لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک طالبان پاکستان د کابل له خبرو وروسته تر نامعلومې مودې ډزبندي اعلان کړه


واشنګټن ـــ‌ د پاکستان د حکومت په استازیتوب کابل ته د تللې 50 کسیزې جرګې او د پاکستاني طالبانو تر دوه ورځنیو خبرو وروسته ټي ټي پي ډزبندي تر نامعلومې مودې پورې غزولې ده او وایي په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

بل لور ته د پاکستان سیاسي څېړونکي او سیاستوال اندېښنه څرګندوي چې له وسلوالو سره د خبرو په نتیجه کې کېدای شي بیا قبایلي سیمې د ترهګرۍ په مرکز بدلې شي او وایي دا خبرې باید د پارلمان له لارې شوې وای.

په کابل کې د جون پر لومړۍ او دویمه نېټه له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو بشپړه معلومات تر اوسه له رسنیو سره نه دي شریک شوي خو دې ناقانونه اعلان شوې ډلې رسنیو ته پخپل لنډ بیان کې ویلي چې په خبرو کې "کافي پرمختګ" شوی دی.

محمد خراساني- چې ځان د تحریک طالبان پاکستان ویاند ګڼي- پر خپله ټویټر پاڼه په خپل لنډ بیان کې ویلي چې د کابل د خبرو په نتیجه کې یې تر بل امر یا تر نامعلوم وخته پورې ډزبندي غزولې ده.

د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه نه د کابل د دوه ورځنیو خبرو په اړه څه ویلي او نه یې د پاکستاني طالبانو د ډزبندۍ غزولو اعلان ته په جواب کې څه غبرګون څرګند کړی دی.

محمد خراساني پخپل بیان کې نه دي ویلي چې د کابل په خبرو کې د ټي ټي پي استازیتوب چا کاوه، خو سرچینې وایي د دې وسلوالې ډلې مشر نور ولي مسید له اوو نورو کسانو سره په دې خبرو کې برخه لرله. محمد خراساني وایي:

"د مذاکراتي عمل د پر مخ بېولو لپاره به په څو ورځو کې نورې ناستې هم وشي"، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ناستې به هم په کابل کې کېږي که په کوم بل ځای کې.

د ملي جمهوري غورځنګ یو مشر سیاستوال افراسیاب خټک وایي په کابل کې روانې خبرې د پاکستان استخباراتي ادارو پیل کړې دي او وایي په دې کې له پارلمان سره هیڅ سلا مشوره نه ده شوې.

افراسیاب خټک د ډیوه په هیلو وي او اې پروګرام کې له پاکستاني طالبانو سره خبرو ته د خوشبینۍ پر ځای اندېښنه څرګنده کړه:

"په 2014م کې چې نېشنل اېکشن پلان جوړ شو په هغه کې دا دروازې د تل لپاره بندې کړل شوې چې کوم تنظیمونه غیرقانوني دي دوی ته به بیا اجازه نه ورکوو چې په وجود کې راشي، اوس دوی [پوځ] دا کارونه کوي نه یې له پارلمانه پوښتنه کړې او نه پرې بحث او سلا شوې ده".

په امریکا کې مېشت سیاسي څېړونکی ډاکټر محمد تقي وایي له تحریک طالبان پاکستان سره چې کومې خبرې کېږي په دې کې شفافیت نه شته ځکه چې وایي دا تر اوسه معلومه نه ده چې کابل ته پینځوس کسیزه جرګه چا په پوځي الوتکه کې لېږلې ده.

ډاکټر تقي وي او اې ډیوه ته وویل د داسې پټو خبرو نتیجه به له ټي ټي پي سره د تېرو خبرو غوندې وي او اندېښنه لري چې که کامیابه نه شي نو بیا به جګړه پیل شي:

"حکومت شته خو قدرت ورسره نه شته، هغه خلک چې قدرت لري هغه داسې لوظنامې کوي او هلې ځلې یې شروع کړې دي، له موږ سره دا ویره ده چې داسې خبرې مخکې هم ناکامه شوې دي. پارلمان له داسې خبرو خبر نه دی او د داسې پټو خبرو نتیجه موږ مخکې هم لیدلې ده".

تحریک طالبان پاکستان چې تر اوسه کومې غوښتنې وړاندې کړې دي په هغوی کې یوه مهمه یې دا ده چې قبایلي سیمو ته دې بیرته مخکینی ازاد حیثیت ورکړل شي او له پښتونخوا صوبې دې بیرته را جلا کړل شي. د پاکستان حکومت یې تر اوسه دې غوښتنه ته څه جواب نه دی ویلی.

د دفاعي چارو څېړونکی بریګېډیر محمود شاه وایي ټي ټي پي چې یوه غیرقانوني اعلان شوې ډله ده د پاکستان حکومت باید ورسره خبرې ونه کړي. بریګېډیر محمود شاه اسوسیېټیډ پریس ته ویلي د پاکستان حکومت نه شي کولای له پاکستاني طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي ځکه یې کابل ته د قبایلي مشرانو جرګه لېږلې ده.

پر کابل د واکمنو طالبانو حکومت له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته د قبایلي مشرانو د جرګې د ورتګ خبره منلې ده خو په دې اړه یې نور څه نه دي ویلي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي رېډيو ته ویلي د سیمې امنیت د افغانستان په ګټه دی او که د پولې دواړو خواوو ته ناامني وي دلته د پرتو قومونو پر ژوند به منفي اغېز لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG