لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان اسلام اباد ته ورسېد: حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره پوځ را وباله


واشنګټن ــــ د پاکستان مرکزي حکومت د اسلام اباد حساسې سیمې ډي چوک ته د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره د هغه د زرګونو پلویانو له ننوتو سره په ښار کې د پوځ د ځای پر ځای کولو اعلان وکړ او د کورنیو چارو وزارت وایي پوځ د مهمو ودانیو امنیت سمبال کړ.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله پر ټویټر دغه اجازتنامه یا نوټیفیکېشن خپور کړی چې پکې ویل شوي، حکومت د پاکستان د آیین د 245مې مادې په بنیاد د اسلام اباد په ریډ زون کې د پوځ د ګومارلو اجازه ورکړې ده.

د نوټیفیکېشن له مخې په هغو مهمو ودانیو کې چې پوځ به یې امنیت ساتي سپریم کورټ، د قومي اسمبلۍ او سېنټ ودانۍ، وزیراعظم هاوس، د صدر دفتر، پاکستان سیکرټرېټ او د بهرنیو سفارتکارانو د اوسېدو ودانۍ دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت تر مخنیوي وروسته سپریم کورټ د شورو- چارشنبې په ورځ امر وکړ چې د مخکیني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لاریون دې د اسلام اباد ایچ ناین سیمې ته پرېښوول شي خو عمران خان خپلو پلویانو ته د سپریم کورټ د امر خلاف وویل چې حساسې سیمې ډي چوک ته ځانونه و رسوي.

د پنجاب په حسن ابدال سیمه کې د لنډې دمې په وخت عمران خان یو ځل بیا د شهباز شریف حکومت "له بهره راوړل شوی" وباله او ویې تر څو چې د نویو عمومي انتخاباتو نېټه نه وي اعلان شوې احتجاج به یې روان وي:

"د ولس له سمندر سره ډي چوک ته در روان یو، پولیس چې شیلنګ کوي زموږ په لیدو به دوی هم پوه شي چې دا خلک د جهاد لپاره راغلي دي".

د شورو- چارشنبې په ورځ د پاکستان له لویو ښارونو د تحریک انصاف ګوند د پلویانو قافلې د اسلام اباد پر لور روانې شوې خو وایي پولیسو د حکومت په وینا په لارو کې ورته خنډونه پېښ کړل او د دوی پر کارکنانو یې اوښکې بهوونکی ګېس وغورځاوه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي عمران خان د سپریم کورټ د امر سرغړونه کړې ده چې خپل پلویان یې ډي چوک ته ور بللي دي. رانا ثناءالله په یو بیان کې پر عمران خان تور لګولی چې وایي هغه کله هم د کوم عدالت یا ادارې درناوی نه دی کړی.

د کورنیو چارو وزیر تور پورې کړی چې د تحریک انصاف ګوند غړو د اسلام اباد ډي چوک ته پر لاره په بلیو اېریا کې ونې سوځولې او ودانیو ته یې تاوان اړولی دی. رانا ثناء الله وایي:

"[د پي ټي ای] شرخوښي کارکنان شېبه په شېبه پر پولیسو بریدونه کوي. د ریاست کار ډاډمن امن او د خلکو د ځان او مال ژغورنه ده".

د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د کورنیو چارو مخکینی وزیر شاه محمود قرېشي وایي پولیسو د ملک په بېلابېلو ښارونو کې د دوی پر پلویانو ډزې کړې دي او وایي پینځه تنه یې وژل شوي دي. قرېشي یو شخصي ټیلیویژن ته وویل:

"دوی [حکومت] اوښکې بهوونکی ګېس وغورځاوه، زموږ کسان یې ونیول، پینځه کسان شهیدان شوي، پر ښځو بریدونه کوي، په داسې حال کې مو له حکومت سره هیڅ ډول مذاکرات نه شي کېدای".

پولیسو، حکومت او نورو سرچینو لا د شاه محمود قرېشي دغه دعوه نه ده تایید کړې چې ګوندې د ګوند پینځه تنه یې په کراچۍ، اټک او لاهور کې له پولیسو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د اسلام اباد پولیسو هم پر خپله ټویټر پاڼه خبرداری ورکړی چې که چا حساسې سیمې ریډ زون ته د ورتګ هڅه وکړه وایي په سختۍ سره به مخه ونیسي. پولیسو د پي ټي ای له لاریون کوونکو غوښتي امن دې نه خرابوي او په کاڼو د پولیسو له ویشتلو او ودانیو ته له زیان اړولو دې لاس واخلي:

"د لانګ مارچ مظاهره چیانو په بلیو اېریا کې ونو او موټر سوځولي. پولیسو د اوروژنې عمله راوغوښته، په ځینو ځایونو کې اور وژل شوی خو مظاهره چیانو په په ایکسپریس چوک کې بیا ونې سوځولې دي".

حکومت تور پورې کړی چې د تحریک انصاف کارکنانو په خپلو جلوسونو کې وسلې هم را اخیستې دي، خو شاه محمود قرېشي دا تورونه رد کړي دي‌ او وایي پولیسو یې پرامنه لاریون ته خنډونه جوړ کړي.

د اپرېل میاشتې پر لسمه چې عمران خان د بې باورۍ تحریک په وسیله د وزیراعظمۍ له څوکۍ لرې کړل شوی د پاکستان په ټولو ښارونو کې یې احتجاجونه کړي او تور پورې کوي چې د ده حکومت د بهرنۍ دسیسه له لارې ختم کړل شوی او پر ځای یې شهباز شریف وزیراعظم شوی دی.

XS
SM
MD
LG