لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې اوکلاهوما رياست کې په وسله وال بريد کې څلور تنه وژل شوي


د امريکې په مينځني لويديځ رياست کې د شورو/ چهارشنبې په ورځ ناوخته په يو روغتون ډزې شوي او څلور تنه پکې وژل شوي دي.

د اوکلاهوما د ټالسا پوليسو دوېم مشر جوناتن بروکس دغه پېښه تاييد کړې او د وژنو خبره يې هم منلې ده، هغه ویلي مالوميږي ډزې کوونکي تن ځان په خپله هم ويشتی دی.

بروکس ويلي، د بريد علت لا نه دی مالوم شوی، خو نامالومه تن په دوه ټوپکو ډزې کړي دي.

ماښام د شپږو بجو پورې ويل شوي وو، چارواکي د روغتون د کمرو تلاشي اخلي چې بله کومه خطره نه وي.

ويل شوي پوليس د ډزو د پېښې ځای ته په درېو دقيقو/ منټونو کې رسېدلي او په يو منټ کې د وسله وال سره مخامخ شوي دي.

پوليس کېپټن رچرډ ميولنبرګ ویلي په ډزو کې ګڼ کسان ژوبل شوي هم دي.

پولیس او د روغتون چارواکو ويلي د وژل شوو پېژندګليو نه شي کولی.

ويل شوي صدر جوبايډن په پېښه خبر کړی شوی او سپينه ماڼۍ د نزدې د حالاتو څارنه کوي.

د امريکې په اوکلاهومو کې د شورو/ چهارشنبې په ورځ دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې اته ورځې وړاندې په ټېکساس رياست کې يو 18 کلن تن په سکول ډزې کړې 19 زده کوونکي او دوه استازان يې وژلي وو.

او د دغې دوه اوونۍ وړاندې د نيویارک په بفلو ښار کې په يو سپر مارکيټ کې د ډزو په پېښه کې 10 تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG