لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آرمي پبلک سکول د ماشومانو میندې پلرونه وایي کابل کې یې د بچو له "قاتلانو" سره پټې خبرې نه مني


واشنګټن ــــ د پېښور په آرمي پبلک سکول باندې اته کاله پخوا د طالبانو په بوږنوونکې حمله کې د وژل شوو ماشومانو میندې پلرونه وايي په کابل کې د هغوی د بچو د قاتلانو سره د پاکستان په سرپرستۍ کې پټې خبرې ورته د منلو وړ نه دي.

په دغه ترهګریز برید کې د وژل شوي اسفند خان مور شاهانه بي بي وایي، چې "هغوی [طالبان] ستاسو مجرمان نه دي زمونږ مجرمان دي، زمونږ بچي یې وژلي دي. تاسو حق نه لرئ چې هغوي معاف کړئ".

د وي او اې ډیوه ټي وي په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې په دغه یاد سکول کې د بل وژل شوي ماشوم پلار فضل خان ایډوکیټ وویل:

"دا موجوده مذاکرات یا خبرې په قامي مفادو کې نه دي بلکې د څو جرنیلانو ذاتي مفاد لپاره دي او مونږ یې په کلکه غندنه کوو".

په پېښور کې په آرمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م په ترهګر برید کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو.

اته کاله وړاندې، د ډسمبر په ١٦ نېټه تحریک طالبان پاکستان ومنله چې په سکول حمله د دوی وسلوالو کړې ده. په حمله کې خوا او شا ١٥٠ کسان ووژل شو. په وژل شویو کې لږ تر لږه ١٣٢ د سکول ماشومان او نور استاذان وو.

په کال ٢٠١٧ کې د پاکستان پوځ اعلان وکړو چې احسان الله احسان پوځ ته تسلیم شوی دی او د امنیتي ادارو په ولکه کې دی او بیا وروسته په ډیره مشکوکه طریقه هغه د امنیتي ادارو د ولکې نه وتلی وو چې تر اوسه پرې نیوکې کیږي.

په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې فلک ناز بي بي چې په ارمي پبلک سکلول کې یې دوه یواځیني زامن وو، یو نوم نور الله دراني چې په نهم کې وو او سیف الله دراني چې په اتم جماعت کې وو وژل شوي وو، هغه وايي:

"چې مور په اولاد د پیدایش نه مخکې او وروسته سختې تېرې کړي وي، کله هم مونږ خپل بچي نه شو هېرولی، مونږ به تر اخیره د خپلو بچو د پاره د انصاف کوشش کوو".

د پېښور په ارمي پبلک سکول شوي ترهګریز بريد کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندې او پلاران وايي "مونږ ته چې پته لګي چې زمونږ سره ظلم وشو او مونږ ته انصاف هم نه مېلاويږي نو دا درد ورځ تر بلې نور سېوا کيږي ".

په خپرونه کې اجون خان ایډوکیټ چې ارمي پبلک سکول کې یې زوی وژل شوی وایي چې "زه ده حکومت نه تپوس کوم چې طالبان دي څوک او د کومه راغلل او زه فکر کوم چې تر څو پښتون نه وي یو شوی او پاڅېدلې نه وي دا وینه نه ودریږي".

په کال 2018م کې د هغه وخت د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار د اپرېل په مياشت کې د دغې پېښې نوټس اخيستی وو. بيا د مې په مياشت کې نوموړي د بريد د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن ويلي خو د اکتوبر په مياشت کې يې په رسمي ډول د کمېشن جوړولو امر کړی وو.

دغه عدالتي کمېشن د پېښور هايکورټ د يو کسيزه جج جسټس محمد ابراهيم جوړ کړی شوی او سپریم کورټ په شپږو اوونيو کې د پلټنو راپور غوښتی وو، خو دغه رپورټ د ۲۰۲۰ کال د جولای په مياشت کې عدالت ته وړاندې کړی شوی وو.

د پېښور په آرمي پبلک سکول د بريد د پلټنو د کمېشن د رپورټ مخې ته راتلو وروسته هم د وژل شوؤ ماشومانو ميندو او پلرونو په خپل غبرګون کې ویلي وو چې د دوی په خيال په رپورټ کې د پېښې اصل ذمه واران نه دي په ګوته کړی شوي.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG