لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په پنجګور سيمه کې چاودنې پینځه پاکستاني عسکر وژلي، درې ټپیان کړي


واشنګټن ـــ د لېويز چارواکو په خبره نن د جمعې په ورځ د ايران سرحدي پولې ته څېرمه د بلوچستان په ضلع پنجګور پروم نومي سیمه کې چاودنه شوې، چې په نتيجه کې يې پينځه پاکستاني عسکر وژل شوي او درې ټپيان شوي دي۔

د لېويز چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې کله د ملېشه ايف سي ځواک د ګزمې موټر له يادې سيمې تېرېدی او هلته د سړک غاړې ته ښخ کړل شوی ماين چاودېدلی.

د چارواکي په خبره ټپي عسکر روغتون ته لېږدول شوي او امنيتي ځواکونه يادې سيمې ته د پلټنو لپاره تللي دي.

د پنجګور ضلعې د مرستيال کمشنر د دفتر يو چارواکي د پېښې پخلی وکړ خو هغه له نورو معلومات شريکولو څخه یې ډډه وکړه.

د ياد بريد ذمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته کومې ډلي نه ده منلې.

خو بل لور ته نن د جمعې په ورځ د بلوڅ بيلتون غوښتنکو وسلوالو ډلو بلوڅ نيشنلسټ ارمي او بلوچ لیبرېشن فرنټ له لوري په خواله رسنيو دعوه شوې چې د تربت په ضلع کيچ کې يې پر امنيتي ځواکونو لاسي بمي بريدونه کړي او ځواکونو ته يې تاوان رسولی.

د دې دعوو په ازاده توګه کوم پخلی نه دی شوی او د رپورټ د جوړولو تر وخته د حکومت يا د پاکستان د پوځ د وياندې ادارې له لوري د بمي بريد د دعوو په اړه د تصديق يا ترديد دريځ مخې ته نه دی راغلی.

خو تر دې وړاندې د بلوچستان د وزير اعلا د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو وي او اې ډيوه ته ويلي "په بلوچستان کې وسلواله فعاليت کوونکي د پاکستان دښمن قوتونو لاسپوڅي دي، د پاکستان دښمن نه غواړي چې پاکستان خوشحاله او په معاشي توګه مظبوط شي"۔

ياده دې وي چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم نن د جمعې په ورځ اول کوټې او وروسته بيا ګوادر ښار ته سفرونه کړي۔

د حکومتي اعلاميې مطابق وزیراعظم به په ګوادر ښار کې د بېلا بېلو ترقياتي پروژو تر څنګ د ځايي اوسېدنکو او ماهي نيوونکو لپاره د مرستو اعلانونه هم کوي۔

د شمېرو تر مخه په روان کال 2022 کې تر دا مهاله په بلوچستان کې تر 57 زياتي د ناامنۍ پېښې رامنځ ته شوې، چې پکې د 58 امنيتي عسکرو په ګډون ټول 150 کسان وژل شوي او د 81 عسکرو په ګډون يونيم سل ته نيژدې کسان ټپيان شوي هم دي۔

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی او له قدرتي شتمنيو ډکه صوبه بلل کېږي خو دلته له تېرو څو لسيزو راهيسې نا امني روانه ده. د پاکستان او چين تر منځ سيپيک په نامه د اربونو روپو د پروژې مرکز هم بلوچستان دی.

بلوڅ بېتلون غوښتونکو وسلوالو ډلو د سيپيک او نورو پروژو په اړه وخت ناوخته ويلي چې د چين په ګډون يوه ملک ته هم د بلوچستان د وسايلو د وړلو اجازه نه ورکوي او که بيا هم څوک د بلوچستان وسايل وړي دوی به يې په زوره مخه نيسي۔

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو تل بلوڅ وسلوال تنظيمونه د پاکستان د دښمن لاسپوڅي بللي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG