لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستانکزي د طالبانو په خپل حکومت نيوکې کړي، چې ښځو ته دې د تعلیم حق ورکړل شي


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو مرستيال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي ویلي،" ښځو ته په افغانستان کې شرعي حقوق نه دي ورکړل شوی بايد چې ښځو ته د تعلیم حق ورکړل شي".

ستانکزی چې په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې برخه وو، دغه خبره پرون د اتوار په ورځ په کابل کې د طالبانو د پخواني وژل شوي مشر ملا اختر منصور د تلين دپاره راجوړې دستورې ته په وېنا کې کړې ده.

ملا اختر منصور د کال 2016م د مې په مياشت کې د بلوچستان صوبې په دالبندين سيمه کې د امریکا په بې پايلټه ډرون بريد کې وژل شوی وو.

ستانکزي وویل، "په افغانستان کې د پخوا راهسې په کليو، ښاريو او ولسوالیو کې د ښځو شرعي حقوق چا نه دي ورکړي".

هغه زياته کړه، "تراوسه پورې کونډه خپل اختیار نه لري چې مېړه وکړي، ښځې ته په ميراث کې چا حق نه دی ورکړی، حتی ښځه خپل ميراث نه شي غوښتی چې وې غواړي ټوله دنيا ورپورې خاندي".

ستانکزي وويل، ښځو ته "د تعليم حق چا نه دی ورکړی، تعلیم نن شته په افغانستان کې، خو کما حقه (چې کوم حق دی هغه نشته)، ور دې کول شي کنه حق، دا ښځې به اسلام او شريعت چرته زده کوي، خو په مدرسه او مکتب کې به يې زده کوي کنه".

نوموړي وويل، "دا د حکومت وظيفه ده چې د فساد مخنیوی وکړي"، هغه زياته کړه، "د افغانستان نيمه ابادي ښځې دي، ښځو ته بايد هغه حقوق ورکړل شي چې خدای، رسول او چې زمونږ افغاني دود و کلتور يې بولي، بايد حقوق ورته ورکول شي".

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو مرستیال وزير دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په 23 مارچ د طالبانو حکومت د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

او د طالبانو د تعلیم وزارت ويلي وو، "کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيابه مکاتبو او ليسو ته رسماً خبر ورکول شي."

د طالبانو د حکومت لخوا د جينکو دپاره په تعلیم د بندېز پرېکړه په نړيواله کچه غندل شوې او د طالبانو د حکومت نه غوښتنه شوې چې دغه پرېکړه بيرته واخلي، د يادې پرېکړې پرضد په افغانستان کې احتجاجونه هم شوي دي.

په نړيواله کچه غوښتنه شوې چې طالبان دې خپلې ژمنې پوره کړي، جينکو ته د تعلیم او ښځو ته دې د کار اجازه ورکړل شي.

په افغانستان کې چې په 15 اګست طالبان په واک کې راغلي حکومت يې تراوسه پورې یو ملک هم په رسميت نه دی پېژندلی او غوښتنه ترې کيږي چې د ټولشموله حکومت جوړولو سره دې جينکو ته د تعلیم او ښځو ته دې د کار اجازه ورکړي.

د طالبانو په واک کې د راتلو سره افغانستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په دغه هيواد کې سخته لوږه ده.

د ستانکزي وېنا چې په دولتي ملي راډيو ټيلي ويژن خپره شوې، پکې هغه دا هم ويلي چې په افغانستان کې اوس هم په ملينونو انسانان بې کاره دي، خلک د اقتصادي مشکلاتو له امله د وطن نه تښتي.

هغه وويل، "دا اوس د حکومت وظيفه ده چې دوی ته وظيفه پېدا کړي، هغه زياته کړه په سياسي ډګر کې کار شوی ډېر کار شوی خو څنګه چې لازم ده هغه شان نه دی شوی، او مشکلات شته خو د يو قوي او سياسي پېلان له مخې مونږ کولی شو چې دغه مشکلات د مخې لرې کړو".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG