرارداد جمع شوی


کوټه ـــ د بلوچستان اسمبلۍ غړيو په روان کال کې په دوهم ځل د صوبې د اعلی وزير پرضد د بې باورۍ يو بل قراداد جمع کړی، دوی غواړي وزيراعلی عبدالقدوس بزنجو له څوکۍ لرې کړي.

په کوټه کې د چارشنبې- شورو په ورځ د بلوچستان پخواني وزيراعلا او د بلوچستان عوامي ګوند مشر جام کمال، د پاکستان تحريک انصاف ګوند پارليماني مشر سردار يارمحمد رند او د ملتپال عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر اصغرخان اڅکزي په مشرۍ د اوسني وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو پر ضد د تحريک عدم اعتماد قرارداد په اسمبلۍ کې جمع کړل شو، چې ورباندي د ايالتي اسمبلۍ د څورلس غړو دستخطونه شوي دي.

د بلوچستان عوامي پارټۍ ګوند مشر او د بلوچستان پخوانی اعلی وزير جام کمال علياني د قرارداد جمع کولو پر مهال رسنيو ته وويل چې د مير عبدالقدوس بزنجو حکومت ناکامه شوی دی او نور يې حکومت د چلېدو نه دی:

"د اوسني مرکزي حکومت د جوړولو پرمهال د پي ډي ايم د سياسي ګوندونو د اتحاد پاکستان ډيموکرېټک غورځنګ مو په دې شرط ملاتړ کړی وو، چې د بلوچستان اوسني اعلی وزير قدوس بزنجو له څوکۍ په ليري کولو کې به هغه به راسره همکاري کوي".

د جام کمال د دې خبرو په اړه د پي ډي ايم د ګوندونو کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د بلوچستان ايالتي مشر سردار يار محمد رند د بزنجو په مشرۍ اوسنی حکومت په کرپشن يا درغلي تورن کړ او ویې ويل چې "په سپينه ورځ سرکاري نوکرۍ د پيسو په بدل کې پلوري".

د جام کمال او د سردار يار محمد رند له لوري د درغلۍ او نورو تورونو په اړه مو د حکومت دريځ معلومولو لپاره د ايالتي حکومت وياندې فرح عظيم شاه ته پر موبايل زنګ وواهه او وټسپ پيغام مو ورته پرېښوو خو د رپورټ د جوړلو تر وخته يې ځواب ونه وايه او نه هم په دې اړه د حکومت لخوا کوم دريځ مخې ته راغلی.

وتلی خبريال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي، "د بې باورۍ قرارداد د راوړلو لامل دا دی، چې بزنجو خپل حکومت په ښه توګه نه دی چلولی، يو لامل یې دا دی چې په باپ [بلوچستان عوامي ګوند] کې خپلمنځي جنګ هم دی، ګروپونه دي".

د بې باورۍ قرارداد به کاميابه شي که نه ؟ شهزاده ذولفقار يې په ځواب کې راته وويل، "که اسټيبلشمنټ نيوټرل يا غيرجانبدار پاته شي او مذهبي ګوند جمعيت علما اسلام يې ملګرتيا وکړي، نو کاميابه کېدای شي".

په بلوچستان کې په تېرو اتو مياشتو کې دا دوهم ځل دی، چې د صوبې د اعلی وزير مير عبدالقدوس بزنجو پر ضد د اسمبلۍ غړي د بې باورۍ يا عدم اعتماد قرارداد جمع کوي. خو په اول ځل کې هغه کاميابه نه شوه۔

تر دې وړاندې تېرکال په ستمبر مياشت کې د بلوچستان نېشنل ګوند او جمعيت علما اسلام له لوري د هغه وخت د وزير اعلا جام کمال علياني پرضد د بې باورۍ قرارداد جمع کړل شو، پر قرارداد تر رايه اخيستلو مخکې جام کمال له خپلي څوکۍ استعفی ورکړه.

د تحريک عدم اعتماد په نتيجه کې د جام کمال پر ځای عبدالقدوس بزنجو د صوبې اعلی وزير و ټاکل شو. جام کمال او قدوس بزنجو دواړه له باپ ګوند سره تعلق لري.

په بلوچستان اسمبلۍ د ټولو غړو شمېر 65 دی، د تحريک عدم اعتماد د کاميابۍ يا ناکامۍ لپاره لږ تر لږه د 33 غړو رايه د تحريک په حق يا ضد کې اچول ضروري ده.
د اوسني تحريک د جمع کوونکو غړو دعوه ده چې دوی د تحريک د کاميابه کولو لپاره ضروري شمېر پوره کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG