لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي د داعش د نوي مشر د نيولو دعوه کړې


ترکي د داعش د نوي مشر د نيولو دعوه کړې او دغه خبر د نهې/ سه شنبې په ورځ د ترکي (اودا ټي وي) په وېب پاڼه خپور شوی او پکې ویل شوي چې د ترکي پولیسو تيره اوونۍ په استنبول کې حسن الهاشمي القرېشي نيولی او په دغو عملیاتو کې يو ډز هم نه دی شوی.

په وېب پاڼه ورکړی شوي خبر کې ویل شوي، د داعش د مشر نه پوښتنې روانې دي او د ترکي صدر رجب طيب اردګان به په راتلونکو ورځو کې په دغه اړوند نور جزيات وړاندې کړي.

بيا د ترکي دوه لوړ پوړو چارواکو د نوم نه ښکاره کولو په شرط بلومبرګ خبري ادارې ته د داعش د مشر نیول تاييد کړي او ويلي يې دي اردګان په دغه ګرفتارۍ خبر کړی شوی دی.

خو د امريکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرايس ويلي، دوی د القرېشي په اړه خبرونه نه شي تاييدولی، هغه زياته کړې دوی ټوله ورځ دغه خبر څارلی او يواځې د مطبوعاتو خبر تاييدولی شي.

ترهګرۍ ډلې داعش د مارچ په مياشت کې د ابو الحسن الهاشمي القرېشي ويلي وو چې د داعش درېم مشر دی، دغه نوم د هغې وروسته مخې ته راغلی چې د داعش مشر د فرورۍ په مياشت کې د شام په جنوب لويديځه سيمه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په بريد کې وژل شوی وو.

او د داعش په ميډيا بيا د عراق، شام، نايجيريا، صوماليه، افغانستان او فلپاين نه د داعش د پلويانو د نوي مشر سره د وفادارۍ عکسونه او ويډيوز خپرې شوې وې.

خو د وي او اې د خبر ترمخه د داعش د مشر سره د ملاتړ باوجود هم د داعش د نوي مشر اصل پېژندګليو به د ترکي دعوې د مشکل سره مخ کړي.

د ابوالحس الهاشمي القرېشي د نوم سره چې خانداني د قرېشي قبيلي نوم تړل شوی په دغه سبب د هغه د وینې رشته د پېغمراسلام محمد (ص) سره تړل کيږي کوم چې د داعش د مشرۍ دپاره لازمي خبره ګڼل کيږي.

خو د لویديځ استخباراتي ادارې تراوسه پورې په دې نه دي موافقه چې په اصل کې د داعش مشري څوک کوي. او په دغه اړوند څو نظريې موجودې دي.

نيوز لاينز ميګزين په فرورۍ کې د داعش نوی مشر بشر خطاب غزل الصمدايي د ترهګرۍ ډلې نوی مشر معرفي کړی وو.

او د عراق او لویدیځ چارواکو بيا رايټرز ته ویلي وو، چې د داعش نوی مشر جمعه عود البدري دی څوک چې د داعش د مخکني مشر ابوبکر البغدادي ورور دی.

خو باوجود د دې چې ترکي څوک نيولی، ځينې څيړونکي وايي، ترکي يو لوړ پوړی مشر نيولی او د دې سره به داعش نور کمزوری شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG