په دوبی کې د انساني حقونو ځینو هندي فعالانو یوې دستورې ته وویل تر څو چې د یو هېواد خلک اقتصادي خپلواکي او مذهبي آزادي و نه لري نو ژوند به یې له ستونزو سره مخ وي
په متحده عرب اماراتو کې یو شمېر پاکستاني کاروباریان د رینیوبل توانایی سامان جوړوي او په نړیواله کچه د توانایی ذخیره کولو سامان هم ایکسپورټ کوي د دغه کاروبار کونکو لخوا یوی غونډه کې ویل شوي، پاکستان کې د توانایی غټه مسله دا ده چې له بهر نه په ایمپورټ شویو تیلو انحصار کوي نو نرخ یی سېوا وي.
په دوبۍ کۍ د پاکستان جنرل کونسل ویلي، چې د متحده عرب اماراتو حکومت ګڼو پاکستاني بندیانو ته سزاګانې بخښلي او هغوی یې خوشې کړي دي هغه وايي چې نور پاکستاني بندیان به هم خوشې او خپل هېواد ته به واستول شي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په متحده عرب اماراتو کې پاکستان سوشل سینټر شارجه د روژه ماتي د غونډې انتظام کړی چې په کې د پاکستان جنرل کونسل په شمول ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړ
په متحده عرب اماراتو کې د مذهبي مشرانو او سفیرانو دپاره د یوې روژه ماتي دستوره شوی په دغې دستوره کې ویل شوي چې په نړیواله کچه د هیوادونو ترمنځ د اړیکو په جوړلو کې مذهبي مشران مهم رول لوبولی شي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په متحده عرب اماراتو کې امدادي تنظیمونه هر کال کارکونکو مسافرو ته په جوماتونو کې د وړیا روژې ماتې انتظام کوي د دغو تنظیمونو د غړو په وینا د روژې ماتې خوراکونه ورته د ځایی عربانو په شمول د بیلابیلو هیوادونو وګړي راوړي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په متحده عرب اماراتو کې د پلاسټیک استعمال کمولو دپاره ګامونه پورته کیږي چې ماحول د استعمال شوي پلاسټیک د بدو اغیزو نه وساتل شي په دغه بهیر کې د داسې کاروبارونو ملاتړ کیږي چې چاپیریال د پلاسټيک د نقصان نه بچ ساتلو لپاره متبادل محصولات جوړوي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په متحده عرب اماراتو کې د ټرانسپورت په برخه کې کاروبار کونکي پاکستانیان وايي، کار یې هغه وخت ښه وي چې موټر یې په نغدو پیسو اخیستی وي. دوی وايي، که ګاډي په پور واخلي نو بیا دومره ګټه نه کوي. تفصیل د عرفان بهادر به راپور کې.
په متحده عرب اماراتو کې د ګاډو سمولو کاروبار کونکي پښتانه وایی که څه هم تعلیم یی نه دی کړی خو هنر یی زده کړی او سم کار ورته پیدا شوي. د دوي په وینا زحمت به ګالي چې ځان ته داسې کاروبار شروع کړي لکه چې دوي اوس پکې نوکري کوي.
پاکستان کې د جايداد کاروبار کوونکي وايي چې د انتخابونو نه وړاندې د جایدادونو نرخونه کم دي نو که بهر میشت پاکستانیان جايداد واخلي ورته به ګټه وکړي په متحده عرب اماراتو کې د یو شمېر ټیکدارانو لخوا پراپرټي ایکسپو کې د پاکستان د بیلابیلو سیمو پروژې راوړل شوي.
په متحده عرب اماراتو کې د پاکستانیانو کاروباري هلې ځلې زیاتې شوي د دوبۍ چیمبر اف کامرس د یو رپوټ تر مخه سږ کال د پاکستانیانو لخوا د کمپنیو په رجسټر کولو کې 59 فیصده زیاتوالی راغلی.
د متحده عرب اماراتو د خوراکي توکو په پلورنځیو کې په ګڼ شمېر پاکستانیان کار کوي متحده عرب امارات خپل زیاتره خوراکي توکو له نورو هېوادونو څخه واردوي او د سمندري بندرونو له لیارې بیا هول سېل مارکېټونو ته وړل کېږي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې اورئ.
د متحده عرب اماراتو نه پاکستان ته د سږ مالي کال اګست میاشت کې 43 فیصده کمه سرمایه استولی شوې د پاکستان مرکزي بینک د رپوټ ترمخه د نورو عربي هیوادونو نه هم په لیګل شوې سرمایه کې د څو میاشتو راهیسې کموالې راغلی.
رپوټ: له متحده عرب اماراتو څخه د پاکستانيانو لخوا هېواد ته د پیسو په لېږلو کې ۳۵ فیصده کموالی راغلی د پاکستان د مرکزي بینک د رپوټ تر مخه له سعودې عرب نه هم د پیسو لېږلو اندازه کمه شوې ده.
د متحده عرب اماراتو په شارجه کې د پېښور یو ځوان د روایتي خوراکونو یو رسټورانټ پرانیستی او له خپل کاروبار څخه خوشحاله دی. دغه ځوان وايي، لس کاله مخکې مسافر شوی او په اول کې یې د ټرانسپورټ کاروبار وکړ خو بیا ورته معلومه شوه چې د پښتنو خوراکونه هم ځانګړي مینوال لري نو رسټورانټ يې پرانېست.
ډاکټران وايي، په ګرمۍ کې د څرمن د ناروغتيا نه د بچ کېدلو د پاره سن سکرين لګول او ډېرې اوبه څښل غوره کار دی په عرب اماراتو کې د زیاتې ګرمۍ د لاسه خلکو ته د پوستي یا څرمن د بیماریو لګېدو امکانات زیات دي.
په متحده عرب اماراتو کې اسونه په ډېر شوق ساتل کېږي او په لوړو بیو له اروپايي هېوادونو څخه راوستل کېږي. په اسطبلونو کې دا اسونه د اوږدو منډو لپاره تیارېږي او ورته ځانګړي خوراکونه ورکول کېږي. د اسونو د ساتلو او روزلو په دې ځایونو کې ډېر پښتانه هم کار کوي. نور تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په متحده عرب اماراتو کې کاروباريان وايي، سږ کال خلکو په جايداد اخېستلو کې ۴۷ فیصده زیاته پانګونه کوي. په دوبۍ کې د جايداد کاروبار کونکو يو دستوره شوې چې پکې د جایدادونو اخېستلو په هکله خبرې شوي. نور تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په متحده عرب اماراتو کې د کوچني اختر په مناسبت په شارجه کې یو بازار لګېدلی چې پکې افغانانو هم د کلتوري توکو سټالونه لګولي. سوداګرو ویلي، چې په دغه بازار کې ډول ډول افغاني جامې او په افغانستان کې جوړ شوي سامانونه هم نندارې ته وړاندې کېږي. بشپړ تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
نور کتل