لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مرکزي بېنک وایي مارچ کې بهرمېشتو پاکستانیانو هېواد ته درې ارب ډالره لېږلي


د پاکستان د مرکزي بېنک شمېرو ترمخه بهرمېشتو مسافرو په مارچ کې کورونو ته د تېرې میاشت په مقابله کې 31 فیصده زیاتې پیسې لېږلې دي. په متحده عرب اماراتو کې کاروبار کوونکي وایي د نوي حکومت جوړیدو سره هیواد ته غټه سرمایه لېږل پیل شوې ده.

د پاکستان اقتصادي شمېرې ښیي په عربي هیوادونو کې ژوند کوونکي پاکستانیان خپلو کورونه ته د پیسو لېږلو سره او کاروبار کوونکي په خپلې سرمایه کارۍ سره هیواد ته اقتصادي فایده رسوي.

د پاکستان د مرکزي بېنک د شمېرو ترمخه د مارچ په میاشت کې پاکستان ته د سعودي عرب نه 703.1 ملینه ډالر او د عرب اماراتو نه 548.5 ملینه ډالر لېږل شوي دي.

د کارپوهانو په وینا پاکستان ته په پیسو لېږلو کې د کاروبار کوونکو غټ لاس دی.

د یو سیاسي ګوند مشر میا منیر چې عرب اماراتو کې کاروبار کوي وایي د نوي حکومت جوړېدو سره کاروبار کوونکو هیواد ته د سرمایه کارۍ په غرض د کرنسۍ انتقال سېوا کړی. هغه وي او اې ډیوه ته وویل:

" اوس بیا پاکستان ته په پیسو لېږلو کې زیاتولی راغلی ځکه چې نوي حکومت خپل کار شروع کړی او څنګه چې مسافر خپلو کورونو ته پیسې لېږي یا کاروبار کوونکي سرمایه کاري کوي نو دې سره پاکستان ته فایده میلاویږي".

په عرب اماراتو کې د کرنسۍ یو کاروبارکوونکی آصف راټور وایي که څه هم په پاکستان کې نوی حکومت جوړ شوی خو وایي اقتصادي ستونزې لا شته او روځ تر بله د کرنسۍ ارزښت ته نقصان رسوي. ښاغلي راټور وي او اې ډیوه ته وویل:

"د کرنسۍ په نرخونو کې د استحکام نه راتلو غټه وجه دا ده چې د پاکستان برآمدات ډېر کم دي او درآمدات یې سېوا دي، مطلب ګټه کمه ده او خرچه سېوا نو یا چې دا برابر شي یا ایکسپورټ زیات کړی شي څنګه چې هندوستان کړي او بنګله دېش".

دغه شان د عرب اماراتو له یوې غټې کرنسۍ ایکسچینج سره کار کوونکې فایزه وي او اې ډیوه ته ویلي چې عربي هیوادونو کې د کارکوونکو تنخاګانې معلومې وي خو وایي داسې پاکستانیان هم شته چې زیاتې پیسې ګټي او پاکستان ته په پیسو لېږلو کې لاس لري:

"دلته داسې خلک شته چې ډېره ګټه کوي يواځې کارکوونکي نه دي، که مونږ د دوی لېږلو پیسو ته ګورو دوی نه بغیر هم پیسې ګټونکي شته او تعداد یې دیرش نه څلویښت فیصده پورې دی او هیواد ته غټې پیسې لیږي ".

عرب اماراتو کې د عامر په نوم د یو پښتون مسافر په وینا په پاکستان کې ګراني سېوا شوې ده او د مخکې څلویښت زره اوس د اتیا زرو برابرې دي. عامر وایي:

"زه خو نهن کالو نه مسافر یم په دوبۍ کې، درې څلور کاله مخکې به ما دېرش څلویښت زره لېږلې نو ګزاره به پې کېدله د کور هغه سرکل پې روران وو اوس تنخا هغه ده خو کرنسي پرېوتې ده ډېرې رغیږي [جوړيږي] پاکستانۍ روپۍ خو خرچه نه قابو کیږي ".

په دوبۍ کې د پاکستان د کونسلګرۍ د یو پخواني غړي ادیم خان په وینا د کاروونکو سره دلته میشت کاروبار کوونکي هم وطن ته په پیسو لېږلو کې لاس لري ځکه نو کله ریمټنس یا خپلو کورونو ته د پیسو لږ کم شي او کله سېوا شي. ادیم خان وايي:

"د پاکستان کاروبارکوونکي دلته ډېر چمتو دي او دوی نه یواځې د ځان د پاره بلکې د پاکستان دپاره هم د ګټې سبب جوړیږي او دوی هم پاکستان ته د دلته نه ریمیټنس لیږي".

د پاکستان مرکزي بېنک شمېرې وایي په مارچ کې بهر میشتو پاکستانیانو درې بلینه ډالره هیواد ته لېږل شوې دي چې وایي زیاته برخه یې د عربي هیوادونو نه لېږل شوې دي.

خو متحدہ عرب امارات کې د مېشتو پاکستانیانو په وینا هیواد غټې سرمایه کارۍ ته اړتیا لري او د مسافرو لخوا کورونه ته پیسې لېږل د پاکستان په اقتصاد بوج کموي خو د اقتصادي خپلواکۍ لار نه ده او پکار ده چې پاکستان کې کاروباري ماحول جوړ کړی شي .

  • 16x9 Image

    عرفان بهادر

    عرفان بهادر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د وي او اې ډیوه رېډیو د خبریال په توګه کار کوي. هغه هلته د پاکستان او افغانستان د مېشتو مسافرو د ستونځو او د عربي اماراتو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG