لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د القاعده مشران په افغانستان کې دي او د طالبانو د مشر تازه بیعت یې کړی


واشنګټن ـــ ملګرو ملتونو پخپل یو تازه رپوټ کې ویلي چې القاعده اوس هم له طالبانو سره اړیکې لري او دعوه یې کړې چې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د پاکستان پولې ته څېرمه د افغانستان په ختیځو سیمو کې دی او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده بیعت یې کړی دی.

طالبانو په وروستیو کې له القاعده سره د اړیکو دعوې رد کړې وې او ویلي یې وو چې د دوحې تړون ته ژمن دي او هیڅ بهرنۍ ترهګرۍ ډلې ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ور نه کړي خو دې رپوټ ته یې لا څه جواب نه دی ویلی. د رپوټ په اړه خپله د القاعده ډلې غبرګون هم تر اوسه مخې ته نه دی راغلی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ارزونې د ملاتړ او د بندیزونو د څارنې کمېټۍ د مې پر 26مه خپل پرله پسې دیارلسم تفصیلي رپوټ خپور کړ، چې پکې د طالبانو واکمنۍ او له بهرنیو وسلوالو ډلو سره د طالبانو اړیکو ته پکې کتنه شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي چې طالبان او القاعده ډله اوس هم له یو بل سره نیژدې اړیکې لري، وایي کله چې طالبان د تېر کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول القاعده ډلې یې «کامیابي لمانځلې وه» او د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د مشرۍ بیعت یې تازه کړی وو.

ملګري ملتونه د خپل یو غړي هېواد د ارزونې په بنیاد وایي‌، چې القاعده د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري او د فعالیتونو ازادي یې زیاته شوې ده.

په دې 27 مخه تفصیلي رپوټ کې د ځینو رپوټونو په حواله ویل شوي چې د ایمن الظواهري په مشرۍ د القاعده ډلې مهم مشران په افغانستان کې دي، وایي په ځانګړې توګه دوی د زابل له ختیځې برخې د کونړ تر شمال پورې او بیا د پاکستان تر پولې پورې سیمو کې اوسېږي.

ملګري ملتونه وایي د 2021م کال له اګست میاشتې راهیسې ایمن الظواهري په اتو وېډیوګانو کې را ښکاره شوی دی. وایي وروستۍ وېډیو د روان 2022م کال د اپرېل پر پینځمه د القاعده الصحاب مېډیا فاونډېشن خپره کړه چې ظواهري پکې مسلمانه هندوستانۍ نجلۍ موسکان د حجاب پر سر د احتجاج له کبله ستایلې وه. رپوټ وایي:

"دې وېډیو په وروستیو کلونو کې د الظواهري د ژوند لومړنی تازه حتمي ثبوت وړاندې کړ. د هغه په وروستیو رابطو کې تېزوالی ښیي چې هغه شاید اوس د طالبانو تر واکمنۍ مخکې وخت په نسبت زیات [د خپلې ډلې] مشري کولای شي".

رپوټ وایي القاعده ډلې د طالبانو له واکمنۍ څخه دا ګټه اخیستې چې نوي کسان پخپله ډله کې شامل کړي، پیسې را غونډې کړي او په نړیواله کچه له القاعده سره تړلې ډلې وهڅوي.

طالبانو په وروستیو کې له القاعده سره د اړیکو دعوې رد کړې وې او ویلي یې وو چې د دوحې تړون ته ژمن دي او هیڅ بهرنۍ ترهګرۍ ډلې ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ور نه کړي خو دې رپوټ ته یې لا څه جواب نه دی ویلی. د رپوټ په اړه خپله د القاعده ډلې غبرګون هم تر اوسه مخې ته نه دی راغلی.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د داعش خراسان ډلې وروستیو بریدونو ته هم اشاره شوې ده او وایي د دې ډلې مشر ثناء الله غفاري- چې په شهاب المهاجر پېژندل کېږي- اوس هم ژوندی او د خپلې ډلې په ولکه کې دی.

وایي داعش خراسان ډله خپلې مالي سرچینې لري او له کله چې یې تېر کال بندیان را خوشي شوي او نور کسان یې پخپله ډله کې شامل شوي دا ډله نوره هم پیاوړې شوې ده. رپوټ وایي:

"پرته له دې چې داعش خراسان او القاعده څه اراده لري یا طالبان د دوی د مخنیوي ګامونه اخلي که نه، ګومان کېږي چې دا دواړه ډلې په دومره بیړه تر 2023م کال مخکې د نړیوالو بریدونو وړتیا نه لري".

خو وایي د افغانستان پر خاوره د داعش خراسان، القاعده او نورو ترهګرو ډلو او جنګیالیو شته والی د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې سبب کېدای شي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو اوس پر افغانستان خپله واکمني نوره هم ټینګه کړې او خپل هغه 41 غړي یې په کابینه او پر نورو لوړو پوسټونو ګومارلي دي چې ملګرو ملتونو پرې بندیزونه لګولي دي.

رپوټ وایي د طالبانو مختلفې ډلې د هبت الله اخوندزاده تر قومانده لاندې د خپلو ګټو لپاره هلې ځلې کوي چې وایي په دوی کې یې حقاني ډله تر ټولو پیاوړې او اغېزمنه ده. وایي طالبانو د پښتنو له پلوۍ لاس نه دی اخیستی او نور اقلیتونه لکه تاجک او ازبک طالبان یې له ځانه پردي کړي او وېره ده چې هغوی ناهیلي شي او له دوی مخ واړوي.

په رپوټ کې د ملګرو ملتونو د ډېرو غړیو هېوادونو د ارزونې په بنیاد د طالبانو د واکمنۍ تېرو نهه میاشتنیو کارونو ته په کتو ویل شوي چې د طالبانو خویونه لږ بدل شوي دي خو وایي نور کټ مټ هغه دي کوم چې د دوی په تېره واکمنۍ کې وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG