لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنيتي شورا په طالبانو غږ کړی، د بشري حقونو او ښځو د ازادۍ محدودولو پاليسۍ دې بدلې کړي


د ملګرو ملتونو امنيتي شورا (سيکيورټي کونسل) د طالبانو لخوا په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو او جينکو د بنيادي حقونو او ازادۍ په وړاندې په خنډانو جوړلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

امنيتي شورا په 24 مې جاري کړي بيان کې د طالبانو په دغه اعلان هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې طالبانو ښځو ته ویلي چې هر ځای کې به خپل مخونه پټ ساتي.

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا دغه بيان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د تېر زيارت/ پنجشنبې په ورځ (19 مې ) په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له افغاني رسنیو غوښتي چې په ټي وي باندې ښځینه کارکونکې دې د خپرونو پر وخت خپل مخونه پټ کړي.

په ټولنيزو رسنیو دغه عمل ته سخت غبرګون ښودل شوی وو.

امنيتي شورا ويلي، د طالبانو لخوا بندېزونه چې د تعلیم يا زده کړو ته رسايي، روزګار، ګرځېده، او په عام ژوند کې د ښځو پوره برخه اخستل، محدودوي دا د طالبانو لخوا د نړيوالې ټولنې د هيلو او د طالبانو د افغان ولس سره د کړو ژمنو سره په تضاد کې دي.

امنيتي شورا د طالبانو نه غوښتي چې د افغان ښځو او جينکو په بشري حقونو او بنيادي ازادۍ په وړاندې تازه لګولو بندېزونو پاليسۍ بيرته واخلي، او په دې خبره يې زور راوړی چې خپلې ژمنې پوره کړي اوزر تر زره دې د ټولو جينکو دپاره سکولونه بيرته پرانيزي.

د طالبانو حکومت په 23 مارچ د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

او د طالبانو د تعلیم وزارت ويلي وو، "کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيابه مکاتبو او ليسو ته رسماً خبر ورکول شي."

امنيتي شورا په افغانستان کې په بې ثباته سياسي، اقتصادي، ټولنيز او او امنيتي چېلنجونو هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې کوم چې د افغانانو په ژوند اغېزې کوي، او په ځانګړي ‌ډول پکې ويل شوي چې په عامو خلکو ترهګر بريدونه دوام لري، مذهبي لږکۍ او نور پکې په نخښه کيږي.

امنيتي شورا يوناما ته ویلي چې په افغانستان کې روان حالات څاري او امنيتي شورا پرې خبروي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو په سمدستي ډول د امنیتي شورا ته غبرګون نه دی ویلی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG