لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مريم اورنګزېب: حکومت نيکټا او نيپ ته بيا کتنه کوي چې څنګه د زیاتېدونکې ترهګرۍ مخه ونيسي


د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیره مریم اورنګزېب
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیره مریم اورنګزېب

واشنګټن - د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ته ويلي حکومت يې پرېکړه کړې ده چې نيشنل کاونټر ټېررېزم اتارټي نيکټا بيا فعاله کړي او د نيشنل ايکشن پلان نيپ بيا جاج واخلي چې څنګه په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ مخه ونيسي.

مريم اورنګزېب ويلي په ملک کې ترهګري په ډېرېدو ده خو يوه خبره دې په پام کې وي “په تېر څلور کاله کې د نيکټا يوه غونډه هم نه ده شوې چې مشري يې وزيراعظم کوي. په کال 2014 کې نواز شريف د پاکستان وړومبنۍ نيشنل سيکيورټي پاليسي جوړه کړه”.

هغې دا هم ياد کړل چې د پېښور ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد نه وروستو د ترهګرۍ د مخنيوي د پاره د دوی حکومت نيشنل ايکشن پلان جوړ کړو چې ټول پارلمان په يوه خله منظور کړو.

د اطلاعاتو وزيرې وويل د پلان په ترڅ کې په وړومبي ځل ټولې صوبې، امنيتي ادارې، د پاکستان ولس او مرکزي څانګې يو ځای شوې چې څنګه په ګډه د ترهګرۍ خلاف جنګ وکړي.

هغه د پخواني وزير اعظم عمران خان نوم نه اخلي خو وايي “د څلورو کالو راهسې ياد پلان د يو سړي د سخصي ضد په وجه شا ته وغورزول شو. دا که د اوبو خبره وه، که پوليو لا ترهګري، دغې سړي پرې د چا سره خبرې نه کولې. هغه ته دا غير ضروري ښکارېده”.

مريم اورنګزېب وويل همدا وجه ده چې مرکز او صوبې په تېرو څو کالو کې د يو بله لرې شول او زياته يې کړه “په ترهګرۍ د پاليسۍ تر حده خو مرکز خبره کولی شي لا د امنيتي ادارو په اړه ويلی شي خو په دې کې د صوبو مقام د ټولو نه مهم دی”.

د مريم اورنګزېب وينا په داسې وخت کې مخ ته راغلې چې په نزدې ورځو کې په کراچۍ ښار کې درې بمي چاودنې شوي او يو په کراچۍ پوهنتون کې ځانمرګی بريد هم پکې وو چې د دريو چينايانو ښځو سره سره پکې د ګاډي ډرايور هم وژل شوی وو.

د تېر اتوار- یکشنبې په ورځ په پېښور کې دوه سيکان په ډزو ووژل شول او د زيارت- پنجشنبې په ورځ يو پوځي د جنوبي وزيرستان په مکين سيمه کې ووژل شو.

ترهګرو د شمالي وزيرستان په ميرالي سيمه کې د جينکو د امتحان مرکز ته لاسي ګرېنيډ ورويشتلی وو او په بله پېښه کې د ميرالي د ډګري کالج د دوو استاذانو ګاډي په بمونو هدف شوي وو.

پينځه ورځې وړاندې په شمالي وزيرستان کې ميران شاه ته نزدې د پاکستان د امنيتي ځواکونو يو ګاډی په نخښه شوی وو چې پکې درې پوځيان او درې ماشومان وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG