لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: له پوځ اؤ ایي ایس ایي پرته هیڅوک د جبري بې درکیو ستونزه نه شي هوارولی


په پاکستان کې په جبر د لادرکه تنانو د حقونو غېر دولتي تنظيمونو د مرکزي حکومت لخوا ددې ستونزې د هواري لپاره د کمېټې د جوړښت هرکلې کړی خو وایي دا ستونزه د پاکستان د پوځ سرلښکر او د خفيه ادارې ايي ایس ایي پرته نه خو د هېواد وزیر اعظم او نه کومه کمىېټي هوارولی شي.

څېړونکي وایي دجبري بې درکیو مخنیوي لپاره هیواد کې قانون سازۍ ته اړتیا ده اؤ کوم خلک چې په جبري بې درکیو کې ککړ دي دهغوئ پرضد مقدمې چلول پکاري.


دپاکستان مرکزي کابينې تیره ورځ په جبر د بې درکه کړی شو، تنانو مالومولو دپاره يوه کميټي جوړه کړې چې مشري به یې د قانون وزیر کوي او ددې په نورو شپږو غړو کې حکومتي وزیران هم شامل دي.

دا کميټي به د قانون پوهانو،د بشري حقونو دتنظيمونو د استازو سره ليدل کتل کوي او بیا به مرکزي حکومت ته سپارښتنې ورکوي.

د مرکزى حکومت لخوا په زوره د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره د کمېټې جوړښت ته عکس العمل کې د بلوچ مسنګ پرسنز تنظیم مشر ماما قدیر بلوچ ډيوه ته وويل کمېټۍ او دا شان کمیشنونه هېڅ ډول اختيار نه لري.

نوموړی وايي د لادرکه تنانو د ستونزې د هواري نه خو د هېواد وزیر اعظم، نه صدر او نه بل کوم څوک اختيار لري.

هغه وايي دا ستونزه يوازې د پاکستان د پوځ سرلښکر او یا د هېواد د خفيه ادارې ايي اېس ايي مشر هوارولی شي.

نوموړی وايي ددې اسان حل دا دی که ادارې مخلصې وي نو بیا هغوئ ستونزه دا هوارولی شي.

دبشري حقونو فعال اؤ دپاکستان دسینیټ پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي د جبري بې درکیو د ستونزې دهواري لپاره هیواد کې قانون سازۍ ته اړتیا ده اؤ باید دهغه چا پرضد مقدمې درج کړل شي چې په دې بې درکیو کې لاس لري.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي افراسیاب خټک وویل په ټوله دنیا کې دشخص تښتونه جرم ګڼل کیږي اؤ دمسنګ پرسنز په نړیوال کنونشن کې هم دیو چا په زوره تښتونې ته جرم ویل شوی نو که پاکستان کې هم دیو چا تښتونه جرم وګرځول شي اؤ دې پېښو کې دککړو خلکو په ضد مقدمې درج شي ، ورسره به دجبري بې درکیو په مخنیوي کې مرسته وشي.

هغه دکمیټې جوړیدو ته خوشبینه نه دی اؤ وایي داسې کمیټۍ ډیرې مخکې هم جوړې شوې دي چې څه نتیجه یې نه ده ورکړې.

د پښتنو د حقونو تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب محسود چې د ورکو پښتنو شمېرې راغونډوي ډيوه ته وايي د پاکستان تحریک انصاف ګوند او له هغې مخکې د مسلم لیګ نون ګوند تېرو حکومتونو هم ددې ستونزې د هواري هڅې کړې وې خو ناکامه شوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت په دې وروستیو کې د خپلې واکمنۍ پر مهال د خلکو په جبر د لادرکۍ عمل د جرم ګرځولو لپاره د قامي اسمبلۍ نه قانون هم منظور کړی ؤ چې وروسته په سېنیټ کې هغه مسوده ورکه شوه.

هغه وايي د مرکزي حکومت دا ګام د ستاېنې وړ دی. خو زياتوي د نتیجو په اړه د سياسي حکومتي ماضي ته چې وګوري نو نه ګڼي چې له دې به کومې مثبتې پایلې راوځي.

هغه وايي تراوسه پورې د لادرکه تنانو دستونزې هواري ته د ځنډ ورکولو هڅې شوي خو ددې د غوڅ حل لپاره سنجيده ګامونه نه دي پورته شوي.

په پاکستان کې د اوږدې مودې نه پښتون ژغورنې غورځنګ، بلوچ مسنګ پرسنز او د بشري حقونو نور تنظيمونه شکایت کوي چې خلک په زوره او په غېر قانوني ډول پورته کېږي.

د پاکستان حکومت ددې ستونزې د هواري لپاره په کال 2011م کې يو کمېشن هم جوړ کړی ؤ چې تراوسه فعال دی خو د بشري حقونو تنظيمونه د کمېشن په کارکردګۍ نيوکې کوي او وايي کمېشن تر نن ورځې کوم حکومتي چارواکي ته د خلکو په جبر د لادرکه کولو پسر نه خو سزا ورکړې او نه ېې په دې کې ککړ کسان په ګوته کړي.

پاکستان کې په زوره د لا درکه تنانو د خوشې کولو لپاره د کار کوونکي غېر دولتي تنظيم دېفنس آف هيومن راېټس مشره امنه مسعود جنجوعه ډيوه ته وايي موجوده حکومت ددې ستونزې په هواري کې سنجيده دی خو وايي داسې کمېټۍ مخکې هم جوړې کړی شوې وې او د هغې تر اوسه غونډه قدرې هم نه ده شوې.

نوموړې وايي حکومت دا کميټي د عدالت په فشار جوړه کړې او له خپلې اندې یې ددې مسلې د هواري لپاره کوم سنجيده ګام نه دې اوچت کړی.

هغه وايي" زه ددې ستونزې د هواري لپاره ځنې وړانديزونه لرم او که چېرې زه دغه کمېټۍ راوبللم نو ورته به واېم چې حکومتي کمېشن دې ړنګ کړی شي. هغه ناکامه شوی دی او بله دا چې ددې ستونزې د هواري لپاره دې د رښتیاو د مالومولو لپاره يوه بااختیاره کمېشن جوړ کړی شي چې داسې دا مسله په بشپړ ډول هواره شي"

کمېشن د جنورۍ په میاشت کې جاري کړي خپل راپور کې ویلي وؤ چې په کال 2021م کې د کمېشن سره د 1460 نورو کسانو د لا درکۍ قضيې درج شوي او هم دغه کال نيزدې 400 لادرکه شوي کسان کورونو ته ستانه شوي هم دي.

په پاکستان کې د پښتنو، بلوڅانو او بشري حقونو فعالين د هېواد دننه د خلکو په جبر د ترى تم کولو تورونه اکثر د هېواد د پوځ په خفيه ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي چې ددې ستونزې د څېړلو او هواري لپاره یې په پوځي مرکز جي اېچ کيو کې يوه کمېټي هم جوړه کړې ده.

پوځ دا هم وايي کېدای شي چې لادرکه تنان د بلوچ او نورو وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، او د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي وي او یا افغانستان ته اوښتې وي.

په پاکستان کې د خلکو په جبر لا درکه کول يوه جدي او سنجيده ستونزه بلل کېږي او اکثر د ورکو تنانو د راخلاصولو لپاره د هغوي خپل خپلوان په اسلام اباد او د هېواد په نورو برخو کې احتجاجونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG