لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېم اېف په پاکستان زور راوړی په تېلو او بجلۍ ورکړي مراعات دې ختم کړي


نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ویلي د پاکستان سره یې رغنده بحثونه شوي، خو دغه بحثونه بې نتيجې ختم شوي او ادارې په پاکستان زور راوړی چې په تېلو او بجلۍ ورکړل کېدونکي مراعات/ سبسډي دېختمه کړي ځکه چې د ادارې په وېنا د پاکستان دغه عمل د شوې لوظنامې سرغړونه ده.

ايي اېم اېف پرون د شورو/چهارشنبې په ورځ 25 مې ويلي، د ادارې پلاوي د قطر په دوحه کې د 18 نه تر 25 پورې د پاکستاني چارواکو سره د دغه هېواد د اقتصادي ثبات په لړ کې ليده کاته کړي دي.

د ادار په خبر پاڼه کې پاکستان ته د قرض ورکولو یا پروګرام په ځای کولو نه دي ويل شوي خو دومره ويل شوي چې د پاکستاني چارواکو سره رغنده بحثونه او لوظنامې ته د رسېدو دپاره په پاليسيانو او اصلاحاتو په اړه خبرې شوي د کوم په نتيجه کې چې به اوومې جايزې ته بيا کتنه کیږي، او دا به د ايي اېم اېف د غځېدونکي فنډ په لړ کې مرستندويه وګرځي.

ويل شوي په دغو خبرو کې په ډېرو ماملاتو بحثونه شوي چې پکې د افراط زر د کمولو دپاره ګامونه اخستل او د کرنټ اکاونټ خسارې د کمولو ترڅنګ د غريبې طبقې د ساتنې خبرې شاملې دي.

ايي اېم اېف په 23 مې د پاکستان لخوا په پاليسي رېټ کې د اضافې فېصله ستايلې ده.

د پاکستان د مرکزي بینک د زري پالیسۍ کمیټې په 23 مې د سود شرحه 1.5فیصدي زیاته کړې د کوم سره چې د سود مجموعي کچه 13.75 فیصدي ته رسېدلې ده.

بینک ويلي وو د دغه ګام سره به په ملکي کچه په ګرانۍ کنټرول ترلاسه شي او په بهرني اکاونټ به فشار راکم شي، خو کاروباريانو ویلي وو، د سود زیاته شرحه به په ملکي کچه سرمایه کارۍ او اقتصادي پرمختیا ته نقصان ورسوي .

ايي اېم اېف په پاکستان زور راوړی چې په تيلو او بجلۍ د ورکوونکو مراعاتو فېصلې ته بيا کتنه وکړي، په دغه لړ کې کوټلي پاليسي ګاوونه پورته کړي چې د ايي اېم اېف د پور د پروګرام مقصد ترلاسه شي.

ادارې ویلي د راتلونکي مالي کال په بجټ کې دې په تیلو او بجلۍ ورکوونکي مراعات ختم کړی شي.

نړيوالې مالياتي ادارې د پاکستان سره د خبرو جاري ساتلو ويلي دي.

پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د امريکايي ډالر په مقابل کې دپاکستاني روپۍ ارزښت په چټکتیا سره غورځېږي او د پاکستان د مرکزي بینک د غېر ملکي زرمبادلې ذخيره هم 10.31 بېلېنه ډالرو ته راکوزه شوې ده.

د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل د ايي اېم اېف سره د خبرو نه وړاندې د تيلو او بجلۍ د مراعاتو په اړه ويلي وو، دوي غواړي چې دواړه خواوې (پاکستان او ايي اېم اېف به) په دې اړه د مينځ لاره را اوباسي.

پاکستان په وروستيو کې په لګژري يا د عېش و ارام او غېر ضروري څېزونو په درامد کولو هم بنديز لګولی دی چې پکې لګژري ګاډي او د ډول سينګار څيزونه شامل دي.

څېړونکي وايي که پاکستان د دغو څيزونو په ررامد بندېز عملي کړي نو د کال 6 ارب ډالره بچ کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG