لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د قرض اخیستو په سر تړون ته رسېدو کې ناکامه شو


واشنګټن ـــ پاکستان د نړیوالې مالیاتي ‌ادارې سره د شورو- چارشنبې په ورځ د ملکي اقتصاد د ښه کولو لپاره د قرض اخیستو په سر تړون ته رسېدو کې ناکامه شوي. د پاکستان حکومت تراوسه پورې د نړیوالې مالیاتي ادارې هغه شرطونه پوره کړي نه دي چې د تېلو او بجلۍ په بیعو کې د ملک ولس ته ورکړې اسانتاوې ختمې کړي.‌

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د خپلو سرچینو د خولې ویلي د تېلو او بجلۍ په سر ورکړل شوو رعایتونو باندې د حکومتي فېصلې د نشتوالي له کبله دا خبره واضحه نه ده چې حکومت به د روان او یا راتلونکي مالي کال په موده کې د څومره مالیاتي او یا د بهرنیو قرضو د خسارې سره مخ وي او ددې ترڅنګ به حکومت د کوم ځای نه د خسارې کمی پوره کوي.

پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف نه د شپږ ارب ډالره قرضې پروګرام لاندې راتلونکي قسط تر لاسه کولو په سر خبرې اترې کوي. آی ایم ایف د شپږ ارب ډالره قرض پروګرام لاندې پاکستان ته د ۹۰۰ میلین ډالره قسط ورکولو جاج اخلي.

د پاکستان د خزانې وزارت په یو بیان کې ویلي‌ د آی ایم ایف سره به راتلونکې هفته یا اوونۍ کې د قرض تر لاسه کولو په سر خبرې اترې جاري ساتي.

دوحه کې د پاکستان او نړیوالې مالیاتي‌ ادارې تر منځ د ۱۸مې نه تر ۲۵ مې پورې شوو خبرو اترو وروسته آی ایم ایف په خپل بیان کې ویلي د پاکستان د تېر حکومت له خوا د شپږ ارب ډالره قرض تر لاسه کولو لپاره کړې وعدې سر ته رسول شوې نه دي.‌

آی‌ ایم ایف د پاکستان له خوا د عملي تګلارې لپاره ګامونه پورته کولو په ضرورت زور راوړی چې پکې د تېلو او بجلۍ په سر ورکړي رعایتونه ختمول شامل دي.‌

د تحریک انصاف حکومت د خپلې واکمنۍ په آخري ورځو کې د فرورۍ په ۲۲مه نېټه د تېلو او بجلۍ په بیعو کې خلکو ته رعایتونه ورکړي وو چې له کبله یې د پاکستان د قرضونو په بوج کې نور زیاتوالی راغلی وو.

د مسلم لیګ نون په مشرۍ د پاکستان اوسني اتحادي حکومت هم تراوسه پورې د تېلو او بجلۍ د بیعو په سر ورکړل شوې اسانتاوې نه دي ختمې کړي.

د پاکستان ایتلافي ‌حکومت د مې په ۱۶مه نېټه په خپل ځای د تېلو د بیعو ساتلو لپاره د ۵۵.۵ ارب روپیو زیاتي بجټ منظوري‌ ورکړې وه چې ورسره په ملک کې د تېلو د بیعو ښکته ساتلو لپاره د حکومت له خوا ورکړل شوې پیسې ۱۵۷ ارب روپیو ته رسېدلې دي.‌

په وروستیو میاشتو کې په ټوله نړۍ کې د تېلو بیعې ډېرې زیاتې شوي خو د پاکستان حکومت د زیاتو ملکي قرضو د بوج باوجود د سیاسي دباو له کبله د تېلو په بیعو رعایتونه په ځای ساتلي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تېره هفته د خزانې د وزیر مفتاح اسماعیل له خوا د تېلو په سر د ورکړل شوو رعایتونو د بېرته اخیستو او ددې د بیعو زیاتولو تجویز رد کړی وو.‌

د نړیوالې مالیاتي ‌ادارې آی ایم ایف د یو تازه رپورټ‌ ترمخه د پاکستان تحریک انصاف په واکمنۍ کې د بجلۍ او تېلو په مد کې ګردشي قرضې یو په دوه شوې دي چې د ملک د مجموعي‌ آمدن شپږ فیصده برخه جوړیږي.

پاکستان دا وخت د سختې ګرانۍ سره هم مخ دی. د پاکستان د شماریاتو د ادارې ترمخه د اپرېل په میاشت کې د ګرانۍ شرح ۱۳ فیصد ته رسېدلې او د زیارت-پنجشنبې په ورځ‌ په خلاص مارکېټ‌ کې د ډالر بیعه ۲۰۳.۵۰ روپۍ ته رسېدلې.

د پاکستان مسلم لېګ نون په مشرۍ د ایتلافي حکومت جوړېدو په وخت د یو ډالر بیعه ۱۸۲.۳۰ روپۍ وه. د هغه وخت راهیسې د ډالره په مقابله کې د روپۍ په قدر کې ۱۱ فیصده کموالی راغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG