لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فریډم نیټورک:‌ پاکستان ته تازه تللي افغان کډوال د بشري مرستو په اړه معلوماتو ته اړتیا لري


واشنګټن ـــ په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ د څار شبکې (فریډم نېټورک) یوه تازه څېړنه کړې چې ښيي په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو لپاره چې د 2021 کال په وروستیو کې او په افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته د خپل هېواد پريښودو ته مجبوره شوي بشري معلوماتو تر لاسه کولو ته بیړنۍ اړتیا لري.

په دې څېړنه کې 85 سلنه کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي وايي دوی د خپل وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر څخه معلوماتو ته اړتیا لري.

همداراز 80 سلنه خلکو ویلي دوی په پاکستان کې د خپلو ټولنو په اړه هم داخلي معلوماتو ته لاسرسی نه لري او په دې لټه کې دي.

په دې سروې کې تازه راغلي چې کډوال وايي د دوی د ژوند او راتلونکي په اړه دوی معلوماتو ته سخته اړتیا لري.

د فریډم نیټورک مشر اقبال خټک د دغه رپوټ د خپرولو پر مهال وویل چې د بشري مرستو تر لاسه کولو لپاره هم دغه کډوال نورو معلوماتو ته اړ دي.

تر دې وړاندې هم فریډم نېټورک یوه ورته څېړنه کړې وه چې پاکستان ته د کډوال شوو افغان خبریالانو د ژوند په اړه وه، کوم چې ښيي دغه خبریالان بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري او همدارنګه د جلاوطنۍ پرمهال د ژورنالیزم د بیا پیل لپاره لارې چارې ګوري.

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما يو ځل بیا په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونو د دوام په اړه اندېښنه ښوولې.

یوناما د جون په لومړۍ نیټه یو وار بیا پر طالبانو غږ کړئ چې د رسنیو نیول شوي کارکوونکي دې خوشي کړي او په مطبوعاتو باندې لګولي بندیزونه دې ختم کړي.

یوناما زیاتوي چې په افغانستان کې د خبریالانو سره تاوتریخوالی او د دوی ځورونه دوام لري او دا چې د خبریالانو نیول او په هغوی تشدد کول دې ودروي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله له خبریالانو سره د زورزیاتي او نیول کېدو په اړه د یوناما د تازه اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې رسنۍ د تفریحي پروګرامونو په ګډون د ډیری نورو پروګرامونو له خپرولو منع کړی شوي.

همداراز رسنۍ نه شي کولی د یو لړ موضوعاتو په اړه رپوټ ورکړي لکه د اپیمو یا تاریاکو د تولید، د اردو او پولیسو د کړنو، لاریونونو او نور هغه څه چې د طالبانو چارواکي یې خورا مهم ګڼي.

د افغانستان د بې پولې خبريالانو د ټولنې له خوا جوړ شوی وروستی رپورټ ښيي چې د تېر اګست له 15مې نېټې او د طالبانو له واکمنیدو وروسته تر اوسه 231 رسنۍ په افغانستان کې تړل شوي او 6400 خبريالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي چې پکې د 2000 نه زیات شمېر یې ښځينه کارکوونکې شاملې دي

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG