لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوبۍ کې افغان سوداګر غواړي د افغانستان د هوایي ډګرونو قرارداد دې عرب اماراتو سره وشي


دوبۍ ــــ په متحده عرب اماراتو کې د افغان سوداګرو او د طالبانو د چارواکو یوه غونډه شوې چې متحده عرب اماراتو کې مېشتو سوداګرو پکې له طالبانو غوښتي د افغانستان د هوایي میدانونو انتظام دې د عرب اماراتو حکومت ته وسپارل شي.

طالبانو ورته ویلي د افغانستان د هوایي میدانونو په هکله لا رسمي فیصله نه ده شوې، خو د عرب اماراتو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې آیا دغه هوایي ډګرونه سمبالولو غواړي او یا یې له طالبانو سره په دې اړه خبرې شوې دي که نه.

په غونډه کې د طالبانو د وزیراعظم مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانیکزي، د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه او د سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ګډون کړی.

افغان سوداګرو دوی ته ویلي چې په افغانستان کې چلېدونکي پینځه هوایي میدانونه دي او د طالبانو تر واکمنۍ مخکې به د متحده عرب اماراتو اوو الوتکو ترېنه نړیوال پروازونه کول خو اوس د عربي اماراتو يو اېرلاین هم د افغانستان سفر نه کوي او يواځې د افغانستان یو اېرلاین عرب اماراتو ته راځي.

افغان سوداګرو غونډې ته ویلي چې د افغانستان نه زیاتره سامان به په الوتکو کې عرب اماراتو ته راوړل کېده خو د پروازونو بندېدو سره دغه تجارت ته زیان رسېدلی او اوس د افغانستان نه سامان د دریم هیواد په لور عرب اماراتو ته راوړل کېږي چې خرچه او کړاو یې سېوا شوی او ګته یې کمه شوې ده.

د افغانستان د هوایي میدانونو په هکله غونډې ته د افغان طالبانو چارواکو وویل چې له متحده اماراتو، قطر او ترکي سره د انتظام په هکله یې خبرې روانې دي خو لا پای ته نه دي رسېدلې او د افغان سوداګرو غوښتنه به د انتظام ورکولو په لړ کې مخې ته کښېښودل کیږي.

په عرب اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا مشر حاجي عبیدالله صدرخېل په دې هېواد کې د مېشتو افغان سوداګرو او مسافرو شته ستونزې راغلي پلاويو ته په ګوته کړې او له دوی څخه یې دا سوداګرو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه.

صدر خیل غونډې ته دا وینا په مهال وویل چې په افغانستان کې غټ کاروبار کوونکي افغانان زیاتره په عرب اماراتو کې مېشت دي، وایي يو اې اي کې درې لکه افغانان مېشت دي:

"دوی ځانګړې ستونځې لري تر ټولو مهمه ستونځه د نړیوالو پروازونو بندېدل دي، بیا افغان مسافرو ته پاسپورټونه نه میلاویږي".

عرب اماراتو کې د افغان سوداګرو مشر د مجلس ټولو ګډونوالو له طرفه د راغلو مشرانو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د نړیوالو هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګرونو د کنټرول چارې دې د عربي اماراتو د هوایي چلند سمبال شرکتونو ته وسپارل شي.

دوی دا وړاندیز په داسې وخت کې کړی چې د افغان طالبانو چارواکو د هوایي میدانونو د انتظام په اړه له قطر او ترکي سره خبرې روانې وې خو تر اوسه افغان طالبانو فیصله نه ده کړې، چې له کبله یې افغانستان ته زیاتره نړیوال پروازونه نه کېږي.

غونډی ته ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې د ټولو سوداګرو ته د مرستې او همکارۍ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ او ویې ویل چې د هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګرونو قرارداد یې تر اوسه د چا سره نه دی لاسلیک کړی. برادر وویل:

"زه به د میدانونو د قرارداد په هکله د [افغانستان] د هوایي چلند مسئولینو سره وګورم او د افغان سوداګرو وړاندیز او غوښتنه باندې به ژور غور وکړي".

افغان سوداګرو په عربي اماراتو کې د مسافرو لپاره د نویو چاپ شوو پاسپورټونو د نشتوالي په اړه د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانیکزي ته خپل وړاندیز او اندېښنه وړاندې کړه، په ځواب کې یې هغه وویل کابل ته له رسېدو سره سم به عربي اماراتو ته د نویو چاپ شویو پاسپورتونه د لېږلو لپاره ګړندي ګامونه اخستل کېږي.

د طالبانو مشرانو افغان سوداګرو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته ورشي او په هره برخه کې چې غواړي له حکومت سره له نیژدې خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړي.

یاده دې وي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان له سخت مالي بحران سره مخ شوی چې له کبله یې د دې هېواد سوداګرۍ ته ډېر زیان رسېدلی او زیاتره تجارت یا خو ولاړ دی او یا د تاوان سره مخ شوی دی.

په متحده عرب اماراتو کې افغان سوداګر چې افغانستان کې غټه سرمایه لري له طالبانو غوښتنه کوي داسې ګامونه دې اوچت کړي چې سوداګرو ته د ګټې زمینه برابره شي او د افغانستان اقتصادي ستونځې راکمې شي.

  • 16x9 Image

    عرفان بهادر

    عرفان بهادر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د وي او اې ډیوه رېډیو د خبریال په توګه کار کوي. هغه هلته د پاکستان او افغانستان د مېشتو مسافرو د ستونځو او د عربي اماراتو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG