لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د پولیو تازه پېښو د دې ناروغۍ د ختمېدو نړیوال هدف بیرته په شا کړی


واشنګټن ــــ په پاکستان کې سږ کال د پوليو وايرس اووه کېسونه رپورټ شوي. دا تازه اووه پېښې له هغه وروسته رپوټ شوې چې تېر کال او په ۱۵ میاشتو کې د پولیو ناورغۍ څخه یو ماشوم هم نه وو اغېزمن شوی.

د پولیو د مخنیوي ادارې د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل دا ټولې پېښې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې موندل شوي دي.

د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان ناکراره سیمې شمالي وزیرستان کې د دغه وایرس له امله یو اوه میاشتنۍ ماشومه تازه فلج شوې، چېرې چې خپلو ماشومانو ته د پولیو وېکسین لګولو څخه انکاري خلکو شمېره ډیره ده.

په نړۍ کې دا مهال پاکستان او افغانستان یواځیني هغه دوه هېوادونه دي‌ چېرې چې د پولیو ناروغي نه ده ختمه شوې، که څه هم په دغو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی.

د دغو اوو پېښو مخې ته راتلو له مخه په وروستي ځل چې یو ماشوم په پاکستان کې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې فلج شوی وو او په افغانستان کې د پولیو یوه پېښه په روان کال کې او څلور نورې په ۲۰۲۱ کال کې ثبت شوي وې.

د پولیو وایرس د مخنیوي‌ د بیړنیو عملیاتو همغږي کوونکی شهزاد بیګ په خپل ټویټر لیکلي: "موږ په ټولو داخلي اولېرې پرتو سیمو کې تر 10 کلنو عمرونو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوو چې د وایرس د خپریدو مخه ونیسي."

د پولیو د مخنیوي د ادارې د وېنا له مخې په تېرو پولیو مهمونو کې ځینو کارکوونکو ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي نه دي ورکړي او هسې یې د ماشومانو په ګوتو هغه نخښې کړي چې د پولیو ضد څاڅکي ورکړی شوي وي.

یو لوړپوړي روغتیایي چارواکي وي او اې ته وویل چې په سیمه کې ډېری پلرونه او میندې خپلو ماشومانو ته د وېکسین د کمپېن په جریان کې د پولیو د څاڅکو ورکولو څخه انکار کوي. دا په داسې حال کې دی چې د پولیو کارکوونکي کور په کور کمپېن کوي او په تکراري بڼه دوی ته انکار کیږي.

د پولیو څاڅکو اخیستلو څخه دا انکار د شکونو له امله رامنځته شوی چې د سیمې خلک ګڼي چې ګواکي وېکسین کول د لوېدیځ له خوا د مسلمانو ماشومانو د نسب کولو یا د ماشومانو د زېږېدو د مخنیوي‌ دسیسه ده.

د دغو ناسمو معلوماتو له کبله په وروستیو کلونو کې د روغتیایی کارکوونکو او امنیتي ځواکونو په وړاندې بریدونه هم زیات کړي‌ چې په تېرو څو کلونو کې د پولیو د ټيم ګڼ شمېر کارکوونکي په نخښه شوي‌ او وژل شوي.

له دې وړاندې په بنو او شمالي وزيريستان کې دوه خصوصي کمپاینونه شوي دي چې پکې یو لک 64 زره پینځه کلنو ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي ورکړل شوي دي.

دا تازه پېښې په داسې مهال راڅرګندې شوې چې په 27 مه مې پولیو کمپاین سر ته رسیدلی دی. دغه کمپاین کې شاوخوا 7.2 ملینه ماشومان د پولیو ضد څاڅکو هدف ټاکل شوې وو.

د پوليو د مخنيوي اداره وايي د دغو کمپاينونو مقصد دا وو چې په بيړني ډول د سیمې نور ماشومان د پوليو وايرس څخه وژغوروي او وايرس په سېمه کې نور خپور نه شي.

د پولیو د مخنیوي‌ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخه ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د پولیو ناروغۍ نهه پېښې ثبت شوي چې اووه یې په پاکستان کې، یوه افغانستان او به په افریقايي‌ هېواد مالوي کې درج شوې ده.

XS
SM
MD
LG