لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د تېلو اؤ بجلۍ د بیعو لوړیدو ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ویل شوی


پاکستان کې دتوانایۍ په بیعو کې دحکومت له لوري اعلان شوې اضافې ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ښودل شوی اؤ زیاتره فعالینو په حکومت نیوکې کړي چې دغیرضروري لګښتونو کمولو پرځائ یې دتوانایۍ بیعې لوړې کړې دي.

پاکستان کې تیره ورځ یو ځل بیا د تیلو بیعې لوړې کړل شوي او په یوه اوونۍ کې د تېلو په یو لیټر بيعه کې د60ؤ روپو له اضافې وروسته د یو لیټر پټرولو بیعه 210 روپو او د ډیزلو بیعه 204 روپو ته رسیدلې ده.

اقتصادی پوهان وایي د پاکستان د امدن او اخراجاتو تر منځه فرق زیات شوی او هم د بجټ او کرنټ اکاونټ خسارې له وجې دپاکستانۍ روپۍ بيعه کمه ده او دنړیوالو زیاتو قیمتونو له امله پاکستان نه شي کولی چې په تیلو او بجلۍ رعایتونه ورکړي.

دپاکستان مرکزي حکومت وایي د مالي کال 2023م د جولایي څخه به د بجلۍ د یو یونټ بيعه د 8روپو اضافې سره 24 روپو ته زیاته شي.

په خیبر پښتونخوا مردان ښار کې د کالج استاد پروفیسر حسن الرحمان وایي حکومت خپل خرڅونه نه راکموي او بیا د مالیاتي ادارې شرطونه د اولس څخه پوره کوي .

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د یو سرکاري کارکونکی دپاره په تنخا کې د خپلو بچو د صحت، تعلیم او خوراکي ضرورتونه پوره کول هم ګران شوي دي.

هغه زیاته کړې باید حکومت سرکاري په خصوصی توګه دفاعي خرڅونه راکم کړي.

"دوئ خپلې عیاشۍ، خرڅونه او دورې نه کنټرول کوي او چې ایي ایم ایف ورته کوم شرطونه کيږدي نو دوئ زور بیا د پټرولو نه وباسي ځکه چې د تیلو سره هر څیز ګران شي او باید چې دوئ خپل اخراجات راکم کړي او په خصوصي توګه دفاعي بجټ ته پام وکړي"

د پټرول او ډیزلو نرخونه په داسې وخت کې ګران شوي چی دپاکستان د شمیرنې اداره وایي په مئ میاشت کې ګراني په ریکارډ کچه 13.97 % ته رسېدلې ده.

تیره ورځ د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي دتیر حکومت د غلطو پاليسو په بنیاد به پاکستان دیوالیه کیدو ته نه پریږدي او دا چې نړیوال مارکیټ کې د تیلو د زیاتو بیعو له وجې هره میاشت حکومت ته 120 اربو روپو د رعایتونو په مد کی تاوان کیږي .

مفتاح اسماعیل ددې خبرې هم پخلی کړی چې د راتلونکي کال د جولایي د وړومبۍ نیټی څخه به د بجلی په بیعو کې نزدی 8روپۍ یونټ اضافه وکړي.

اقتصادي پوهان وایي د پاکستان امدن او لګښتونو کې فرق زیات شوی او دملکي بجټ خساره روان مالی کال 5اربه ډالره ته رسي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي یو اړخ ته په نړیوال مارکیټ کې د تیلو بیعې زیاتې او بل اړخ ته د پاکستان بجټ خساره د ټاکلی شوي هدف نه زیاته شوې او ددې ترڅنګ دپاکستاني روپۍ قیمت هم راغورځیدلی دی او بیا ددې اثرات د پاکستان په اقتصاد دوه چنده پریوځي، په داسې حال کې په تیلو رعایتونه ورکول د ملکي اقتصاد دپاره ګران دي.

هغه وایي موجوده د تیلو بیعې اوس هم د نړی وال مارکیټ برابر نه دي.

"زمونږ د امدن او خرڅونو تر منځه فرق سیوا کیږي او هغې دپاره دا ضروري ده چې بجټ خساره کمه کړو که مونږ په تیلو رعایتونه جاري ساتو نو خساره نوره هم زیاتیږي او ددې د کمي دپاره نورو ټیکسونو زیاتولو ته اړتیا ده"

بل اړخ ته د تیلو بیعو کې د زیاتوالي وروسته د پاکستان د ونډو بازار هم د مندۍ ښکار شوی او تر وروستیو اطلاعاتو راتلو پورې د سر د 100 کمپنو کاروبار 913 درجې راکم شوی ؤ.

تر دې وړاندې د نړیوال هیوادونو د اقتصادي څیړنې ادارې موډیز د پاکستان د اقتصادي وضعې اندازه د مثبت نه منفی ته راکمه کړې وه

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG