لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د سپریم کورټ تر فیصلې وروسته بیا لانګ مارچ ته سم پلان جوړوو، تېر وار مو پلان سم نه وو


واشنګټن ــــ د پاکستان مخکینی وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي سپریم کورټ ته درخواست ورکړی چې حکومت د دوی په راتلونکي لانګ مارچ باندې برید ونه کړي، وایي د سپریم کورټ تر فیصلې وروسته به بل لاریون اعلانوي.

د شورو- چارشنبې په ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته په وینا کې عمران خان وویل، له سپریم کورټ څخه تحفظ غواړي چې آیا دوی دا بنیادي حق لري چې د حکومت په خلاف پرامنه احتجاج وکړي:

"څنګه چې د [سپریم کورټ] فیصله راځي بیا به اعلان کوم او را وځو به، دا ځل به ښه پلان جوړوو تېر وار مو ښه پلاننګ نه وو کړی، ځکه چې موږ په دې غلط فهمي کې وو چې د سپریم کورټ په فیصله به لارې خلاصې وي او موږ به پرېږدي خو خبر نه وو چې هغوی [حکومت] د هیچا پروا ونه کړه".

د مې میاشتې پر 25مه د پاکستان سپریم کورټ حکومت ته امر کړی وو چې د تحریک انصاف لانګ مارچ ته د اسلام اباد په ایچ- 9 سیمه کې د احتجاج اجازه ورکړي، خو د تحریک انصاف پلویان حساسې سیمې ډي چوک ته ننوتي وو.

بل لور ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د مې پر یودېرشمه په یوه ټویټ کې تحریک انصاف ګوند ته خبرداری ورکړی چې که د حکومت په خلاف یې بیا لانګ مارچ اعلان کړي بیا به یې هم مخه نیسي:

"پرېږده چې دوی راشي او زه به وګورم چې دا څنګه دا ځل دوی بیا تر [حکومتي] خنډونو را تېرېږي".

عمران خان د شورو- چارشنبې په ورځ تور پورې کړ، چې د مې پر 25مه د پنجاب پولیسو د ده د ګوند پر پلویانو- چې وایي ښځې او ماشومان هم پکې وو- 35 زره شیلنګ یا اوښکې بهوونکي ګېسونه غورځولي وو.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د مې پر 25مه دعوه کړې وه چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو په لانګ مارچ کې له ځان سره وسلې را اخیستې وې خو شاه محمود قرېشي یې دا دعوه رد کړې وه.

خو عمران خان د مې پر 30مه له یو شخصي ټیلیویژن 92 نیوز سره په ځانګړې مرکه کې اعتراف وکړ، چې لانګ مارچ یې ځکه ختم کړ چې وایي پلویانو یې وسلې لرلې او ویره یې درلوده چې وینې به توی شي:

"سل فیصده زما باور وو چې ګولۍ به چلېږي، دلته زموږ له طرفه هم خلک تیار وو ځینې خلک ما ولیدل چې توپنچې یې ایښې وې، زه ووېرېدم چې بل ګام به ګډوډي وي".

د عمران خان په ضد د اپوزیشن ګوندونو د بې باورۍ تحریک باندې د اپرېل پر 10مه رایې واچول شوې او په نتیجه کې یې عمران خان له څوکۍ لرې کړای شو او شهباز شریف د قومي اسمبلۍ په اکثریت رایو د پاکستان وزیراعظم وټاکل شو.

له هغه راهیسې عمران خان د شهباز شریف د حکومت خلاف احتجاجونه پیل کړي او تور پورې کوي چې دغه حکومت د امریکې په دسیسه جوړ شوی دی، خو امریکې دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG