لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دبلوچستان اؤ وزیرستان خلکو سره خبرو ته تیار یو


دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره ورځ خپله پلرنۍ سیمه میانوالي کې یوې جلسې ته د وینا په وخت ویلي هغه دبلوچستان اؤ وزیرستان دخلکو په شمول هرچا سره خبرو ته تیار دی.

خو دشمالي وزیرستان نه قامي اسمبلۍ کې دخلکو منتخب استازی محسن داوړ وایي هغه ته نه ده معلومه چې د وزیرستان دخلکو نه دعمران خان مراد څه دی ځکه چې خبرې خو هغه دټي‌ ټي‌ پي سره شورو کړې دي.

وزیراعظم عمران خان ویلي هغه غواړي چې ستونزې په سوله ییز ډول هوارې شي اؤ ددې لپاره هرچا سره خبرو ته تیار دی.

هغه ویلي حتی دهغه چاسره هم خبرو ته تیار دی چې نظریه یې دده نه جلا ده “هغه که هرګوند سره تړاؤ لري که دبلوچستان قبایل دي اؤ که د وزیرستان خلک ټولو سره به خبرې کیږي”

خو وزیراعظم په دې موقعه سپینه کړې چې یوازې هغه چا سره خبرې نه کوي چې د ولس پیسې یې په غلا بهرنیو وطنونو ته تښتولي دي.

وزیراعظم عمران خان دبلوچستان اؤ وزیرستان دخلکو سره دخبرو دا وړاندیز وروسته له هغې کړی چې اوړمه ورځ په بلوچستان ګوادر سیمه کې په لسګونو زره خلک دخپلو حقونو لپاره سړکونو ته راوتلي وؤ اؤ یو ستر احتجاج یې کړی ؤ.

په بلوچستان کې وخت په وخت په جبر دلادرکه کسانو کورنۍ هم احتجاجونه کوي اؤ سږکال داپریل میاشت کې وزیراعظم عمران خان بلوچیان نه دلادرکه کسانو دکورنیو غړو سره لیدنه کې هغوئ ته باور ورکړی ؤ چې دجبري بې درکیو په ضد به قانون جوړولی شي.

خو وروسته ددغو کورنیو غړو وویل چې وزیراعظم ورسره په لیدنه کې کومې ژمنې کړې وې هغه یې سرته نه دي رسولي.

دملي جمهوري ګوند مشر اؤ شمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د وزیرستان خلکو سره د وزیراعظم عمران خان د خبرو وړاندیز ته خپل غبرګون کې “ویلي وړومبی خو دده(عمران خان) نه داتپوس کول غواړي چې وزیرستان کې دی څوک یادوي؟”

وي او ای ډیوه ویب سره خبرو کې محسن داوړ ویلي دوئ چې تر دې وړاندې هم وزیراعظم عمران خان سره کومې ناستې کړي هغې کې عمران خان څه ډيره سنجیدګي نه ده ښودلې .

هغه وایي د وزیرستان دخلکو غوښتنې تر دې وړاندې هم وزیراعظم سره په ناستو کې هغه ته وړاندې شوي دي خو یا خو هغه ددغو غوښتنو دمنلو واک نه لري یا ورته سنجیده نه دی ،ځکه تر دې وړاندې چې کله هم مذاکرات شورو شوي نو په نیمه کې پاتې شوي دي.

د جنوبي اؤ شمالي وزیرستان قبایلي ضلعو نه دپورته شوؤ ولسي تحریک پي ټي ایم اؤ دملي جمهوري ګوند مشران پرله پسې دحکومت نه غوښتنې کوي چې سیمه کې باید دناامنۍ،هدفي وژنو اؤ جبري بې درکیو مخه ونیسي،دلته نه ښځ ماینونه دې وویستل شي اؤ دحقایقو معلومولو لپاره دې کمیشن جوړ کړل شي.

محسن داوړ وایي دا چې اوس عمران خان وایي چې هغه په وزیرستان کې خبرو اترو ته تیار دی نو وړومبی باید معلومه شي چې هغه چا سره خبرې کول غواړي؟

“خبرې خو ده د ټي ټي پي سره شورو کړي دي ،د وزیرستان دخلکو نه مراد دده ټي ټي پي دی اؤ که نا څه بل څه کیسه ده؟”

هغه عمران خان دیو غیرسنجیده وزیراعظم په توګه یاد کړو اؤ وئ ویل” دده هم هیڅ پته نه لګي چې په کوم ټایم یې کوم اسټیشن راونیولو”

هغه وایي تر څو چې دمداکراتو خبره ده نو دا خبرې اترې څو څو ځل وړاندې هم پیل شوي خو بیا دحکومتي غیرسنجیدګۍ له امله په نیمه کې پاتې شوې دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG