لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو په افغانستان کې د بهرنيو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو رپوټ رد کړی


په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ملګرو ملتونو هغه رپورټ بې بنسټه بللی او رد کړی، په کوم کې چې ويل شوي، القاعده اوس هم له طالبانو سره اړیکې لري او د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د پاکستان پولې ته څېرمه د افغانستان په ختیځو سیمو کې دی او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده بیعت یې کړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (30 مې) ويلي، په افغانستان کې چې طالبان بيا په واک کې راغلي، "د افغانستان نه نړۍ او سيمې ته د هر ډول ضرر پېښېدو رسېدو مخه نيول شوې ده"، او د طالبانو حکومت د تيرو نهه مياشتو راهسې هڅه کړې چې "د سيمې او نړۍ د هېوادونو سره د ښه اعتماد فضا رامنځته کړي".

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت زیاته کړې، "حکومت يې په خپلو ژمنو ټینګار او ډاډ ورکوي چې هيڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د چا پرضد استعمال کړي".

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ارزونې د ملاتړ او د بندیزونو د څارنې کمېټۍ د مې پر 26مه خپل پرله پسې دیارلسم تفصیلي رپوټ خپور کړی، چې پکې د طالبانو واکمنۍ او له بهرنیو وسلوالو ډلو سره د طالبانو اړیکو ته پکې کتنه شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي چې طالبان او القاعده ډله اوس هم له یو بل سره نیژدې اړیکې لري، وایي کله چې طالبان د تېر کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول القاعده ډلې یې «کامیابي لمانځلې وه» او د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د مشرۍ بیعت یې تازه کړی وو.

ملګرو ملتونه د خپل یو غړي هېواد د ارزونې په بنیاد ويلي، چې القاعده د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري او د فعالیتونو ازادي یې زیاته شوې ده.

په دې 27 مخه تفصیلي رپوټ کې د ځینو رپوټونو په حواله ویل شوي چې د ایمن الظواهري په مشرۍ د القاعده ډلې مهم مشران په افغانستان کې دي، وایي په ځانګړې توګه دوی د زابل له ختیځې برخې د کونړ تر شمال پورې او بیا د پاکستان تر پولې پورې سیمو کې اوسېږي.

ملګري ملتونه وایي د 2021م کال له اګست میاشتې راهیسې ایمن الظواهري په اتو وېډیوګانو کې را ښکاره شوی دی.

رپوټ وایي القاعده ډلې د طالبانو له واکمنۍ څخه دا ګټه اخیستې چې نوي کسان پخپله ډله کې شامل کړي، پیسې را غونډې کړي او په نړیواله کچه له القاعده سره تړلې ډلې وهڅوي.

په رپوټ کې دا هم ويل شوي چې د افغانستان پر خاوره د داعش خراسان، القاعده او نورو ترهګرو ډلو او جنګیالیو شته والی د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې سبب کېدای شي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې زياته کړی شوې چې طالبانو اوس پر افغانستان خپله واکمني نوره هم ټینګه کړې او خپل هغه 41 غړي یې په کابینه او پر نورو لوړو پوسټونو ګومارلي دي چې ملګرو ملتونو پرې بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د افغانستان اوسني حکومت ته دې سالم حق ورکړل شي چې په امنيتي شورا او نورو هېوادونو کې خپل دايمي نماينده ولري او دوی د دغه لارې حقايق وړاندې کړي.

په افغانستان کې چې طالبان د تير کال اګست په مياشت کې په واک راغلي، تر اوسه پورې يو ملک هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG