لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ ټي ټي پي اوربند کې تر پراختیا د یوبل په ضد په ګامونو نه اخستو سلا شوي


دپاکستان دامنیتي چارواکو اؤ ناقانون ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د دوشنبې په ورځ لنډمهاله ډزبندي پائ ته رسیدلې ده خو دواړو خواې په دې خبره سلا شوي چې ترڅو یې اوربند غځولی نه وي ،دیو بل برضد به هیڅ ډول ګامونه نه اخلي.

دواړو خواؤ په دې خبره هم اتقا کړی دی چې دجون په منځومانه کې به بیا مذاکرات پیلوي.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې دلنډمهاله اوربند په مهال دپاکستان د زندانونو څخه ګڼ شمیر تندلاري خوشې کړل شوي دي چې له امله یې دټي ټي پي کارروایو کې واضحه کمی لیدل شوی دی.

دپاکستان امنیتي چارواکو دنوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې کابل کې د اوونۍ په پائ دپاکستان دامنیتي چارواکو اؤ د ټي ټي‌‌ پي دکمانډرانو ترمنځ اوږدې خبرې اترې شوې دي اؤ په دې خبرو کې دواړو خواؤ دیو بل مخې ته خپلې،خپلې غوښتنې اېښي دي.

د رپورټ ترمخه دواړو خواؤ مذاکراتو کې منلې ده چې د اوربند لړ کې به پخپلو ژمنو کلک ودریږي.

دپاکستان امنیتي چارواک ویلي دي چې دلنډمهاله اوربند موده د دوشنبې په ورځ سرته رسیدلې ده خو په دې کې د نورې پراختیا احتمال شته .

دغه چارواکي وایي چې دټي‌ ټي پي له لوري په رسمي ډول اوربند کې دپراختیا اعلامیه نه ده خپره کړل شوې خو دې دوران کې به امنیتي ځواکونه دوئ پرضد کوم سترعملیات نه کوي اؤ نه به ټي ټي پي په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

چارواکي وایي چې تر دې وخته وضعیت د ډاډ وړ دی اؤ دواړو خواؤ پرېکړه کړې ده چې هغوئ تراوسه خبرو کې دشوؤ پرمختګونو نه خپل مشران خبروي .

پاکستاني چارواکو د ټي ټي‌ پي سره ترسره شوؤ‌خبرو کې په افغانستان د واکمنو طالبانو دکوربه توب ستاینه کړې اؤ ویلي یې دي چې دطالبانو حکومت دغه خبرو اترو کې دطالب کمانډرانو برخه درلودل باوري کړي دي.

امنیتي چارواکي وایي مذاکراتو کې دثالث په توګه دافغانستان دکورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني مهم رول لوبولی دی اؤ هغه په ځېنو پړاؤونو کې نه یوازې پخپله برخه درلوده بلکې کله چې به خبرې پرمخ نه تلې نو هم به پکې هغه رغنده کردار لوبولو.

پاکستان تر اوسه ټي ټي پي سره د ترسره شوؤ مذاکراتو په اړوند څه بیان نه دی خپور کړی خو افغان طالبانو په ۱۸م مئ په رسمي توګه اعلان کړی ؤ چې هغوئ کابل کې دپاکستان اؤ ټي‌ ټي پي ترمنځ دخبرو کوربه توب کړی دی.

دافغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وؤ چې دهغوئ حکومت دامن په وده باور لري اؤ دا یې هیله ده چې دخبرو کامیابېدو لپاره به دواړه خواوې نرمښت وښایي.

دسولې ددې خبرو نه باخبره سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې پاکستاني چارواکو د ټي ټي پي استازو ته ویلي دي چې هغوئ باید خپل هیواد کې دامن له خاطره دپاکستان د ریاست پرضد فعالیتونو نه لاس واخلي اؤ خپله وسله واله ډله دې ختمه کړي.

رپورټ کې ویل شوي ټي ټي پي په دې خبرو کې دپاکستان په امنیتي چارواکو ټینګار کړی چې اسلام اباد دې دافغانستان سره دپیوست قبایلي ضلعو زوړ حیثیت بیرته پرځائ کړي .

ټي ټي‌ پی دا غوښتنه هم لري چې قبایلي ضلعو نه دې پوځ وویستل شي اؤ هلته دې اسلامي نظام نافذ کړل شي.

پاکستاني طالبان دپاکستان ایین غیراسلامي بلي اؤ ددې دمنلو نه ډډه کوي.

امریکا غږ سره خبرو کې دپاکستان لوړ پوړو امنیتي چارواکو یو وارې بیا دتحریک طالبان له لوري وړاندې کړل شوې غوښتنې دنه منلو جوګه ګرځول شوي دي.

امنیتي چارواکي وایي پخواني قبایلي سیمې تر یوې اوږدې مودې دملکي اؤ بهرنیو ترهګرو تنظیمونو ځالې پاتې شوې دي اؤ دغلته القاعده اؤ افغان طالبانو هم ځالې درلودې.

امنیتي چارواکي وایي قبایلي سیمو کې دپاکستان دامنیتي ځواکونو له لوري دعملیاتو په نتیجه کې وسله وال افغانستان ته اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د لوري د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو دپاره د جوړې جرګې غړي وايي، په څو ورځو کې د طالبانو سره خبرو لپاره کابل ته ځي، او هيله لري چې جوړ جاړی وشي.

د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان له لوري د جوړې جرګې یو غړي د خېبرپښتونخوا پخواني ګورنر شوکت الله خان وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي په دغه جرګه کې د ملاکنډ نه تر وزیرستان پورې درانه مشران شامل دي او په څو ورځو کې به خبرو لپاره کابل ته لاړ شي.

نوموړي وویل، د ټي ټي پي سره د خبرو نه وړاندې يې د پاکستاني چارواکو سره ليدلي او په ټولو حالاتو يې ځان خبر کړی دی.

هغه زياته کړه دوی هيله لري چې د نړۍ مسلمه اصول دي چې ټولې شخړې د خبرو د لارې هواريږي دا مسله به هم د خبرو د لارې هواره شي.

( دې رپورټ کې زیات معلومات د وي او ای اردو نه اخستل شوي دي)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG