لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: عمران خان په افغانستان کې د طالبانو له هڅو سره برابر چې څه کولای شي هغه کوي


واشنګټن ـــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري وایي عمران خان د سیاست راتلونکی په یوه آمرانه او غیرجمهوري پاکستان کې ویني او وایي د زیات توندروه دریځ د خپلولو لپاره چې څه کولای شي هغه کوي:

"د امریکې مخالفو احساساتو ته لمن وهي او په افغانستان کې د طالبانو له کارونو سره سم روان دی چې په جمهوري توګه د واک د منتقلۍ ځای کمزوری کړي".

بلاول د بې باورۍ تحریک په وسیله له واکه د عمران خان لرې کېدل په پاکستان کې د جمهوریت، پارلمان او آیین پالنې یو مهم پړاو بللی او د عمران هغه دعوې یې رد کړې دي چې وایي حکومت یې د امریکې په دسیسه ختم کړای شو.

عمران خان د خپل حکومت تر ختمېدو مخکې تور پورې کړی وو‌ چې وایي امریکا له واکه د ده د لرې کېدو لپاره پاکستان ته یو خط لېږلی وو، خو نه یواځې امریکې بلکې د پاکستان پوځ هم دا خبره رد کړې وه.

بلاول بټو زرداري په جنېوا کې د نړیوال اقتصادي فورم د غونډې په څنډه کې له رویټرز خبري ایجنسۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په څه ډول چې عمران خان ټاکل شوی او په څه طریقه یې درې کاله حکومت کړی وایي دا په پاکستان کې د جمهوري پرمختګ بیرته را ګرځول وو:

"هغه پرمختګ چې موږ [د پیپلز ګوند تېر حکومت] کړی وو: د مېډیا ازادي، د عدلیې ازادي، د بشري حقونو او په مستحکم ډول زموږ له خوا د واک سپارل".

پر عمران خان د طالبانو د ملاتړ تورونه مخکې هم لګېدلي وو او هغه ته «طالبان خان» ویل شوي وو او د تېر کال په اګست کې چې افغان طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول نو ده وویل چې هغوی "د غلامۍ زنځیرونه مات کړل".

بلال بټو د پاکستان سیاسي تاریخ ته په اشارې سره ویلي چې د دې هېواد اکثر وزیراعظمان په غیرجمهري او غیرآییني توګه په بېلابېلو طریقو لرې کړل شوي دي:

"موږ یو داسې وزیراعظم [ذوالفقار علي بټو] درلود چې له خپلې څوکۍ لرې کړل شو او زېندۍ کړل شو او موږ باور لرو چې که مو د ښاغلي [عمران] خان په حکومت کې د اپوزیشن مشري کوله هم کله مو هم پر سخت دریځه سیاست باور نه درلود".

بلاول بټو زرداري لا 19 کلن وو چې د برتانیې په اکسفورډ پوهنتون کې یې زدکړې کولې او مور د پاکستان دوه ځله مخکینۍ وزیراعظمه بې نظیر بټو په یوه ځانمرګي برید کې و وژل شو او بیا هغه عملي سیاست پیل کړ.

33 کلن بلاول وایي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې دا وخت ټوله پاملرنه په نړۍ کې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په اړه چېلنجونو ته ده.

بلاول وایي له ګاونډیو هېوادونو او لوېدیځ سره هراړخیزه همکاري د پاکستان د پرمختګ لاره ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG