لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې بل پولیس افسر په وسله وال بريد کې وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې يو بل پوليس افسر د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی، شپږ ورځې وړاندې هم په پېښور کې يو پوليس افسر په وسله وال بريد کې وژل شوی او داعش یې زمه واري منلې وه.

د پېښور پوليسو نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (25 مې) په ټويټر ویلي،

"د انقلاب تاڼې په علاقه کې پوليس افسر سحر ګل نالومه وسله والو په ډزو وژلی دی".

ویل شوي، په دغه پېښه کې ککړ ټول ملزمان به زر تر زره ونيول شي.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه پوليس افسر هغه وخت په نخښه شوی چې هغه ماشومان سکول ته بوتللي او بيرته کور ته په لاره روان وو.

د پوليس افسر د وژنې زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

په 19 مې د شاپور تاڼې مشر (اېس اېچ او) شکيل خان نامالومو وسله والو په ډزو وژلی وو، داعش د دغه پېښې زمه واري منلې وه.

په 15 مې د پېښور د سربند تاڼې په حدودو کې داعش د دوه سيکانو د وژلو زمه واري هم منلې وه.

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز د شمېرو ترمخه د روان کال (2022) په لومړيو څلورو مياشتو کې د ترهګرو فعاليتونه سېوا شوي او په دې دوران کې د ترهګرۍ 97 پېښې رامنځ ته شوي چې پکې ګڼ شمېر امنيتي عسکر، عام وګړي او وسله وال وژلی شوي دي.

د يادې ادارې ترمخه د ترهګرۍ په 97 پېښو کې د امنيتې ځواکونو په ګډون 474 عام وګړي او وسله وال وژل شوي دي او نور 422 کسان ژوبل شوي دي.

او د پاکستان پوځ د اپريل په 14 مه ويلي وو چې د روان کال په لومړیو درېو مياشتو کې د وسله والو پرضد عملياتو کې 128 وسله وال وژل شوي او 270 نور نيولی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG