لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آي اېم اېف: نړیوال اقتصاد د ګرانۍ او کمزورې اقتصادي ودې د خطرې سره مخ دی


واشنګټن ـــ نړیواله مالیاتي اداره آي اېم اېف وايي نړیوال اقتصاد د زیاتې ګرانۍ او کمزورې اقتصادي ودې د خطرې سره مخ دی کوم چې به په ټوله نړۍ کې د خلکو د ژوند معیار په ښکته بوځي.‌

آي اېم اېف پېشبیني کړې چې روان کال به په ټوله نړۍ کې ګراني زیاته وي. د آي اېم اېف د اندازې ترمخه په ترقي کوونکو ملکونو کې به روان کال اوسط ګراني ۸.۷ فیصده او په ترقي یافته ملکونو کې به ګراني ۵.۷ فیصده وي.

آي اېم اېف ویلي په یوکراین باندې د روس د حملې له کبله نړیواله اقتصادي وده نوره هم خرابه شوې چې د وړاندې نه د کرونا وبا په وخت په نړیوال طلب او رسد کې د توازن د نشتوالي له کبله د ستونځو سره مخ وه. آي اېم اېف ویلي د یوکراین جنګ به د نړۍ اقتصادي وده نوره هم کمزورې کړي او ګراني به زیاته کړي.‌

د ټولۍ نړۍ ترڅنګ پاکستان هم د ګرانۍ او بې روزګارۍ په شمول د اقتصادي چېلنجونو سره مخ دی او د ملک کمزوري اقتصاد ته وده ورکولو لپاره یې د شورو- چارشنبې په ورځ‌ د نړیوالې مالیاتي ادارې نه د یو ارب ډالره قرض اخستو لپاره دوحه کې په داسې وخت خبرې اترې شروع کړي چې د امريکايي ډالر په مقابله کې د پاکستاني کرنسۍ قدر ډېر کم شوی. په پاکستان کې د شورو- چارشنبې په ورځ په خلاص مارکیټ کې يو ډالر په 200 روپو خرڅ شوی.

د پاکستان د شماریاتو د مرکزي ادارې ترمخه د اپرېل په میاشت کې په ملک کې د ګرانۍ شرح ۱۳.۳۷ فیصد رېکارډ‌ کړی شوې چې په تېرو دوه کالونو کې د ګرانۍ ترټولو زیاته شرح ده.

د امریکې د خزانې سېکترې جېنټ یلن د تېر شورو- چارشنبې په ورځ‌ د خراب نړیوال اقتصاد خبرداری ورکړی او وېلي په ټوله نړۍ کې د اقتصاد وضع د چېلنجونو او غېریقیني حالاتو سره مخ ده.

د جرمني په بون ښار کې د اووه مالداره ملکونو د مشرانو د غونډې وړاندې د خبرو په وخت نوموړې وېلي د خوراکي سامانونو او توانایۍ زیاتو بېعو په ټوله نړۍ کې جمود پېدا کړی په کوم کې چې پېداواري صلاحیت کمزوری شي خو ګراني او خرچې زیاتې شي.

د شورو- چارشنبې په ورځ‌ امریکا کې د کورونو د عام ضرورت د استعمال سامانونه خرڅوونکو دوکانونو یوې لویې کمپنۍ‌ «ټارګیټ» د زیاتو خرچو له کبله د آمدن خراب رپورټ‌ راتلو وروسته د امریکې د سټاک مارکیټونه ډېر پرېوتي وو.

د شورو- چارشنبې په ورځ‌ د امریکې ډاو جوندز انډسټرییل اېورج ۱،۱۶۴ یا ۳.۶ فیصده پرېوتی وو چې د ۲۰۲۰کال راهسې په امریکاي سټاک مارکېټ کې ترټولو بده ورځ وه.

جېنټ یلن وېلي ګراني او په خصوصي توګه د خوراکي سامانونو او تېلو زیاتېدونکې خرچې به د نړیوال مشرانو لپاره په راتلونکو میاشتو او اوونیو کې د اوږدې مودې او زیات اثر لرونکې فکرمندۍ وي خو نوموړې زیاته کړې د نړۍ د نورو ملکونو په نسبت امریکا د اقتصادي چېلنجونو مقابله کولو لپاره په زیات ښه ځاې ولاړه ده.

د امریکې د وال سټریټ جرنل ورځپاڼې ترمخه اقتصاد پوهانو د روان کال لپاره د نړیوالې اقتصادي ودې پېش بیني پداسې حال راکمه کړې چې د یورپي‌ ملکونو او چین اقتصادي وده کمزورې شوې.

چین روانه هفته په خپل یو تازه رپورټ‌ کې ویلي چې د اپرېل په میاشت کې د خلکو خرچې او ملکي پېداوار ډېر کم شوی چرته چې حکومت د کرونا واېرس مخنیوي لپاره په ټول ملک کې په کاروبارونو او د خلکو په تګ راتګ باندې سخت بندیزونه لګولي.

د برتانیې مرکزي بېنک ددې وړاندې خبرداری ورکړی چې ملک د اقتصادي بحران سره مخ کېدی شي.

د امریکې او یورپ مرکزي بېنکونو د ګرانۍ مخه نیولو لپاره د سود شرح کې د نور زیاتوالي راوستو تګلاره خپله کړې. د امریکې مرکزي بېنک،‌ فېډرل ریزرو تېره میاشت د سود په شرح کې نیم فیصد زیاتوالی راوستی او روان کال څو ځله نور د سود په شرح کې د نیم فیصد زیاتوالی اراده لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG