لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نېشنل اکاونټس کمېټۍ: روان مالي کال کې به اقتصادي پرمختیا 5.97% ته ورسېږي


مردان ـــ د پاکستان د منصوبه بندۍ وزارت نېشنل اکاونټس کمیټې د کال 2021-22 د مجموعي پېداوار یا جي ډي پي د نویو شمېرو منظورې ورکړې او ویلي یې دي چې روان مالي کال 2022 کې به اقتصادي پرمختیا 5.97% ته ورسېږي.

روان کال په مالي بجټ کې مجموعي د پرمختیا شرح 4.8% مقرر کړی شوې وه، اقتصادي پوهان وایي دا شمېرې د کال 2015 او 16 په بنیاد جوړې کړی شوې دي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وي او اې ډیوه ته ویلي په دې کې هیڅ شک نه شته چې په مجموعي توګه اقتصادي پرمختیا شوې خو وایي دا هم کتل دي چې دغه پرمختیا په کوم بنیاد شوې او دا بیا د خفګان خبره ده چې دا پرمختیا د زیاتو درامداتو په بنیاد شوې ده:

"کله چې هم درامدات زیاتیږي نو تجارتي او کرنټ اکاونټ خساره سېوا کیږي او په بهرني اکاونټ باندې فشار سېوا کیږي چې له وجې یې د روپۍ قیمت غورزیږي او ددې پرمختیا نه هغه ګټې نه ترلاسه کیږي چې ورسره د پاکستان برآمدات زیات شي".

سجاد احمد وایي بې شکه چې مجموعي پیداوار زیات شوی خو پوښتنه دا ده کومه داسې مشینري درآمد شوې چې زمونږ برآمدات سېوا کړي او داسې کوم څیزونه راغلي چې پاکستان خپل موبایلونه جوړول شروع کړي:

"موټرې جوړوي، ټایرونه جوړوو او کوم سولر سسټم مو جوړ کړی چې مونږ د درامداتو نه بچ کړي، داسې کوم درامدات شوي چې زمونږ پیداواري صلاحیت زیات شي او زمونږ برآمدات سېوا شي نو هله به دا اقتصادي پرمختیا ګټې ورکړي".

روان مالي کال نړیوالې مالیاتي ادارې ای ایم ایف او نړیوال بېنک په پاکستان کې د اقتصادي پرمختیا شرح 4% او 4.3% مقرر کړې ده.

نېشنل اکاونټ کمیټې په خپل رپوړټ کې وایي دغه پرمختیایي شرح ښیي چې د پاکستان اقتصاد د کرونا وبا وروسته د بحالۍ طرفته روان دی. په رپورټ کې ویل شوی په کال 2022 کې اقتصادی حجم د 346.7 اربه ډالره نه 380 اربه ډالره ته زیات شوی.

رپوټ وایي د في کس امدني د کال په سر د 1676 ډالره د اندازې نه 1798 ډالره ته رسېدلې او په مجموعي توګه په زرعي څانګه کې 4.40%، صنعتي پیداوار 7.19% د خدماتو په څانګه کې 6.19% اضافه ریکارډ کړی شوی خو بیا په ملکي کچه د غنمو پیداوار یو میلین مېټرک ټن راکم شوی دی.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او اې ډیوه ته وایي په فرورۍ کې وزارت خزانه ویلي وو ملکي اقتصاد ورو شوی او د کال په اخر کې ددغو شمېرو کمي یا زیاتي امکان لري:

"دا شمېرې د کال 2015 او 16 په بنیاد شوې او په دې کې زیاتوالی د درامداتو، خدماتو او استعمال په بنیاد راغلی دوی وایي د غنمو او پومبې هدفونه نه دي پوره شوي".

اقتصادي پوهان وایي د پاکستان اقتصادي پرمختیا زیات تره په درامداتو اډاڼه لري او پاکستان ته به برآمدات زیاتول وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG