لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې مذاکرات:پاکستان دټي ټي پي کومو غوښتنو ته غاړه اېښې ده؟


سرچینې وایي دپاکستان دحکومت(پوځ) اؤ تندروه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمېنځ په افغانستان کې دسولې خبرې اتري روانې دي اؤ امکان ښودل کیږي چې په دغو خبرو کې دمرستې لپاره په نزديو کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن نه د مشرانو یوه جرګه هم افغانستان ته لاړه شي۔

څيړونکي وايي که دطالبانو ډيرې خبرې ومنل شي نو په ملک کې نور وسله وال تنظيمونه به هم بيا د تشدد د لارې په حکومت دخپلو خبرو منلو د پاره هڅې کوي،

د تحريک طالبان پاکستان دوؤ با خبره سرچينو ډيوه ته ويلي پاکستاني چارواکو سره يي د قېديانو په خوشې کولو، قبایلي ضلعو نه د پوځ دڅه برخې په ویستلو او ملاکنډ ډويژن کې دنظام عدل ريګولېشن په عملي کولو دواړه خواوې تر ډيره حده سلا شوي دي.

دسرچینو وینا ده چې د ټي ټي پي د خپلې تنظيمې ځاندرې سره په بېرته راستنیدو،دقبايلي ضلعو په انضمام، د پوځ مکمله انخله او د ډرون بريدونو په اړه له هم خبرې روانې دي.

دا خبرې يوازې د تحريک طالبان پاکستان سرچينو تايد کړي دي، د پاکستان حکومت يا پوځي چارواکو په دې هکله لا هم څه نه دي ويلي.

د طالبانو سره د خبرو په اړه يوازې د پاکستان د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري سي اېن اېن ټي وي ته ويلي وؤ دغه خبرې اترې د ډاډ وړ اشاره ده۔ د هغې وروسته په حکومتي کچه د مذاکراتو په اړه څه نه دي ويل شوي۔

څيړونکي او خبريال مشتاق يوسفزي ډيوه ته ويل دوي سره هم دغه معلومات دي چې دطالبانو څه غوښتنې منل شوي او په څو خبرې روانې دي، خو نه د حکومت لخوا او نه د طالبانو لخوا په رسمي توګه په مذاکراتو کې دسلاشوؤ نکتو په اړه څه ويلي شوي دي،

مشتاق يوسفزي وويل د دوي د معلوماتو ترمخه په خبرو اترو کې پرمختګ شوی اؤ د پاکستان دپوځي چارواکو لخوا به ورځ دوه کې د قبائيلي ضلعو او د ملاګنډ ډويژن نه د مشرانو جرګه افغانستان ته ځي، چې هلته به طالبانو سره خبرې کوي کومو ته چې به د پاکستان دپوځ ملاتړ ترلاسه وي.

مشتاق يوسفزی وايي چې مطبوعاتو سره کوم معلومات د سرچينو لخوا شريک کړې شوي کيدای شي ددې مقصد دعامو خلکو او سياسي ګوندونو عکس العمل معلومول وي۔

د پاکستان پوځ او حکومت دا خبرې پټې ساتلي، پوځ په دې اړه ميډيا ته کوم بيان نه دی جاري کړی، او نه په دې د مرکزي او صوبایي حکومت لخوا کومې تفصيلي خبرې شوي دي.

د تېر کال اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا واک ته د رسیدو وروسته پاکستاني طالبانو د نومبر په مياشت کې د يوې مياشتې، بيا د تېر وړوکي اختر په مهال او له هغې وروسته تر ديرشم مئ پورې د ډز بندۍ اعلانونه کړې دي.

په افغانستان کې د روانو خبرو تايد افغان طالبانو هم کړی او ويلي یې دي دا خبرې د دوي په مينځګړتوب کيږي.

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د پوليټيکل سائينس د څانګې استاذ فياض مشال وايي که چرته د تحريک طالبان پاکستان سره خبرې په دغه لور روانې وي نو امکان دی چې په پښتنه سيمه او په خصوصي توګه په قبايلي ضلعو کې د وسله والو اثر رسوخ بيا زيات شي،

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي دوي وړاندې هم کتلې چې دغسې معاهدو سره وسله وال مضبوط شوي او زياتو علاقو ته يې خپل اثر رسوخ غځولې دې۔

شاه نواز مشال وويل چې د ټي ټي پي سره د کومې معاهدې په صورت کې نورې مذهبي وسله والې ډلې ډاډمنې کيدای شي او په راتلونکي کې دا دپاکستان د رياست په ګټه نه تماميږي۔

د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمېځه وړاندې هم نزدې تر شپاړسو ځلو پورې خبرې اترې شوې دي،

د دې ترڅنګ وخت په وخت د دواړو خواؤ ترمنځ دسولې معاهدې لاس ليک شوي خو هغه بيا ختمي شوي او دواړه فريقه يو بل سره په جګړه بوخت شوي دي.

تېر کال د نومبر په مياشت کې د ډزبندۍ ختميدو وروسته د تحريک طالبان پاکستان په بريدونو کې چټکتیا راغلې اؤ د پاکستان د پوځ د وياندي ادارې ایي ايس پي ار مشر ميجر جنرل بابر افتحار ويلي وؤ د وسله والو خلاف يې عمليات روان دي.

د روانې ډز بندۍ په مهال په خېبر پښتونخوا کې په امنيتي ځواکونو بريدونه شوي، ځايې مشران او سياسي کارکنان په نخښه شوي، خو ذمه واري يې تحريک طالبان پاکستان په غاړه نه ده اخستي.

په پېښور کې د دوؤ پوليسو، دوؤ سيکانو او باجوړ کې د جميعت علما اسلام د غړي وژنه داعش ډلې منلې وه، ولې د نورو بريدونو په اړه د کوم وسله وال تنظيم دعوه مخې ته نه ده راغلې

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG