لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بايډن: که چين په تایوان حمله وکړه امریکا به یې دفاع کوي


د امریکا صدر جوبايډن ويلي که چین په تايوان حمله وکړه، امریکا به د تايوان د دفاع دپاره رامخې ته کیږي. د نوموړي نه په خبري غونډه کې د تايوان د دفاع په اړوند پوښتنه شوې او هغه ويلي، هو، دوی دغه ژمنه کړې ده.

خو نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې امریکا به د تايوان کوم ډول دفاع کوي.

د وي او اې د خبر ترمخه د چين د بهرنيو چارو وزارت د صدر بايډن د بيان په غبرګون کې ويلي، چين د خپلواکۍ په اړوند هيڅ ډول ډول ګنجايش ته نه دی تيار.

صدر بايډن د اکتوبر په مياشت کې هم دغه ډول بيان ورکړی وو.

د سپيني ماڼۍ يو چارواکي ويلي، څنګه چې صدر ویلي د دوی په پاليسۍ کې بدلون نه دی راغلی، صدر زمونږ د امریکا د ون چاينه پاليسۍ او ابنای تايوان نه چاپېره تاوېدونکې امن او ثبات د پاليسۍ تکرارول دي.

په چین کې د يواځينۍ کميونسټ پارټۍ حکومت تايوان خپله صوبه ګڼي او د اوږدې مودې نه يې په لاس کې د اخستو هڅه کوي او ويلي يې دي د دې دپاره طاقت کارولو ته هم تيار دی.

چين په وروستيو کلونو کې د تايوان سره نزدې په ټاپو کې د جنګي الوتکو تمرينونه هم کړي دي.

په ټوکيو کې خبرو کې د امریکا صدر جوبايډن وويل، چين د خطرو سره لوبيږي، خو زياته يې کړه هغه تمه نه لري چې چين به د تايوان ترلاسه کولو دپاره طاقت وکاروي په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې نړۍ په اوکراين د حملې په سر د روس پرضد ولاړه ده .

د امریکا د صدر سره د جاپان وزيراعظم فوميو کېشېدا چې موجود وو، هغه په دغه اړوند په ډاګه څه نه دي ویلي چې جاپان به د تايوان د دفاع په لړ کې پوځي مداخلت کوي که نه کوي.

د امریکا صدر جوبايډن د جاپان په درې ورځني سفر دی، له دې وړاندې هغه جنوبي کوريا ته تللی وو.

XS
SM
MD
LG