په متحده عرب اماراتو کې د کوچني اختر په مناسبت په شارجه کې یو بازار لګېدلی چې پکې افغانانو هم د کلتوري توکو سټالونه لګولي. سوداګرو ویلي، چې په دغه بازار کې ډول ډول افغاني جامې او په افغانستان کې جوړ شوي سامانونه هم نندارې ته وړاندې کېږي. بشپړ تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان کونسلګرۍ دغلته مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو ورکول پیل کړي دي خو مسافر یې د زیاتې بیې نه سرټکوي. کونسلګرۍ ویلي، لومړی هغو ماشومانو ته پاسپورټونه ورکوي چې په دې وروستیو کې هلته زېږېدلي وي. نور تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې
د دوبۍ په سنا پور سیمه کې د روژې په مناسبت د ارزانه څېزونو د اخېستلو لپاره یو بازار لګېدلی په دوبۍ کې اوسېدونکي مسافر وايي، دوی د ورځې کارونه کوي او ماښام له روژه ماتې وروسته له خپلو ملګرو سره دغه بازار ته ورځي. مسافر سرټکوي چې، په سږنۍ روژه کې ګراني زیاته شوې. نور حال د عرفان بهادر په راپور کې
په عرب اماراتو کې د روژې میاشت په مناسبت د نقاشي يو نندارتون شوی چې پکې 32 هنرمندانو خپلې تصویري نمونې نندارې ته ایښي. دې نندارتون ته " الف" نوم ورکړل شوی او زیاتره پکې مذهبې نقاشيانې کیښودل شوې. د انتظام کونکو په وینا مقصد یی د هنرمندانو په نظر د انسان او آلله تر منځ نیغه په نیغه تعلق ښودل دي
د نړۍ نزدې 80% خځله د بيا پکار راوستلو جوګه ده خو يواځې څلور سلنه برخه يې بيا پکار راوستلی شي، کارپوهان په عرب امارات کې د چاپیریال د پاک ساتلو او د موسمي بدلون د بدو اغېزو نه د نړۍ د ژغورلو په اړه کانفرنس ته کارپوهانو ويناګانې کړي او د خځلې په بيا پکارولو يې ټينګار کړی.
په متحده عرب اماراتو کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو مېرمنو ژمنه وکړه چې له بې وسه ښځو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په دوبۍ کې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستندویه سامانونو د راټولولو کمپاین پیل شوی چې هره ورځ ترې یو کانټینر سامان برابرېږي.
په متحده عرب اماراتو کې ځینې پښتانه سوداګر د موټرو د پرزو یا سپېر پارټس کاروبار کوي.
په متحده عربي اماراتو کې د کال ۱۹۶۳ راهیسې پاکستانیانو یو ټولنیز مرکز جوړ کړی چې د ۱.۴ میلیونو پاکستانیانو نمایندګي کوي. عرفان بهادر
تېر کال په 2021 کې د پاکستان نه عرب هېوادونو ته په مزدورو پسې د تلونکو شمېره د 60000 نه زياته شوې ده، په 2020 کې 224750 کسان او په 2021 کې 286648 کسان سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، قطر، بحرېن او عمان ته تللي دي.
په عربي متحده اماراتو کې پښتانه دوکانداران وايي، سږ کال یې کاروبار ښه دی او بازارونه پرانیستي دي. افغان سوداګر بیا وايي، کار یې ښه دی خو د هېواد په اړه اندېښمن دي. عرفان بهادر
په متحده عربي اماراتو، په خصوص په دوبی ښار کې ګڼ شمېر پاکستانیان په کارونو بوخت دي. په پردي ملک کې روزګار پیدا کول او بیا ترقي کول، ډېره مشکله ده. د خیبرپښتونخوا یو وګړی آصف اقبال چې لس کاله مخکې دوبی ته تللی، په دې رپوټ کې قصه کوي چې څنګه یې روزګار ترقي کړې ده. عرفان بهادر له نورو جزییاتو سره:
په متحده عرب اماراتو کې د پاکستان قونصلګرۍ يو موبايل اېپ جوړ کړی اوس خلک کولی شي چې د دغه اېپ د لارې خپلې مسلې نېغ په نېغه د قونصلګرۍ سره شريکې کړي.
نور کتل