لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان لانګ مارچ ولې په جلسه بدل شو او ختم شو؟


واشنګټن- د تحريک انصاف د مشر عمران خان لخوا په ناڅاپه د لانګ مارچ/پرلت د ختمېدو اعلان او د احتجاج ناکامۍ ډېرې پوښتنې راپورته کړي خو څېړونکي وايي عمران خان په خپله مني چې خلک يې په ګڼ شمېر کې متحرک نه کړای شول او د مرګ ژوبلې او انتشار د ويرې يې احتجاج ختم کړی.

خبريال او څېړونکي عادل شاه زيب په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي “د عمران خان دا خبره ريښتيا ده چې خلک يې و نه هڅول چې په لانګ مارچ کې ګډون وکړي. د عمران خان ګوند په پنجاب کې حيرانونکې ناکامي وښودله”.
د عادل شاه زيب ټويټ ته په ځواب کې وتلي خبريال حامد مير هم ليکلي “په پنجاب کې ګوند ځکه ناکامه شو چې د ګوند صوبايي قيادت په انتخابونو نه بلکې د بره نه کښېنولی شوی دی”.

شاه زيب ليکي “دغه موجود خلک هم ډېري د پښتونخوا وو چې دوه ورځې وړاندې باره کهو ته رسول شوي وو. هغوی شېلېنګ او وهل ټکول وګالل خو په سبا یې په خوشي ډاګ پاتې وو، نه ورسره د سهر د ناشنې پيسې او نه د بيرته تللو کرايه وه خو دوی يو دم مارچ ختم کړو”.

د پنجاب پوليس د عمران خان د مارچ لاره په اټک نيولې وه او د فورس سره سره يې درنې کينټېنرې په سړک ايښودې وې چې په لرې کولو کې يې د تحريک انصاف مردان يو غړی سيد احمد جان په اباسين د تړلي پل نه ښکته پرېوتلی او مړ شوی دی.

د مارچ په دوران کې د پوليس زور زبردستي او د تحريک انصاف د غړو سرکاري او شخصي ځايونو ته د اور اچولو او ورانولو ويډيګانې هم په ميډيا ليدل کيږي.
د تحريک انصاف غړي د خبريالانو نه هم ډېر خلاف ليدل کيږي او د ملک په ځينې ځايونو کې يې نه يواځې دا چې خبريالان وهلي ډبولي بلکې د ګوند مشر عمران خان په پېښور کې د يو خبريال عارف يوسفزي د پوښتنو په غبرګون کې د پرېس کانفرنس نه هم په غصه کې ووتلو.

په ويډيو کلپ کې ليدل کيږي عمران خان په خاموشۍ د عارف يوسفزي خبرو ته غوږ دی چې هغه ترې پوښتنه کوي ولې عمران خان د خپل ګوند د غړو تربيت نه دی کړی چې په کوڅو کې د پوځ او عدلييې بدنامي کوي او انتشار خپروي؟ د عمران خان د حکومت کارکردګي څه ده؟

په دې عمران خان په ظاهره ډېر غصه ښکاري خو په ځواب کې وايي “زه د دې ډېر سخت ځواب درکولی شم خو نه يې وايم. که مونږ انتشار غوښتلی نو دا پرون به مو کړی وی. په پرېس کانفرنس کې دې غلط تقرير وکړو” او د کانفرنس نه لاړو.

عارف يوسفزي په خپل ټوېټر بيا پوښتنه کړې چې ولې يو خبريال پوښتنې نه شي کولی؟
دې ته په غبرګون کې د ای اين پي صوبايي صدر ايمل ولي خان ليکلي عارف سم کار کړی چې د عمران خان نه يې د کارکردګۍ او سلوک په اړه پوښتنې کړي او زياته يې کړه د پښتونخوا نور خبريالان به هم د دې نه زده کړه وکړي چې کومې پوښتنې پکار دي.

د عمران خان د روان احتجاج په اړه په پوځ یا اېسټيبلېشمنټ کې کومه پټه ملګرتيا شته او کنه په دې اړه په سوشل ميډيا بحثونه کيږي خو په رسمي توګه د دې ثبوت لا نه ښکاري، البته عمران خان ويلي خپل مارچ يې د کوم پټ ورکړه راکړه په بنياد نه دی ځنډولی بلکې وايي شپږ ورځې پس بيا اسلام ته مارچ کوي.

خبريال او څېړنکار طلعت حسين په خپل ټوېټر ليکلي “عمران ته وويل شول ستا شمېر پوره نه دی بلکې نزدې ورته هم نه دی نو هسې ځان مه خرابوه. د هغې وروسته عمران خان بني ګاله ته لاړ او د سهر ناشته به کور کوي”.



عمران خان اعلان کړی وو دوه ميليونه خلک به اسلام اباد ته په لانګ مارچ کې راولي خو څېړونکي وايي دغه شمېر د څو زرو نه هم زيات نه و.

د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز شريف دې ته په ټوېټر په غبرګون کې ليکلي انقلابيان د پوليس د ويرې تښتېدلي او بله دا چې د شل لاکو خلکو دعويدار بيا لس زره خلکو ته پاتې شو.

د زيارت په ورځ د عمران خان د ګوند د مارچ په موقع په ويډيوګانو کې ليدل کيږي د اسلام اباد د هغو برخو سړکونه او پارکونه صفا کيږي چېرته چې ګډونوالو د خوراک څښاک څيزونه د استعمال نه وروستو په ځمکه شيندلي وو.

موجوده حکومت د عمران خان د حکومت دوره ناکامه بولي او وايي په ملک کې ګراني او د اقتصاد کېناستل د تحريک انصاف د حکومت د غلطو فيصلو نتيجه ده خو ولې عمران خان دعوه کوي اقتصاد يې ښه کېدو لوري ته روان کړی و خو ايمپورټېډ حکومت پرې راوستل شو.

څېړونکي دا هم وايي، د عمران خان د حکومت دا دعوه چې حکومت يې د امريکا په سازش ختم کړای شوی هم ولس ته اپيل ونه کړو ځکه يې لانګ مارچ ناکامه شو.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې غټې ورځپاڼې دې نيوز ليکلي، نړيوالو بنکونو پاکستاني کمپنيانو ته په کريډېټ تېل ورکول بند کړي ځکه هغوی ګڼي د پاکستان د ډيفالټ کېدو قوي يره موجود ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG