لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلو له عرب اماراتو سره د ازاد تجارت تړون لاسلیک کړ


واشنګټن ـــ اسرایلو له عراب اماراتو سره د ازاد تجارت تړون لاسلیک کړی دی، دا له یو عرب هېواد سره د اسرایلو لومړی لوی تجارتي تړون دی چې مقصد یې د منځني ختیځ د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارت زیاتول دي.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې دغه تړون تر څو میاشتنیو مذاکراتو وروسته نن د نهې- سه شنبې په ورځ د اسرایلو د اقتصاد او صنعت وزیرې اورنا باربیوای او د یو اې اي د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق په دوبۍ ښار کې لاسلیک کړی دی.

د عرب اماراتو لپاره د اسرایلو سفیر امیر هایک نن پر خپل ټویټر خبر ورکړی وو چې یو اې اي او اسرایل به په راتلونکو څو ګنټو کې تر خپل منځ د ازاد تجارت تړون لاسلیک کړي او بیا یې وروسته په یو بل ټویټ کې ویلي چې «تړون وشو».

بل لور ته د اسرایلو لپاره د عرب اماراتو سفیر محمد الخواجه هم په یو ټویټ کې دا تړون یوه «بېسارې لاسته راوړنه» بللې او لیکلي یې دي:

"د دواړو هېوادونو کاروبارونه به بازارونو ته د تېزې رسایۍ لرلو او ټیټو محصولاتو له کبله ګټه پورته کړي ځکه چې زموږ هېوادونه د تجارت د زیاتوالي، د نویو کارونو پیدا کولو، هنرونو ته د ودې ورکولو او ژورې همکارۍ لپاره ګډ کار کوي".

د عرب اماراتو او اسرایلو د کاروباري شورا مشر ډورین باراک وایي په دې تجارتي تړون کې د ټیکس بیې، درآمدات یا واردات او تخلیقي ملکیت په ګوته شوي دي چې وایي دا به اسرایلي کمپنۍ په اماراتو خصوصاً په دوبۍ ښار کې د دفترونو پرانیستو ته وهڅوي.

ډورین باراک له رویټر سره په خبرو کې اټکل کوي چې د دې کال تر پایه به تقریباً یو 1,000 کمپنۍ په عرب اماراتو کې یا د دې هېواد په وسیله کار کوي او له جنوبي اېشیا، لرې اېشیا او منځني ختیځ سره به کاروبار کوي.

د رویټر د خبر له مخې تر دې تړون وروسته به له عرب اماراتو سره پر 96 فیصده شیانو باندې ټیکسونه ختم کړل شي چې اټکل کېږي د پراخې اقتصادي همکارۍ دا تړون به په پینځو کلونو کې دننه د کال پر سر د دواړو هېوادونو دوه اړخیز تجارت تر 10 اربه ډالرو زیات کړي.

د اسرایلو د اقتصاد وزارت د تړون تر لاسلیک کېدو مخکې ویلي وو دا قرارداد به پر خوراکي شیانو، کرهنه، سینګار توکو یا کاسمېټیکس، طبي اوزارو او دوایانو باندې ټیکس ختم کړي.

دا تړون په داسې وخت کې لاسلیک شوی چې د اسرایلو او فلسطین تر منځ د تشدد پېښې زیاتې شوې دي.

د عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ګل- دوشنبې په ورځ په یو بیان کې له اسرایلي چارواکو غوښتي وو چې له فلسطین سره شخړه را کمه کړي د بریدونو په ختمولو سره د تشدد د مخنیوي لاره خپله کړي.

له اسرایلو سره په تېلو د شتمن هېواد عرب اماراتو سږ کال د ازاد تجارت دا دویم تړون دی، په تېره فرورۍ میاشت کې یې له هندوستان سره هم دې ته ورته تړون لاسلیک کړی وو.

اسرایلو او عرب اماراتو د 2020م کال په ستمبر میاشت کې د امریکې په منځګړتوب د یوه تړون په بنیاد تر خپل منځ سفارتي اړیکې جوړې کړې او دا په څو لسیزو کې لومړی عرب هېواد وو چې له اسرایلو سره اختلافات ختم کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG