لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين ولې په ايروايشيا کې مظبوط او تېز ريلوې نظام غواړي؟


واشنګټن- چين په يورپ او ايشيا کې د تېز ريلوی نظام نور قوي کول ځکه غواړي چې داسې پاور هاوس جوړ کړي چې د دواړو خواو د مال د لېږلو او راغوښتلو لارې خوندي کړي.

څېړونکي وايي، له نورو هېوادونو سره د چين د ريلوی نظام د نوي کولو عمل به ممکن په ډسمبر کې پس له هغې پيل شي چې د چاينه ډيولپمنټ بنک يې منظوري ورکړي.
د چين سرکاري ميډيا فايناشل نيوز وايي، بنک به د سامان د ګودامونو او ځايونو په جوړولو، د تګ راتګ نظام ښه کولو او د ټرانسپورټ نوې منصوبې راوړلو کې مرسته وکړي.
د چين او د يورپ ترمنځ د 12,000 کيلوميټره اوږد ريلوی لاره ده چې ورته چاينه يورپ ريلوی ايکسپرېس نوم ورکړل شوی.

پوهان وايي، د نظام له نوي کولو سره به ريلوی نوره چټکه شي او د موجوده پټلۍ سره چې يولس کاله زړې دي نور لاينونه هم جوړ کړل شي.


دوی وايي، دا جدت به دا پخلی هم وکړي چې د اوکرين د جګړې باوجود به دا لارې خوندي وي او ريلوی به تر سمندري لارو پورې چليږي چې د وبا د لاسه پکې جهازونه جمع شوي او ايسار شوي دي.

ماهرين وايي، له دې سره به په چين کې جوړېدونکي مالونه په دوامداره توګه يورپي مارکيټونو ته رسيږي او د بهر نه چين ته د راغوښتونو توکيو رسد به نور خوندي شي.

د کوېډ 19 د لاک ډاون د لاسه او په اوکرين کې روانې جګړې د چين نه بهر ته د مال لېږلږ لړۍ په معلوم تاريخ کې د ټولو زياته اغېزمنه کړې او د ايلېس کنسلټېنګ فرم لنډن منيجېنګ ډايرېکټر جيمز برکلی وايي “سمندري جهازونه خپل کار کوي خو ولې ښکاره خبره ده ريلوی يوه متبادل زريعه ده”.

د چين په غټو صنعتي ښارونو لکه شين ژين او شنګهايي کې د لاک ډاون د لاسه بهر ته د مال لکه فونز، د ودانۍ سامان او د ګاډو د لېږلو سلسله په ورو شوې ده.
چيني چارواکو په مارچ کې شين ژين بند کړو او څو اوونۍ وروسته يې د 26 ميلين خلکو ښار شنګهايي هم بند کړو.

په واشنګټن کې د چيني سفارت وياند ليو پېنګيو د دې په اړه ويلي “د بېلټ اينډ روډ د منصوبې د مثبت اثرات په ترڅ کې د چين او يورپ ترمنځ د جنورۍ نه راپه دې خوا د ريلوی ګاډو تګ راتګ د 50,000 نه اوړېدلی چې د لارې د ښه معيار او مثبت ترقۍ څرګندونه ده”.

يورپين يونين تېر کال د 239 بيلين ډالرو مال په چين خرڅ کړی و چې په بدل کې يې د چين 506 بيلين ډالره مال اخېستی و. چين د جنګ باوجود د روس او اوکراين سره خپل تعلقات ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG