لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت نړيوالې ادارې د مونکيپاکس ناروغي خورېدو اندېښنه څرګنده کړې، خو وايرس بدل شوي نه دي


د صحت نړیوالې ادارې د مونکيپاکس ناروغۍ د خورېدو اندېښنه څرګنده کړې خو ويل شوي د مونکيپوس وايرس بدل شوي نه دي. د ادارې ترمخه دا ناروغي په هغو هېوادونو کې هم مخې ته راتلی شي چرته چې دا عامه نه ده.

د راپورونو ترمخه مونکيپاکس ناروغي په افريقايي هېوادونو کې وي او دا د لسيزو پورې په بل ځای کې مخې ته نه ده راغلې، د دې ناروغۍ علامات يا نخښې په وجود وړې یا کچې دانې او خارښ وي.

د رويټرز ترمخه د خالي/ شنبې په ورځ د صحت نړیوالې ادارې ويلي وو، د مونکيپاکس 92 پېښې چې کره تاييد شوي او 28 مشکوک پېښې په هغو هېوادونو کې مخې ته راغلي چرته چې وړاندې دا ناروغي نه وه.

د ادارې ترمخه د موجودو مالوماتو ترمخه د دې ناروغۍ وايرس يا جراثيم د یو انسان نه بل ته لګي او زیات هغو کسانو ته لګي چې د يو بل سره ډېر نزدې کيږي.

بيا ځينې داسې رپوټونه هم مخې ته راغلي وو چې دغه وايرس چې په افريقايي هېوادونو کې يې وو، بدل شوي دي.

خو د صحت د نړیوالې ادارې يو لوړ پوړي چارواکي پرون په 23 مې ويلي، چې په لويديځ او منځني افريقايي هېوادونو کې موجود دغو وايرسو داسې کوم ثبوت مخې ته نه دی راغلی چې بدل شوي دي.

د روانې میاشتې په سر کې په يورپ، امریکا او منځني ختیځ کې د مونکيپاکس ځينې پېښې مخې ته راغلي دي.

د نړيوالې ادارې چارواکو ویلي، د مونکيپاکس ناروغۍ د جينيوم نه دا ناروغي مالوميږي، او که څه هم د دې تازه پېښې په يورپ، امريکا او ځینې نورو هېوادونو کې مخې ته راغلي خو ویل شوي دا ناروغي عامه خورېدونکې وبا نه ده.

د يادې ناروغۍ په اړه ويل شوي چې دغه ناروغي چاته لګېدلي وي او بل څوک ورسره ډېر نزدې کيږي هغه ته لګېدی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG