لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: له ټي ټي پي سره خبرې د پاکستان د پوځ په وسیله نه باید د پارلمان له لارې وشي


واشنګټن ــــ څېړونکي د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ په روانو خبرو اترو او د طالبانو د شرطونو په رڼا کې پر څه ممکنه تړون اندېښنې څرګندوي. سرچینې وایي د ټي ټي پي ځینې غوښتنې داسې دي چې د پاکستان ریاست لپاره د منلو وړ نه دي.

تحریک طالبان پاکستان په یو خط کې له پاکستانه کابل ته د ورغلې 50 کسیزې جرګې هرکلی کړی او هغوی ته یې ویلي دي چې دوی په هیڅ صورت د قبایلي سیمو د مخکیني ازاد حیثیت بایللو ته تیار نه دي. په خط کې راغلي:

"که د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې امن غواړي نو هغه په هغه صورت کې ممکن دی چې قبایلو ته خپله هغه ازادي ورکړي کومه چې د قبایلو او برتانویانو د تعاهد په نتیجه کې قبایلو ګټلې وه او د کوم توثیق چې د قیام پاکستان نه بعد محمد علي جناح د قبایلو سره کړې وه".

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد پروفیسر سید عرفان اشرف وایي، له 2004م کال را وروسته چې له تحریک طالبان پاکستان سره کوم مذاکرات شوي دي د هغو څه خاص نتیجه نه ده را وتلې.

عرفان اشرف د وي او اې ډیوه په هیلو وي او اې پروګرام کې رحمان بونېري ته وویل، چې له ټي ټي پي سره خبرې باید د پاکستان د پارلمان له لارې شوې وای نه دا چې د پاکستان پوځ پخپله له دې وسلوالې ډلې سره خبرې کوي:

"پاکستان بیا بیا وايي په ترهګرۍ کې اویا زره عام خلک و وژل شول د هغوی له طرفه به څوک مطالبات کوي، د هغوی هم څه حساب شته که نه، دلته امن د خلکو له ترجمانۍ پرته نه شي راتلای، دا خبرې د پارلمان له اړخه پکار دي، سیاسي مداخله پکې پکار دي".

د پاکستان مرکزي او د پښتونخوا صوبایي حکومت او پوځ تر اوسه کابل ته د تللې جرګې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي. د دفاعي چارو څېړونکی بریګېډیر محمود شاه وایي ټي ټي پي چې یوه غیرقانوني اعلان شوې ډله ده د پاکستان حکومت باید ورسره خبرې ونه کړي. بریګېډیر محمود شاه ازادي رېډیو ته ویلي:

"پاکستان له افغانستان سره خبرې کولای شي، ایران، هند او بل ملک سره کولای شي، خو پاکستان کې لیاري یا ټي ټي پي غوندې ګروپ سره یې نه شي کولای، زما خیال حکومت چې دا کار کوي ډېر غلط کوي او څه نتیجې به یې نه را ووځي".

که هم هم د تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان طالبانو په منځګړتوب د خبرو اترو د روان عمل څه مثبتې نتیجې نه دي راوتلې، خو څېړونکي اندېښمن دي چې د تړون په نتیجه کې به طالبان یو وار بیا په پښتنو سیمو کې خپل اغېز قوي کړي.

په پېښور کې خبریال او څېړونکی مشتاق یوسفزی وایي، د تحریک طالبان وسلوال او د پاکستان پوځ دواړه له جګړې ستړي شوي دي‌ او وایي پاکستان او طالبان دواړه غواړي چې تر خپل منځ شخړه حل کړي.

مشتاق یوسفزي د وي او اې ډیوه په هیلو وي او اې پروګرام کې وویل، تحریک طالبانو پاکستان او د پاکستان پوځ له یو بل څخه ګڼ شمېر غوښتنې لري، چې وایي کابل ته د تللې جرګې له خوا به له ټي ټي پي سره پرې بحث کېږي:

"تر ټولو ګران کار به دا وي چې تاسې دا طالبان راولئ ځکه چې هغوی خلک وژلي او تاوانونه یې کړي دي، د پاکستان د پارلمان نه به کم از کم یو قانون پاس کېږي چې دوی ته عام معافي وشي خو که عام معافي ور هم کړل شي خو دا خلک بیرته راوستل او مېشته کول ډېر ګران کار دی".

د رپوټونو له مخې کابل ته تللې پینځوس کسیزې جرګې افغانستان ته تر تګ مخکې د مې پر 30مه د پېښور له کور کمانډر او د ای ایس ای له مخکیني مشر جنرل فیض حمید سره لیدلي وو. باوري سرچینو دوې اوونۍ مخکې ویلي وو چې جنرل فیض خپله هم له ټي ټي پي سره د خبرو لپاره کابل ته تللی وو.

کابل ته په تللې جرګه کې د قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن مشران شامل دي چې د افغان طالبانو په منځګړتوب د ټي ټي پي له اته کسیز پلاوي سره د سولې خبرې کوي. تر دې وړاندې د وزیرستان د مسیدو قبایلي مشرانو هم له پاکستاني طالبانو سره په افغانستان کې لیدلي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG