لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښځو کابل کې د نجونو د سکولونو پرانیستو لپاره احتجاج کړی، طالبانو په هوایي ډزو سره پاشلې دي


واشنګټن ـــ په کابل کې ښځو بیا په داسې وخت کې په کابل کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو د دوامداره بندېدو په خلاف احتجاجي مظاهره کړې چې د افغانستان په سفر د ملګرو ملتونو چارواکي ویلي د ښځو پر حقونو د طالبانو د بندیزونو مقصد دا دی چې ښځې "ونه لیدل" شي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې شاوخوا 20 تنه ښځې د مریم های سکول مخې ته را غونډې شوې وې او له طالبانو یې په لوړ اواز غوښتنه کوله چې د نجونو بند سکولونه پرانیزي.

دغو ټولو ښځو د سکول د نجونو غوندې تورې جامې اغوستې وې، سپین پړوني یې پر سر وو او تور ماسکونه یې په مخ کړي وو. دوی په لاسونو کې شعارپاڼې را اخیستې وې او په لوړ اواز یې هم داسې نعرې وهلې:

"زموږ ښوونځي بند شول، نجونې مو ستړې شوې، ډوډۍ او کار مو رانه واخیستل درس او مشق رانه مه اخلئ، کار او زدکړه زموږ دیني حق دی".

ځینې عیني شاهدان او په احتجاج کې شریکې ښځې وایي د دوی تر شاوخوا لس منټه مظاهرې وروسته وسلوال طالبان راغلل او د دوی د سره پاشلو لپاره یې هوایي ډزې وکړې.

یوې احتجاج کوونکې د نوم نه څرګندولو په شرط ازادي رېډیو ته ویلي د طالبانو تر هوایي ډزو وروسته ښځو ور څېرمه هوټلونو او کوڅو ته منډې کړې:

"درې نجونې طالبانو ونیولې، د هغوی ټیلیفونونه یې وکتل، پلټنې یې وکړې او بیا یې خوشې کړې".

خو د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دا تورونه رد کړل چې ګواکې د ښځو احتجاج دې په هوایي ډزو سره پاشل شوی وو او وایي "دا په بشپړه توګه پروپیګنډه ده، موږ نن [د مې 26مه] هیڅوک له احتجاجه نه دي را ګرځولي".

خو په یوه ویډیو کې چې یوې احتجاج کوونکې ښځې د سړک پر څنډه له یوه دوکانه پټه جوړه کړې ده لیدل کېږي چې طالبانو ښځې سره پاشلې دي. دغه ښځه په دې وېډیو کې په لنډه ساه وایي:

"تاسې خپله وګورئ هوایي ډزې یې وکړې، هلته یې نجونې محاصره کړې دي اجازه نه ورکوي چې له کوڅې ووځي، په اسلام کې چېرې دې ته انصاف وایي چې څوک له ډاره ږغ نه شي اوچتولای".

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچرډ بېنټ په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه تر لس ورځنۍ ارزونې وروسته پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته په دې هېواد کې د بشري حقونو خصوصاً د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر بندیزونو سخته اندېښنه څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د تېر کال په اګست کې پر افغانستان د وسلو په زور تر واکمنېدو یوه میاشت وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند وساتل او اتو میاشتو وروسته یې هم لا بیرته نه دي خلاص کړي.

د مارچ پر 21مه د افغانستان د نوي تعلیمي کال په پيل کې طالبانو اعلان وکړ چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه به تر هغه وخته پورې بند وي چې له اسلام او افغان کلتور سره سم یې د ښځينه ښوونکو او زده کوونکو د جامو په اړه پلان نه وي جوړ کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG