د پاکستان د ماليې مرکزي ادارې (اېف بي ار) ته سپارښتنه کړې چې په سمدستي ډول د غېر خوراکي توکيو په درامداتو او لګژري یا د تعیش او ارام په څيزونو باندې ماليه/ ټېکس سېوا کړی شي، چې د دغه لارې د پاکستان درامدات راکم کړي.
بل لور ته حکومت ويلي، د اېف بي ار په وړانديزونو د بهر څخه د 80 نه په زیاتو توکيو راغوښتو د بندېز لګولو پرېکړه شوې ده، او د خزانې وزارت ویلي، حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) نه د شپږ اربه ډالره پور ترلاسه کولو دپاره په ځینو اصلاحاتو کولو سلا شوی چې پکې په تيلو او بجلۍ ورکړی شوي رعايتونه بيرته اخستل شامل دي.
د پاکستان بزنس ريکارډر ورځپاڼې د مالي مرکزي محتسب ډاکټر محمود جاه له قوله ویلي چې مالي مرکزي ادارې ته یې په هر ډول غېر ضروري څيزونو او لګژري سامانونو د ماليې سېوا کولو سپارښتنه کړې ده.
او ډان ورځپاڼې د سرچينو له قوله ویلي، حکومت د 80 نه په زیاتو توکيو چې د بهر څخه راغوښتل کيږي د بندېز لګولو پرېکړه کړې ده د دې دپاره چې ملکي تجارتي خساره راکمه کړي.
ويل شوي په دغو څيزونو کې په موبايل ټيليفونو، غېر ملکي ګاډو، درامدي مشينرۍ، ټايلونو او کاسمېټک سره په ګڼ شمېر نورو توکيو د ممکنه بنديز او مالي سېوا کولو پرېکړه شوې ده.
پاکستان دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې د خزانې وزارت ویلي د پاکستان تجارتي خساره په ريکارډ کچه سېوا کېدو پله روانه ده، غېر ملکي زر مبادله ذخیره يواځې نزدې د دوه مياشتو د درامداتو برابر راکوزه شوې او په پرانستي مارکيټ کې د پاکستانۍ روپۍ قدر د ډالر په مقابله کې د 200 روپو پورې رسېدلی دی.
د اسلام اباد په اسلامک پوهنتون کې د اقتصاد د څانګې استاذ ډاکټر معراج الحق وايي، د پاکستان سره د تجارتي بل يا خسارې راکمولو هم دغه لاره ده او د هغه په نظر دا يوه ښه پرېکړه ده.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل، چې د بهر نه راغوښتونکو څيزونو د بندېز سره به بهرنی بل کم شي او د هغې سره به د کرنټ اکاونټ خساره راکميږي.
"د حکومت سره بله لار نشته ما سېوا د دې چې کوم لګژري څيزونه دي يا هغه څيزونه چې د هغې نه بغېر ګوزاره ګرانه وي، په هغې بندېز لګول دي يا په هغې ماليه زياتول دي، هم د دې لارې تجارتي او کرنټ اکاونټ خساره کمېدی شي".
اقتصاد پوهه امرین سوراني وايي، پاکستان د میاشتې په سر د بهر نه د شپږ اربه ډالرو څيزونه راغواړي، او که په غټو څيزونه باندې بندېز ولګي نو د هغې سره تجارتي خساره راکمېدی شي او ډالر ورسره هم په ځای ودرېدی شي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وویل، "په پټرولو او ډيزلوچې کوم رعايتونه دي هغه ختم کړی شي نو دې سره به د پاکستان په حکومت او خزانه بوج راکم شي او د پټرولو بيعې سم ځای ته راوستل د اقتصاد د ودې دپاره ډېر ضروري دي".
هغې وویل، که حکومت په داسې څيزونو بندېز لګوي یا ماليه سېوا کوي په کومو چې درامدي بل کم وي نو بيا خو هيڅ فايده نه کوي خو که حکومت په داسې څيزونو ماليه زياته کړي يا بندېز ولګوي د کومو درامدي بل چې سېوا وي نو دې سره به درامدي بل او د پاکستان تجارتي خساره راکمه شي.
بل لور ته راپورونه وايي، پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د پور ترلاسه کولو په سرپه دې خبره سلا شوی چې په تيلو او بجلۍ ورکړی شوي رعايتونه ختم کړي، خو ورسره دا هم ويل شوي چې حکومت به دغه رعايتونه په مرحله واره توګه ختموي.
روان کال د فرورۍ په 28م نېټه د پاکستان تېر حکومت په تیلو او ډيزلو رعايتونه ورکړي او د دې قيمتونه يې د را روان بجټ پورې په ځای د ساتلو ويلي وو، چې په غبرګون کې يې مالياتي ادارې ویلي وو چې پاکستان ته به دغه رعايتونه ختمول وي.
اقتصاد پوهان وايي حکومت مجبوره دی چې د اقتصاد د ښه والي دپاره سختې فېصلې وکړي خو ورسره پوهان وايي د دغو سختو فېصلو سره به په ملک کې ګراني ډېره سېوا شي.