لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور او اسلام اباد کې د شېراني په ځنګلونو د لګېدلي اور په ضد احتجاجونه: «اور مړ کړئ وطن وژغورئ»


پېښور/ اسلام اباد ـــ په پېښور او اسلام اباد کې د بلوچستان او پښتونخوا په پوله د پرتې ضلعې شيراني په ځنګل کوه سلېمان د لګېدلي اور پر ضد احتجاجي مظاهرې شوې دي، احتجاج کوونکو تور پورې کړی چې دغه اور قصداً لګول شوی.

د خالي- شنبې په ورځ په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو په احتجاج کې تور پورې کړو چې حکومتي چارواکو او اړونده ادارو د اور د وژنې لپاره پر وخت ګامونه نه دي پورته کړي نو ځکه اور بې قابو شو.

مظاهره چيانو وويل اوس په ترهګرۍ کې د راګير پښتون ولس د قدرتي وسيلو بربادي روانه ده، دوی د اور مړ کولو د هلو ځلو د نور ګړندي کولو تر څنګ د خيبر پښتونخوا حکومت نه غوښتنه وکړه چې نور د غفلت نه کار وانه خلي او د سياست نه پرته په بيړنيو مرستو کې برخه واخلي.

د خالي- شنبې په ورځ د پېښور پريس کلب مخې ته دغه احتجاجي مظاهره کې د عوامې نيشنل پارټي يو شمېر کارکنانو ګډون درلود، دوی په لاسونو کې پلې کارډز [شعارپاڼې] او بېنر نيولي وو، چې په کوه سليمان يا «کيسه غر» د لګېدلي اور د مړ کولو په عرض نعرې پرې ليکل شوې وې.

د اسلام اباد پریس کلب مخې ته هم د مې په 21مه د بېلابېلو پوهنتونونو زده کوونکو او سیاسي فعالانو احتجاج کړی. دغه احتجاج د ونو د لګولو او ژغورلو د «اشر» تحریک او «نوي ژوند» ادبي او کلتوري تنظیم له خوا شوی دی چې داسې شعارونه یې ورکړي «اور مړ کړئ وطن بچ کړئ»، «د صوبايي حکومت نااهلي نه منو نه منو».

د عوامي نيشنل پارټي مرکزي سيکټري جنرل ميا افتخار حسين وويل پینځه ورځي دغه اور لګېدلی وو څوک هم نه وو خبر، وايي دې لړ کې د سوشل مېډيا فعالينو او د پښتنو قوم پرستو ګوندونو کارمندانو په ټولنيزو رسنيو خپل رول ولوبولو نو ځکه اوس د نشت برابر امدادي هلې ځلې شورو کړی شوې:

"دا د يو يا دوه هيليکاپټرو کار نه دی پکار ده ايمرجنسي کې چې څومره هيليکاپټري موجودې دي هغه ټولې راوليږي چې زر تر زره اور مړ کړي ځکه چې د ګنټې په حساب سره په لکونو ونې سوځېدلې او بيا يواځې ونې نه دي انسانان پکې سوځېدلي، قيمتي ځناور پکې سوځېدلي، په ونو کې فصل چلغوزي دي چې قيمتي ميوه ده او نن سبا د خلکو د اخستو توان نه وتلې ده دومره ګرانه ده".

نوموړي وړاندې وويل زموږ صوبې بالکل څه ګام نه دی پورته کړی،‌ وایي د هغې وجه دا ده چې د عمران خان حکومت ختم شوی دی ټول بوج په دې صوبه دی جلسې ورته دوی کوي او د ځنګلاتو آمدن په جلسو لګوي خو د ځنګلاتو بچ کېدو غم ورسره نه شته.

ميا افتخار حسېن زياته کړه "نن زما دولت په اور سوځي او د هغې د پوښتني څوک نه شته، پښتانه هسې هم ډېر په تکليف وخت تيروي دلته ترهګري ده هدفي وژنې روانې دي بيا زما ځنګلات ارادتاً حکومت سوځوي او تماشه يې کوي". د پښتونخوا یا بلوچستان حکومتونو د دې تور په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د شيراني ضلعې چارواکي وايي اور لا بليږي او د 30 کلوميټره پورې چاپېره خور شوی دی. د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې د چارواکو په وينا دا ځنګل په 26 زره اېکړه پروت دی او په يو کال کې خواوشا شپږ لکه کیلو ګرامه د ځڼغوزيو فصل پيدا کوي.

د اسلام اباد په احتجاج کې شریک د اسلامي پوهنتون زده کوونکي سعید احمد مندوخېل وي او اې ته وویل، د دوی غوښتنه دا ده چې د اور ژر مړ شي او د ځنګله په اور کې د مړو شویو او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره دې مرسته وشي:

"په دې اور کې چې کوم کلي او کورونه تباه شوي دي او ډېر خلک د اور له کبله کډه شوي دي‌ د دوی لپاره دې د معاوضې انتظام وشي، بل دې دا پلټنه وشي چې دا اور څنګه ولګېد".

وي او اې ډیوه سره خبرو کې د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبایي اسمبلۍ غړې شګفته ملک وويل د پښتنو قدرتي وسایل قبضه کړل شوي او اوس ډېره د خفګان خبره دا ده چې د منصوبې لاندې د اربونو روپیو د چلغوزې د ځنګل تباهي دوام لري:

"په پښتونخوا او بلوچستان کې کومې علاقې چې د پښتنو دي او بيا که د کوه سلېمان خبره وکو چېرته چې زيات پښتانه دي او د هغوی وسايل دي په هغه ځای باندې قصداً عمداً داسې قسمه اور لګول او د هغوی وسايلو ته زيان رسول موږ نه يواځي په سختو ټکو ددې غندنه کوو بلکې د واکمنو نه دا غوښتنه کوو پکار ده چې کوټلي ګامونه پورته کړل شي او د سنجیدګۍ اظهار دې وکړل شي".

وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په شېراني ضلع کې د صنوبر په ونو د لګېدلي اور د پېښې نوټس اخیستی او مرکزي ادارو ته يې د سمدستي کارروايۍ لارښوونه کړې ده.

هغه د ځنګله په دې اور کې د درې تنو په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او ژوبلو کسانو ته يې د درملنې د برابرتيا ویلي دي. د خيبر پښتونخوا حکومت تر دې دمه د کوه سليمان په غرونو د لګېدلي اور د مړ کولو پحقله څه ډول بيان نه دی راغلی خو د بلوچستان حکومت د دې اور د وژلو په هڅو بوخت دی.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG